د نړيوال سیاست او اړيکو د لوستنې تاريخچه او برداشتونه

نړيوال سیاست د لوستنې د يو خپلواک مضمون په توګه په ١٩١٩ز کال په والز WALES پوهنتون کې رامنځته شو، يانې هغه مهال چې دوه وړ استادان زيمرن Zimmern او وبسټر Webster د دې مضمون د استادانو په توګه وټاکل شول. نړيوال سياست يو ډېر خوځنده او غوړېدونکى مضمون دى. له ديپلوماټيک تاريخ څخه راپيل او ښکاره شو او خپلواک موقعيت يې ترلاسه کړ.

تامپسون د دې مضمون د پرمختګ مرحلې د تاريخي دورو پر بنسټ په څلورو مرحلو وېشي، چې عبارت دي له:
١- تاريخي – ډيپلوماټيکه دوره؛
٢- د دوديزو چارو او ورځنيو پېښو د لوستنې دوره؛
٣- د اصلاح غوښتنې دوره؛
٤- تيوريکي څېړنو ته د لاسرسي لپاره د هلو ځلو دوره؛
په دې برخه کې په کار ده چې پنځمه دوره هم د تيوريکي اختلافاتو د دورې په نوم اضافه شي.

١: تاريخي – ډيپلوماټيکه دوره

په دې برخه کې نړيوال سياست د ډيپلوماسۍ له تاريخ سره نږدې اړيکې لري. په دې دوره کې برداشت توصيفي وي، پېښه پېژندنه او تکرار يې په پام کې نيول کېږي، له لوستنې او څېړنې څخه د کُلي اصولو استنباط کېږي، واقعيتونو ته پام نه کېږي او هېرېږي. په دې دوره کې پوهان له ډيپلوماټيکو کنفرانسونو او پر راتلونکيو اقداماتو يې له اغېزو سره لېوالتيا لري. په دې ځاى کې ماضي د ټولنو او اشخاصو د حرکت مسير تعينوي، دا دوره تر لومړي نړيوال جنګ پورې دوام پيدا کوي، په دې دوره کې پوهان پر نړيوالو چلندونو د ټولنيزو واقعيتونو اغېز ښندنې په کشفولو پسې نه وي او نه هم د حال او راتلونکي لپاره تيوري ورکونه صورت نيسي.

٢: د دوديزو چارو او ورځنيو پېښو د لوستنې دوره

د لومړي نړيوال جنګ په دوران کې دغه مضمون د دوديزو چارو او ورځنيو پېښو پر لوستنې تاکيد درلود. په دې دوره کې د تېر او حاضر وخت ترمنځ د پيوستون جوړونې لپاره هڅه نه کېده. په پايله کې د نړيوال سياست د لوستنې لپاره تيوريکي چوکاټ وړاندې نه شو. په دې دوره کې د نړيوالو اړيکو يا په بل غوره عبارت د نړيوال سياست په مضمون کې څېړنه او لوستنه د هېڅ ډول ځانګړې ميتودولوژۍ درلودونکې نه وه او پر ډېرو پراخو مسايلو به څېړنه او لوستنه کېده.

٣: د اصلاح غوښتنې دوره

درېيمه دوره د نړيوالو اړيکو د بشپړتيا دوره ده. دا دوره په هغه مهال پورې اړوندېږي چې د ملتونو ټولنه رامنځته شوه او نړيوالې اړيکې د حقوقو او ياد سازمان په واسطه د بنسټ ايښودنې په حال کې وې. په لومړي سر کې باور پر دې و، چې د ملتونو ټولنه د بنسټونو د ځينو برخو په جوړولو سره په خپلواکه توګه خپل مسايل حلوي او په همدې سبب د ملتونو ټولنې د ځواکمنتيا په صورت کې به د جګړې لپاره هېڅ دليل نه وي. پوهان د نړيوالې ټولنې په اړه يو ايډياليسټي برداشت له ځانه سره لري، په دې دوره کې پوهان د نړيوال سياست د طبيعت او ماهيت له درک کولو سره لېوالتيا نه لري؛ بلکې زياتره د داسې بنسټونو د جوړېدو غوښتونکي دي چې د نړيوالو اړيکو بنسټ او بنياد کېږدي، په دې دوره کې پوهان خوشبين او احساسي وي او د نړيوالې زنده ګۍ واقعيتونه يې له ياده ايستي وي.

