د وراثت د موډل په اړه زړه راښکونکي معلومات
- د يوه فرد ټول جينونه يو ځای د جينوټايپ په نامه ياديږي.
- هغه فزيکي څيره چې د اليل له کبله رامنځته کیږي (لکه د بيلګې په توګه، اصلي ارغواني ګل) د فينوټايپ په نامه ياديږي.
- که دوه جينونه سره ورته وي (لکه د بيلګې په توګه، ww يا PP)، د هوموزايګوس په نامه ياديږي.
- که دوه جينونه سره توپیر ولري (لکه د بيلګې په توګه Pw)، د هيتروزايګوس په نامه ياديږي.
- ځینې وخت د جينونو ډولونه کوډومینانس Codominance وي په دې معنی چې د جين يو ډول هم پر بل ډول غالب نه دی. ددې يوه بيلګه د وينې د ګروپ ډولونه دي چې که له والدينو څخه يو يې A او بل يې B ډول لري. اولاد به يې د AB ډول وينه ولري.
- ځينې ځانګړنې د څو جينونو له خوا ټاکل کیږي.