د هند او پاکستان ترمنځ په اړیکو کې د توازن اړتیا
نوي افغان حکومت له پاکستان سره پټې اړیکې جوړې کړې. داسې اړیکې چې افغان ولس او هند یې له ابهامه ډکې او د ناوړه پایلو درلودونکې بولي. تیره ورځ هم له پاکستان څخه د راحیل شریف په مشرۍ یو پلاوی کابل ته راغلی و د ارګ څخه په خپره شوې خبر پاڼه کې راغلي و چې د خبرو اترو پیغامونه ښه و او په نږدې راتلونکې کې به یې معلومات له ولس سره شریک شي. راحیل شریف ویلي دي چې د افغانستان دښمنان د پاکستان دښمنان دي. له دې څخه دا جوته کیږي چې په مقابل کې افغان حکومت هم دې ته اړ کړی شي چې د پاکستان دښمنان هم د افغانستان دښمنان وبلل شي چې په دې کې هندوستان د پاکستان دښمن دی او په دې معاملې سره به موږ هندوستان له لاسه ورکوو. خو افغان ولس دا ښه درک کړې چې پاکستان څه غوښتنې لري او په تېر کې یې څه نیت و؟! مخکني ولسمشر حامد کرزي هم په څرګنده ویلي چې د پاکستان لویه هڅه دا وه چې د افغانستان بهرنی سیاست په خپل کنټرول کې ولري او بله پخوانۍ غوښتنه یې چې تل یې له افغانانو کړې ده هغه د ډیورنډ کرښې په رسمیت پېژندل دي. ولسمشر غني خپل بهرنی سیاست په پنځو کړیو وېشلی. ولسمشر ویلي زه غواړم چې د سولې ولسمشر واوسم. ده درک کړې چې د هېواد د بې ثباتۍ ستر لامل پاکستان دی. که څه هم دا تشخیص تر ډېره سم دی، خو د هېواد د بې ثباتۍ لامل یوازې یو هېواد نه دی، بلکې دا بې ثباتي څو ډوله کورني او بهرني عوامل لري. دا هم تر ډېره سمه ده چې پاکستان د یو فوق العاده نا امنه کوونکې لامل په توګه وپیژنو، خو پر بهرنیو عواملو سربېره کورنیو عواملو ته پام هم اړین دی. پر کورنیو عواملو اوسمهال چې حکومت لا بشپړ نه دی تمرکز ډېر عملي نه دی.
په بهرنيو لاملونو کې باید له پاکستان څخه پرته پر نورو لاملونو هم فکر او کار وشي ځکه یوازې پاکستان ته ډېر اهمیت ورکول ښې پایلې نه شي درلودی. لازمه ده چې یو توازن وساتل شي ځکه که هند او پاکستان، ایران او امریکا، هند او چین، چین او جاپان په خپلو منځو کې سره تقابل لري نو لازمه ده چې د یوې فعالېبهرنۍ دیپلوماسۍ پر مټ په افغانستان کې همکارۍ ته وهڅول شي.
که یوه عمده ارزونه وشي او د پرویز مشرف وروستیو خبرو ته پام وشي چې دوی څنګه طالبان قوي کول او غوښتل یې چې افغان حکومت ضعیف کړي، نو دا جوتېږي چې د هند تدریجي تحصیلي پانګونه او د هېواد په ملکي برخو کې د میلیاردونو ډالرو مرستې د هیواد ثبات او آبادۍ ته تر پاکستان ډېر مهم او حیاتي تمامېږي. ولسمشر غني ته چې د نړۍ دویم متفکر دی لازمه ده چې د تصمیم نیونې په وخت کې هر اړخیز فکر وکړي او د خپل عادلانه او عاقلانه قضاوت په رڼا کې اقدام وکړي. جاپان چې په دویمه نړیواله جګړه کې تباه شو، مشرانو پر دې سره ملي اجماع وکړه چې د جاپان د دایمي بقا لپاره باید څه وکړي؟. دوی پر دې سره سلا وکړه چې موږ باید جاپان په یو علمي قدرت بدل کړو، نه په صنعتي قدرت، نه په کرنیز قدرت او استدلال یې دا و کله چې جاپان علمي قدرت شي نو بیا به پخپله دا نور قدرتونه ځان ته را خپل کړي، که هغه صنعتي برخه ده او که کرنیزه. مطلب دا چې د هنددا علمي او مالي مرستې ډېرې محسوسې او موثرې دي، ځکه هر کال په زرګونه افغان ځوانانو ته دا زمینه مساعدوي چې د نړۍ له نویو غوښتنو سره سمې زده کړې وکړي. بل خوا د هندهغه مرستې هم د هېرولو نه دي چې د اتیایمې لسیزې په لومړیو کې یې د ښوونځیو له زده کوونکو سره کړې دي. هند د مالي مرستو ترڅنګ له افغانستان سره په بهرني سیاست کې هم مرستندوی واقع شوی. د دې مرستې یوه بېلګه د سارک په سیمه ییز سازمان کې د افغانستان له غړیتوب سره مرسته ده. د دې ترڅنګ د هغه نفوذ له لارې چې پر ایران یې لري، دې ته لاره هواره کړې چې اوبو ته د افغانستان لار یوازې له پاکستان څخه تېره نه شي، بلکې چابهار هغه بندر چې د افغان توکو د صادراتو او نړیوالو مارکېټونو ته د رسېدو خوندي لار ګڼل کېدای شي.
دا ښه جوته ده چې هر هېواد که هند دی که پاکستان ځانګړې ګټې او موخې لري. د هند هڅه دا ده چې افغانستان د افراطیت له شره خلاص کړي، ځکه په دې ډول به دوی هم د خوندیتوب احساس وکړي.د هند وېره دا ده چې په افغانستان کې افراطیت د پاکستان له لارې د دغه هېواد پر ضد کارېدلی شي.
خو لازمه دا ده چې افغان حکومت باید هڅه وکړي چې نورې پتې اړیکې ونه پالي او د هند او پاکستان د همکاریو ترمنځ توازن رامنځته کړي. د توازن په نه شتون کې به ایران هم چې له هند سره ژورې اړیکې لري د افغانستان پر وړاندې خپل سیاست په منفي توګه بدل کړي، ځکه که توازن را نه وستل شي لرې نه ده چې افغانستان په اوسني دغه ګونګ او یو اړخیزه اړیکه کې یو مهم قدرت له لاسه ورکړي چې ددې متحد له لاسه ورکول په حقیقت کې د جنوبي اسیا هېوادونو د سازمان، بحر ته د لاس رسي او زرګونه تحصیلي بورسونو له لاسه ورکول دي.