د ویروس جوړښت او آرچینه
ویروس جوړښت:
ويروسونه حجروي جوړښت نه لري او پوهان يې د ژوند په باره کې شک لري، ځکه چې نه تنفس کوي، نه وده کوي او نه هم تغذيه کوي، يوازې د مثل توليد کوي او خپل ژوند ته ادامه ورکوي. دا عمل هم په داسې صورت کې سرته رسوي چې ژوندۍ حجرې ته داخل شي. ویروس د کوربه د حجرې باندې یو لوی مالیکول بلل کېږي.
ویروس دوه اساسي جوړښتونه لري:
۱- بهرنی پوښ (Capsid): چې له پروټین څخه جوړه ده. هر کپسيد د نورو کوچنیو واحدونو څخه جوړه ده چې د کپسومر په نامه یادیږي. د کپسيد جوړښت د ویروس ډول او جوړښت پورې اړه لري.
۲- داخلي هستوي تیزابونه (Nucliec Acid): هسته کې DNA/RNA شتون لري.
په ځینو مواردو کې د شحم (Lipids) یو بهرنی پوښ هم لري. د حیواني ویروسونو یوه ځانګړنه داده چې د حجروي غشاء له جنسه یو پوښ لري چې د شحم، پروتین او ګلیکو پروتین څخه جوړ.
که چېرې موږ کولای شوای ویروسونه په سترګو وګورو نو پوهېدلو چې ویروسونه په هر ځای کې شته، زموږ د بدن دفاعي سیستم کولای شي ډېری ویروسونه له منځه یوسي.
ویروس نظر نورو حجره لرونکو موجوداتو ته ساده جوړښت لرونکي دي. ترټولو لوی ویروس هم له ترټولو کوچني بکتریا څخه کوچنی دی. یوه نورماله باکتریا د ورېجې دانې څخه پنځه سوه زره (۵ لکه) ځله کوچنۍ ده، ویروسونه د باکتریاوو څخه تر لس زره ځله ډېر کوچني دي. تر ټولو لویه باکتریا ۰،۷۷ میلي متره ده، چې په سترګو هم لېدل کیږي. خو ویروسونه په سترګو یې لېدل ناممکن دي. . ويروسونه د اندازې او بڼې له مخې يو له بله سره توپير لري.
د ویروسونو قطر له 20 تر 500 نانو متره او اوږدوالی یې د 700 تر 1000 نانو مترو پورې رسيږي.
1NanoMeter=1/1,000,000,000 meter (یو نانومتر د متر میلیاردمه برخه ده).
د چيچک ویروس نظر نورو ته غټ دی، داخلي جوړښت یې هم پيچلی دی او مکعبي شکل لري. پداسې حال کې چې د انسانانو او نورو حیواناتو ویروسونه د کروي جوړښتونو لرونکي دي. د انفلونزا ویروس میله ای یا کروي شکل لري چې قطر یې ۱۲۰ نانو متره دی.
ویروییدونه (Viroids) د ویروس سره یوشان ځانګړتیاوي لري خو د ویروس په شان پروتیني پوښ نلري. ویروییدونه د ویروس لاندې (SubViral) ټولګه ده، په نباتاتو کې د ناروغیو سبب کیږي.
ویروس شالید او آرچینه:
هر چېرې چې ژوند وي هلته ویروس شتون لري. ویروس ښايي د لومړنیو موجوداتو څخه وي، خو مخینه او سرچینه یې ناڅرګند دي، ځکه چې ویروس فوسیلونه نه جوړوي. نو د ویروسونو پېژندلو لپاره د مالیکولي تخنیکونو څخه ګټه اخلي. د ویروسونو د سرچینې او بشپړتیا لپاره درې فرضيې شتون لري.
ویروس په لومړی ځل په کال ۱۸۹۲ م. کې د روسي ساینسپوه دیمیتري ایوانوسکي (Dmitri I. Ivanovsky) او په کال ۱۸۹۸ م. یو جرمني ساینسپوه مارتینوس بیجرنک (Martinus W. Beijerink) لخوا وپیژندل شو. خو ساینسپوهانو تر ۱۹۳۰ لسیزې پورې ویروس ونشوای لېدلی تر دې چې الکترون میکروسکوپ اختراع شو.
د ۱۹ مې پیړۍ لومړیو کې یو ډله ویروسونه کشف کړل چې بکتریاوې تر اغېز لاندې راوړي، چې د بکتریوفاژ (BacterioPhages) یا فاژ په نوم یاديږي. د ویروس تصویر لومړي ځل لپاره په کال ۱۹۳۱ زېږدیز کې د جرمني پوهانو روسکا او ماکس نول لخوا د الکترون میکروسکوپ تر جوړېدو وروسته ترلاسه شو.
د شملې پيړۍ دویمه نیمه د ویروسونو د پیژندنې او مطالعې لپاره لاسته راوړنو ډکه دوره وه، پدې وخت کې ډېر حیواني، نباتي او بکتریاوي ویروسونه کشف شول. په ۱۹۵۵ ز. کې د ویروس ټول جوړښت وپيژندل شو. په ۱۹۶۳ ز. کې د هيپاټایټس ب ویروس د بلمبورګ لخوا کشف شو.