د وریو وینې کېدل!
که ستاسې د ووریو څخه په خپل سر یا د غاښونو د پاکولو په وخت وینه ځي، نو تاسې د دغې نسخې په استعمال سره کولای شئ چې له دغه تکلیف څخه د تل لپاره ځان خلاص کړئ.
دغه تکلیف ۹۵% فیصده بالغ کسان لري، دا بکتریاوې په غاښونو حمله کوي او که چېرې یې په وخت علاج و نه شي، کولای شي چې غاښونه لومړی کمزوري او بیا چینجن کړي، چې بیا دغه وخت غاښونه د صفا کولو په وخت وینه هم کوي او ورسره یوځای به مو د خولې بد بوی هم ځي.
د دې ناروغې د ختمولو لپاره په یو ګیلاس تودو اوبو کې یوه وړه کاشوغه مالګه واچوئ او څو ځلې ورباندې هره ورځ خپل غاښونه پاک کړئ، د دې ترڅنګ خپل غاښونه د شاتو، د کوپرې او زیتون تېلو په مرسته هم پاکولای شئ، ځکه دغه درې واړه هم د بکتریا ضد ښه کار کولای شي، که چېرې موږ خپل غاښونه پاک وساتو هېڅکله به هم د غاښونو په ناروغیو اخته نه شو او ان شاءالله د غاښونو د ناروغیو څخه به تل خلاص یو.