د نېک کار په کولو سره د معاش اخستل څه حکم لري؟
په اصل کې پوښتنه داده چې: زمونږ په سیمه کې یو تن د جومات امام دی؛ خو په عین وخت کې نوموړې شخص خورا شتمن هم دی، بل لوري ته په همدې کلي کې یو بل شخص هم شتون لري چې له همدې امامتۍ سره بې کچې مینه او لیوالتیا لري؛ او د لومړي شخص په نسبت ډېر بې وزله او مسکین هم دی؛ نو پدې دواړو تنو کې کوم یو زیات د امامتۍ وړ ګڼل کېدلی شي؟ او آیا د امامتۍ او آذان په ترسره کولو سره يو څوک معاش هم اخستلی شي او کنه؟
د ټولنیزو مسائلو په لړ کې پورتنۍ پوښتنه یو له پوښتنو څخه ده چې زیاته د خلکو تر منځ پوښتل کیږي، مونږ پدې لیکنه کې غواړو د ټولنې همدې ژوندۍ مسئلې په اړه یو څو ګټور مطالب له تاسو درنو لوستونکو سره شریک کړو:
په اسلامي شریعت کې اصلي مسئله خو داده چې: د یو لړ نیکیو په ترسره کولو سره؛ لکه: د امامتۍ او یا آذان ورکولو په مقابل کې پیسې او معاش اخستل جواز نلري؛ ځکه له دې کار څخه زمونږ لارښود پیغمبر (صلی الله علیه وسلم) منع راوړېده؛ خو دلته دې خبرې ته هم باید زمونږ پام وي چې په اوسني عصر کې(دپخوا په نسبت) د ژوند تګلاره، د خلکو ضروریتونه او غوښتنې ډېرې زیاتې شويدي او خورا بدلون پکې راغلی دی. که تاسې متوجه شوي یاست، شاید تاسې ته هم جوته شوي وي چې: که له یو خوا اوسني(کلي او) ښارونه د پخوا په نسبت ډېر پراخه شويدي؛ نو ورسره په ورته وخت کې؛ په ژوند کې ستونزې او مشکلات هم زیات شوي دي؛ تر دې پورې چې (په اوسنیو حالاتو کې که چېرې یو تن معاش ونلري؛ نو) نشي کولی خپلې کورنۍ اړتیاوې پوره کړي او سوکاله ژوند پر مخ یوسي.
نو له همدې کبله د دې ستونزې د حل لپاره معقوله لاره خو دا ده چې: د امام او مؤذن لپاره باید یو لړ ټاکلې معاش په پام کې ونیول شي او ښه داده چې: دا مال او مناسب معاش د بیتُ المال یا د دولتي بوديجې څخه وټاکل شي. (تر څو پدې کار سره له یو لوري خلک د لمانځه په څېر د یو ستر عبادت له خیر څخه بې برخې؛ او دسیمې خلک بې امامه پاتې نشي او هم له بل لوري زمونږ امام په ټولنه کې عزتمن او باوقاره ژوند ولري) (2).
اوس بله خبره داده چې: که چېرې دا امام یو داسې شخص وي چې خورا بډای او شتمن وي؛ نو پدې صورت کې غوره داده چې دیو لړ نیکو کارونو په ترسره کولو سره(لکه د امامت او آذان او داسې نورو په سر) له چا څخه باید پیسې وانخلي او چاته د د ضرورت لاس ور اوږد نکړي؛ ځکه په اصل کې مال او دولت د ضرورت لپاره غوښتل کیږي؛ نو کله چې ضرورت نه وي، غوښتل یې هم صحیح نه ګڼل کیږي.
دلته یوې بلې خبرې ته هم غواړو ستاسي پام راواړوو او هغه دا چې: که چیرې دا امام او مؤذن یو داسې څوک وي چې چېرته په یو ځای کې ټاکلې دنده ولري؛ او معاش یې هم دومره حده پوری وي چې ورځينۍ اړتیاوې پرې پوره کولای شي؛ نو پدې حالت کې ددې امام لپاره غوره داده چې: دامامت او آذان په ترسره کولو سره له هیڅ چا څخه معاش وانخلي.
البته مونږ مخکې هم یادونه وکړه چې د یو کار په مقابل کې مُزد او معاش اخستل د انسان د اړتیاو پورې تړلی خبره ده؛ نو هر کله که اړتیا له منځه ولاړه شي، خبره بېرته اصل ته راګرځي چې هغه خبره د عبادت په سره د معاش نه اخستل دي.
دا هغه لنډې څرګندونې وې چې د معاصرو فقهي مسائلو په ترڅ کې د مجلة البحوث رئیس له مونږ سره شریکې کړی وې، هیله ده چې ستاسې د پام وړ ګرځېدلی وي او یو څه ګټه مو ورڅخه پورته کړي وي.
(1): ددې مقالې اصلي عنوان دی: ((حُكم أخذ الأجرِ على أعمالِ القربِ )).
(2): مترجم
لیکنه: فضل الله ممتاز
ژباړه : محمدخالد ملکزی