د نېکمرغه کورنۍ د ژوند بنسټونه
هو، سمه ده چې د ميړه مسؤليتونه هم ټاکلي دي، او د ښځې مسؤليتونه هم معلوم دي، مګر صداقت او يو له بل سره مينه دا وېش له مينځه وړي او دواړه د يو بل مرستندويان ګرځوي. دا هغه څه دي چې کورني ژوند ته خوږوالی او ښايست وربخښي.
ژباړه: ډاکټر غنچه ګل ارمان
د واده پر اصلي معنی د پوهې نشتوالی، د ښځې او ميړه له حقونو څخه بې پروايي او د هغو کارونو چې کول يې اړين وي نه تر سره کول کورنی ژوند د ناکامۍ په لور ټېل وهي.
د قران کريم د ایتونو او د رسول الله د حديثونو له مطالعې څخه څرګنديږي چې د کورني ژوند د بریالیتوب او نېکمرغۍ لاملونه په لاندې ډول دي:
۱- مينه او خلوص:
په کار ده چې پر کورني ژوند د مينې، محبت، او خلوص اړيکې واکمنې وي ځکه چې له مينې خالي ژوند څه معنی نه لري. د ښځې او مېړه تر مینځ هغه اړيکې چې د نوي نسل د را مينځته کولو لامل ګرځي دواړه په يوه ګډ مسؤليت کې ښکېلوي.
په قران کريم کې یاد شوی مودة ځانګړې مينې ته ويل کيږي، نه هغې مينې ته چې لکه د زګ په څېر د اوبو پر سر تاويږي. اصلي مينه هغه مينه ده چې لکه د دریاب د څپو په څېر يې د اوبو له تله سرچينه اخيستې وي. له دې امله هغه جوړه چې د دغې ځانګړتيا لرونکې وي د الله د رحمت او رضا وړ ګرځي.
په کار ده چې ميړه او ښځه په خپلو مينځونو کې د تر ټولو نږدې ملګرو په څېر ژوند وکړي داسې چې د ژوند خوږې او ترخې دواړه سره وويشي او خپلې ستونزې په داسې توګه سره هوارې کړي چې يو د بل رازونه يې پکې خوندي ساتل شوي وي او يو د بل په غم غمجن وي. هغه جوړه چې دا باور پکې شتون و نه لري په حقيقت کې د خدای له رحمت څخه بې برخې ده.
۲- له يو بل سره مرسته:
د کورنۍ د نېکمرغه ژونده بل بنسټ په خپلمنځي همکارۍ او له يو بل سره په مرسته ولاړ دی. داسې چې مرسته به د دواړو له خوا وي، دواړه خواوې به د بلې غاړې د ستونزو د له مينځه وړلو له پاره تر وسه وسه زيار باسي او د اړتيا وړ خدمت به ور ته وړاندې کوي. هو، سمه ده چې د ميړه مسؤليتونه هم ټاکلي دي، او د ښځې مسؤليتونه هم معلوم دي، مګر صداقت او يو له بل سره مينه دا وېش له مينځه وړي او دواړه د يو بل مرستندويان ګرځوي. دا هغه څه دي چې کورني ژوند ته خوږوالی او ښايست وربخښي. دا هيڅکله هم انسانیت نه دی چې ښځه دې تل د نغري څنګ ته ګرمه نرمه ناسته وي او مېړه دې په واورو او يخنۍ کې کار کوي او يا يې عکس، يوازې په دې بهانه چې د هر چا وظيفه معلومه ده!
۳- تفاهم او خپلمنځي پوهاوی:
ګډ ژوند تفاهم او خپلمنځي پوهاوي ته اړتيا لري. يوه بل ته د لېوالتيا له شتون سره سره له بېلابېلو ذوقونو او مختلفو سلوکونو څخه سترګې نه شي پټېدای. دا هم منطقي نه ده چې په دې اړه يوه غاړه د تل له پاره پر بلې تېري کوونکې اوسي او د تل له پاره دې د يوې غاړې غوښتنې په پام کې نيول کيږي او د بلې پر غوښتنو دې سترګې پټيږي. بلکې طبيعي خو دا ده چې د دواړه غاړو تر مينځ دې يو ډول تفاهم او روغه جوړه موجوده وي چې دواړه لوري پکې د بل د ګټې له پاره له خپلو ځينو نظرياتو او غوښتنو تېر شي تر څو د دواړو تر مينځ د نظرياتو د بېلوالي له امله را مينځته شوې تشه ډکه شي او تر مينځ يې د هغه مينې پر ستنو ولاړ د دوستۍ پلونه وغځيږي چې ګډ ژوند يې غوښتنه کوي. تر څو چې د اسلامي شريعت له خوا کښل شوې کړۍ څخه د وتلو ګواښ موجود نه وي په کار نه ده چې يوه غاړه هم په دې برخه کې له بلې سره له کينې او تعصب څخه کار واخلي.
۴- د يووالي په لور هڅه:
ژوند تر ډېر بريده هندارې ته ورته دی، که لږ ګرد پرې ولويږي هم انځور پکې ناسم ښکاري. له دې کبله په کار ده چې دا هنداره د تل له پاره پاکه او سوچه وساتل شي. ګډ ژوند نږدېوالي او يووالي ته اړتيا لري، په دې اساس ښځې او ميړه ته په کار ده چې په کورنۍ فضا کې د ځان غوښتنې فکر او ضمير له مينځه يوسي. په کار ده چې پرېکړې په ګډ ډول وکړي او يو د بل د رأيې ملاتړ وکړي.
په هغه مسائلو کې چې بېلابېلې رأيې پکې را برسېره شي نو تر ټولو غوره حل لاره يې چوپتيا او زغم دی تر څو دواړه خواوې له دې وېرې چې د دوی تر مينځ شخړه به د دوی او د دوی د کوچنيانو له پاره ناوړه پايلې ولري، يوه ګډ حل ته ورسيږي.
۵- د يو بل د حقونو پر ځای کول:
په پای کې، په کورني ژوند کې د نېکمرغۍ له پاره تر ټولو کوچنۍ هڅه دا ده چې يو اړخ د بل حقونه پر ځای کړي او د يوه بل احترام وکړي.