د ويني د لوړ فشار په اړه نوي څيړنه

په بريتانيا کې ساينس پوهانو د ويني دلوړ فشار په اړه څيړنه کړي . دوي وايي  په معغزو کې يو ډول پروتين ، چې  د  jam-1  په نامه  ياديږي   ښآيي د ويني دلوړ فشار په رامنځ کيدو کې تاثير ولري .

ددې ساينس پوهانو په عقيده دويني دلوړ فشار علت په معغزو کې د رګونو د التهاب يوه ناروغي ده نه د زړه اوپښتورګو او يا دبدن د نورو هغو رګونو چې وينه انتقالوي . په هغي څيړنه کې چې د ويني دلوړ فشار په علمي ژورنال کې خپره شوي ده ويل کيږي چې د jam-1  پروتين د وينو د سپينو کروياتو د انتقال مخه نيسي او دا التهاب ددي بآعث  ګرځې چې وينه په رگونو کې په عادي توګه جريان ونه مومي . ددې په نتيجه کې معغزو ته په لازمه توګه اوکسيجن نه رسيږي او ورسره د انسان په بدن کې د ويني فشار زياتيږي .

په دغه کشف سره به ساينس پوهان اوس وکولي شي چې دلوړ فشار د مخنيوي لپاره نوي داروګان جوړ کړي . نن ورځ ډيرو نويو درملو ته اړتيا احساسيږي . ځکه پخوانې دواګانې يواځې دلوړ فشار ښکته کوي  خو په سلو کې شپيته   د لوړ فشار د ناورغي علاج نه شي کولي . يو بريتانوي ساينس پوه بولين پارتن وويل :
اوس پکار ده  داسي داروګان جوړ شي چې هغه دويني په رګونو کې د التهاب مخنيوي وکړي  او د انسان معغزو ته دويني جريان پياوړي کړي .

اوس د نړۍ شپږ ويشت په سلو کې خلک  د ويني لوړ فشا ر لري . دا سي اټکل شوي چې تر دوه زره پينځه ويشتم ميلادي  کال پوري به د اشميره نوره هم ډيره شي . يعني له هرو دري کسانو څخه چې عمر يي له شلو ډير دي ديوه دويني فشار به لوړ وي .
ډاکتران وايي چې خوراک هم د لوړ فشار سره نيژدي اړيکه لري . دوي وايي که چيرته هغه خواړه وخوړل شي چې لږ غوړ ولري ، دسبو خوراک او منظم سپورت کولي شي د ويني دلوړ فشار مخه ونيسي .

فريده هوډ سيفي

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe



ترنم یوتیوب چینل

نوې ویدیو هره ورځ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب