د واده له دې ګټې به نه یئ خبر؟

واده کې د خوښۍ، خفګان او نورو احساساتو پرته یو څه نورې ګټې او حقایق هم پټ دي چې ښايي ډيرو کمو کسانو ته څرګند وي.

تازه امریکايي څېړنو ښودلې چې د واده کړو کسانو عمر او روغتیا د مجردو په نسبت ډير وي.

د مشن ګن پوهنتون څېړنې ښودلې چې واده د سرطان، زړه ناروغیو او خفګان په څېر ستونزو څخه په ژغورنه کې مرسته کوي.
څېړنې له مخې واده په نارینه‌و کې تر وخت وړاندې ۸۰ سلنه او په ښځو کې ۵۹ سلنه خطر کموي.

خو؛ څېړنه دا هم وايي چې دغه ګټه یواځې هغه خلکو ته رسیږي چې له دواړه ښځه او خاوند سره ښې او خوشحاله اړیکې ولري او که د ښځې او خاوند اړیکې خرابې شي نو واده بیا ډیری جانبي عوارض هم لري.

تر دې وړاندې په سویډن کې یوې طبي څېړنې ښودلې وه چې واده نه کول دماغي ستونزې پیدا کولای شي. دغې څېړنې ویلي وو چې مجردان د ذهني مریضیو له خطر سره تر واده کړو ډير مخ کېدلای شي.

پورته څېړنه په طبي مجله بی ایم جی اوپن کې خپره شوې.

د ښوونکي لارښود کتابونه
د نصاب کتابونه

خپل نظر مو دلته ولیکئ

Back to top button
واسع ویب

واسع ویب فیسبوک پاڼه لایک کړئ

زموږ فیسبوک پاڼه لایک او له نورو سره شریکه کړئ

#مننه_چې_یاستئ