د هڅونۍ او تشویق دود زمونږ په وطن کې

د هڅونۍ او تشویق بڼه او روش زمونږ ملک کې او یا زمونږ په وطن کې له ډیری مودې راهیسې ، هیڅ رواج او مود نه درلود او نه یې لري ، نو په دي اساس زمونږ لیکوالان شاعران پوهان استادان په ډیر زړه نا زړه خپل کارونو کې پر مخ تللي ، دا ډیر لوی عیب او نقصان په مونږ کې دی ، زه تر دغه دمه چې تر اویاوو کالو پوری رسیدلی یم .د دي شاهد یم ، چې هیځکله زمونږ با استعداده ځوانان لیکوالان شاعران ادیبان د ابتکار خاوندان ، مبتکره استادان نه دي هڅول شوي ، دا مسئله د عمرونو را په دي خوا، زما په ذهن کې ده ، دا زمونږ یوه لویه تشه ده ، خو په دي ورځو کې  چې د ۱۳۹۹ کال د میزان د میاشتی ورځي دي ، نو د شمسیه په نامه یوه نجلۍ زمونږ د هزاره ورونو د ملیت څخه چې د کانکور په آزموینه کې د افغانستان په سطحه په لمړی درجه فارغه شوي ،د دي نجلي څخه ډیر ښه تقدیر وشو ، او په میډیا هم د دي ښه قدرداني وشوه او دا چې رئیس جمهور اشرف غني د کانکور د آزموینې لمړۍ درجی ؛ګټونکي ته او دوهم او دریم ته چې دوه هلکان وو ، هغه د رېیس جمهور له خوا تقدیر شول دا ډیر ښه کار وو، او د دي کار زه تقدیر کوم او که په راتلونکې کې دي پدیدۍ یا نوښت ته دوام ورکړو ، دا به ډیر ښه کار وي ، د تشویق او هځونۍ سره به نه یواځي شاګردان استادان هم تشویق شي ، همداسي شاعران او ادیبان و هڅول شي ، دولتي مامورین په ښه کارونو سره و هڅول شي ، او تقدیر شي ، او وستایل شي د دي سره به دوی نور هم درانه درانه خدمتونه وکړي ،د شاګردانو په ښه روزلو کې به نور هم کوښښ وکړي ، او د ابټکار خاوندان به نوی لاري پرنیزی ، او نور خدمتونه به نه یواځې وطن ته بلکه ټول  عالمِ بشریت ته وکړي.

سید عبیدالله نادر

Wasiclinic YouTube Channel


Subscribe to Our YouTube Channel

Subscribe

پوهنتون تعلیمي یوتیوب چینل


چینل سبسکرایب او شریک کړئ

Subscribe

Editorial

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ
Atomic Habits
Back to top button
واسع ویب