د واده دورې – ټوکې ټکالې
د اوبو سپئ :
یوه سړی وویل چي ماددریاب په اوبو کی د اوبو سپئ و لیده . بل سړی ورته وویل : ممکن د دریاب اوبه به روڼی وی او تابه خپل ځان پکښی لیدلی وی .
د واده دوری :
خلک وايی واده دری دوری لری . په لمړی کال کی ميړه وايی او ښځه يی اوری . په دوهم کال کی ښځه وايی او میړه يی اوری او په دریم کال کی دوی دواړه وايی او ګاونډیان يی اوری .
اوزګړی :
یو سړی په بازار کی تیریدی او یو اوزګړی يی تناو کړی وو . دا اوزګړی ډیری ناری وهلی . یوه د کاندار ور غږ کړه ویل دا اوزګړی بیايی او حلالوی يی ؟ دا سړی ورته ويل دغه هم په غوږ کښی ورکړه نو به ښه راسره ولاړ شی .