د نړۍ لس تر ټولو ځيرک کسان

۱۰- سټيفن هاوکېنګ – Stephen Hawking

سټيقن هاوکېنګ يو انګليسي ساينس پوه دی. هغه په ۱۹۴۲ ز کال زېږېدلی او د ساينس په څانګه کې تخصص لري او د ۱۶۰ آی کيو په درلودلو يې د خپلو نظريو او څېړنو له کبله ستر نوم ګټلی دی. ښاغلی هاوکېنګ اوس مهال فلج دی ولې بيا هم د نسبيت او کوانتمي مکانيک له نظريو په ګټه اخستلو د ساينس او کايناتو د منځته راتلو په اړه څېړنې کوي.

۹- اندري ويلاس – Andrew Wiles

اندري ویلاس يو انګريز رياضي‌پوه دی چې په ۱۹۵۳ز کال په کمبرېج کې زېږېدلی دی. هغه په کمبرېج پوهنتون کې د څېړنو پروفیسور دی او د عددونو په تيورۍ کې تخصص لري. ښالی ويلاس د ۱۷۰ آی کيو په درلودلو سره د نړۍ د ځيرکو کسانو له ډلې يو دی. 

۸- پال ګارډنر الن – Paul Gardner Allen

پال الن يو امريکايي پانګوال، سوداګر او د بشري حقوقو ملاتړی دی. هغه په ۱۹۵۳ زېږديز کال په واشنګټن کې زېږېدلی دی. ښاغلی پال د بېل ګېټس ملګری او د مايکروسافټ کمپنۍ له بنسټ اېښودونکو څخه دی. د دې تر څنګ چې د نړۍ له ځيرکو کسانو څخه يو دی؛ د ټولې نړۍ په شتمنو کسانو کې هم يو پنځوسم ځای لري.

۷- جوډيټ پالګر –  Judith Polgar

جوډېټ پالګر په ۱۹۷۶ز کال کې په هنګري کې زېږېدلې او د سطرنج نړيواله اتله ده. هغې د سطرنج په تاريخ کې د سترې استادې نوم په ۱۵ کلنۍ کې ګټلی او د ۱۷۰ آي کيو په درلودلو يې د نړۍ د سطرنج نور اتلان مات کړي دي.

۶– ګري کاسپاروف – Garry Kasparov

ګري کاسپاروپ د نړۍ په کچه د سطرنج پخوانی اتل دی. هغه په ۱۹۶۳ز کال په پخواني شوروي کې زېږېدلی او اوس يې ليکوالۍ او سياست ته مخه کړې ده. ښاغلی کاسپاروف د ۱۹۰ آی کيو په درلودلو د نړۍ د لسو ځيرکو کسانو په ډله کې شپږم ځای لري.

۵- ريچارد روسنر – Richard Rosner

ريچارد روسنر په ۱۹۶۰ز کال کې په امريکا کې زېږېدلی او د ټلويزيوني خپرونو ليکونکی او جوړوونکی دی.

نوموړی د ۱۹۲ آی کيو په درلودلو ستر نوم ګټلی او د نړۍ له لسو ځيرکو کسانو يو دی.

۴- کيم اونګ يون – Kim Ung-Yong

کېم اونګ يون يو کوريايي سېول انجينیر دی چې په ۱۹۶۳ز کال کې زېږېدلی دی. هغه د شپږو مياشتو و چې په کوريايي ژبه يې روانې خبرې کولې او د ۱۴ کلو په عمر يې پېچلې ديفرانسيلونه او انتيګرالونه حلولای شول. ښاغلی يون د ۲۱۰ آی کيو په درلودلو سره د نړۍ له ځيرکو کسانو څخه يو دی او د ګينس ريکارډونو په نړيوال کتاب کې يې د بې ساري ماشوم په نوم ريکارډ خپل کړی دی.

۳- کرستوفر هيراتا- Christopher Hirata

کرستوفر هيراتا په ۱۹۸۲ز کال کې په مشيګان کې زېږدلی او ۲۲۵ آی کيو په درلودلو سره د نړۍ له لسو ځيرکو کسانو يو دی. هغه په شپاړس کلنۍ کې له ناسا سره د مريخ د تسخير لپاره ملګری شو او په ۲۲ کلنۍ کې يې دوکتورا تر لاسه کړه. دم مهال ښاغلی هيراتا د کليفورنيا د ټکنالوژۍ په انستيتيوت کې استاد دی.

۲- مريلين واس ساونت – Marilyn Vos Savant

مريلين واس ساونت په ۱۹۴۶ کال کې په امريکا کې زېږېدلې او د ۲۲۸ آی کيو په درلودلو يې د ګېنس د ريکارډونو په کتاب کې خپل نوم خوندي کړی دی. آغلې ساونت ليکواله، ويناواله او ډرامه ليکونکې ده. له ۱۹۸۶ کال راهيسي د پرېډ مجلې لپاره د (له مريلين وپوښتئ) تر سرليک لاندې ليکنې کوي او هر ډول پوښتنو ته پکې ځوابونه وايي.

ټرنس ټاو يو اسټراليايي – امريکايي رياضي‌پوه دی چې په ۱۹۷۵ز کال په امريکا کې زېږېدلی دی. ښاغلی ټاو د ۲۳۰ آی کيو په درلودلو د نړۍ په ځيرکو کسانو کې لومړی مقام لري. نوموړی دم مهال د ديفرانسيلي معادلو، هارمونيک اناليز، د ماتريکس ناببره تيوري، د عددونو تحليلي تيوري او د ګوديک رمزي تيورۍ په څېړنو بوخت دی.

Wasiclinic YouTube Channel


Subscribe to Our YouTube Channel

Subscribe

پوهنتون تعلیمي یوتیوب چینل


چینل سبسکرایب او شریک کړئ

Subscribe
Atomic Habits
Back to top button
واسع ویب