
د نړیوالو اړیکو او بین المللي سیاست ترمنځ توپير
بین المللي اړیکې په نړیوال ډګر کې د بین المللي لوبغاړو ترمنځ هر اړخیزې (سیاسي، اقتصادي، ټولنیزې، مذهبي، کلتوري، نظامي …) اړیکو او راکړه ورکړو ته شاملیږي. یانې بین المللي اړیکې د بین المللي لوبغاړو ترمنځ له هر اړخیزو اړیکو څخه بحث کوي.
بین المللي سیاست/ نړیوال سیاست د دولتونو ترمنځ د عمل او عکس العمل مجموعه ده یا په نړیواله کچه د هېوادونو ترمنځ سیاسي اړیکو ته نړیوال سیاست وايي. بین المللي سیاست د دولتونو په سیاسي کړنو پورې اړه لري چې په نړیواله کچه صورت نیسي.
په لنډه توګه ویلای شو چې د نړیوالو اړیکې سیاسي او غیر سیاسي اړیکو څخه عبارت دي او بین المللي سیاست د هېوادونو ترمنځ په سیاسي اړیکو ډېر فوکس کوي دارنګه نړیوالو اړیکو کې لوبغاړي هېوادونه، سازمانونه، وګړي، موسسات.. دي او د بین المللي سیاست لوبغاړي بیا یوازې دولتونه/ هېوادونه دي.
نړیوالې اړیکې د سیاستپوهنې یو له اصلي څانګې څخه ده چې نړیوال سیاست یې بیا یوه برخه ده. له هېره دې پاتې نه وي چې بهرنی سیاست او ډيپلوماسي بیا د نړیوال سیاست برخې دي.
ماخذونه:
۱- بلال، بدلون(۱۳۹۹). د نړیوالو اړیکو تاریخ، جلال اباد ښار، یار خپرندویه ټولنه.
۲- امله وال، شیر علم(۱۳۹۷). د نړیوالو اړیکو آرونه، جلال اباد ښار، مومند خپرندویه ټولنه.