٤: تيوريکي څېړنو ته د لاسرسي لپاره د هلو ځلو دوره

د دويمې نړيوالې جګړې رامنځته کېدل د دې دورې پيل دى. په دې دوره کې هغه ځواکونه لوستل کېدل چې د دولتونو چلند ته يې شکل ورکاوه او په دې منځ کې درې بنسټيز عوامل د پاملرنې او ځيرنې وړ ول چې عبارت دي له:
– د هېوادونو پر بهرني سياست د اغېزناکو عواملو لوستنه؛
– د هېوادونو د بهرني سياست د تدوين او ايجاد د ډولونو لوستنه؛
– د نړيوالو شخړو پر حل د اغېزناکو عواملو لوستنه.
په دې دوره کې نړيوالې حادثې او پېښې په علمي بڼه تر شننې او تحليل لاندې راغلې او پوهانو د پديدو پر علمي لوستنې پيل وکړ. په دې دوره کې لاندې مهم بدلونونه پېښ شوي دي:
– ټکنالوژيکي بدلونونه؛
– په تدريجي توګه د استعمار له منځه تګ؛
– د نويو ارزښتونو او ايډيالوژيو پيدايښت؛
– د تيوريک نظم لپاره هڅې او غوښتنې؛
– د ملګرو ملتونو سازمان په اړه د نويو ليدلوريو وړاندې کېدل؛
– د سولې په اړه د اندېښنو ډېرېدل.

٥: نوې دوره (علمي اختلافات)

لکه څرنګه چې مخکې یادونه وشوه، د بېلابېلو حادثو او پېښو رامنځته کېدل د نړيوال سياست او نړيوالو اړيکو د لوستنې دورې يوې بلې نوې مرحلې ته ننه ايستې چې د اوج ټکى يې له دويم نړيوال جنګ نه وروسته دوره کې و. په دې دوره کې نړيوالو اړيکو د علمي والي په لور حرکت وکړ او د مورګانتا په څېر پوهانو نوې تيورۍ رامنځته کړې؛ خو دې دورې هم د نړيوالو اړيکو ستونزې د پديدو په تحليل کې په بشپړه توګه حل نه کړې او لامل يې هم د نړيوالو اړيکو پرمختيا او غوړېدنه وه. له همدې اړخه له دې علمي اختلافاتو څخه يوه نوې دوره راپيدا شوه چې هر اختلاف يې د نړيوالو اړيکو د پراخو واقعيتونو پر يوې برخې تاکيد درلود. په نوې دوره کې د نړيوالو اړيکو چوکاټ د ټيکنالوژۍ د محکم ځواک د کارېدنې په اغېز بدل شو او داخلي او بېروني ډلبندۍ، واحدونه او نور له سنتي حالت څخه راووتل او داسې نوې پروسه يي (مرحله يي) پايلې مطرح شوې چې د لوستنې اړتيا يې احساسېږي. په همدې سبب د ياد علم د لوستنې په حوزه کې بدلون رامنځته شوى او موضوعي سطحې يې هم وربدلې کړي دي او په دې برخه کې بايد موجوده اختلافونه هم بيان کړي.

٤: د نړيوالو اړيکو په لوستنه کې بېلابېل برداشتونه

د نړيوالو اړيکو له لوستنې او د دې مضمون موضوعاتو ته له کتنې څخه بېلابېل برداشتونه رامنځته کېږي چې تر ټولو مهم يې عبارت دي له:
– تاريخي او ډيپلوماټيک برداشتونه؛
– حقوقي او بنسټي (نهادي) برداشت؛
– سيسټمي برداشتونه؛
– د نړيوالې ټولنې برداشت؛
– د نړيوال سياسي اقتصاد برداشت؛
– رياليسټي برداشت؛
– آيډياليسټي برداشت؛
– نوى لېبرالي برداشت
– محيطي (چاپېريالي) برداشت.

١: تاريخي او ډيپلوماټيک برداشت

په دې ډول برداشت کې د ډيپلوماسۍ پر تاريخ تاکيد وي. د نړيوالو اړيکو منځپانګه له تاريخي پېښو څخه جوړه وي. په دې ځاى کې په پخوا وختونو کې د ډيپلوماتانو برياليتوب او ماتې او د يووالي او ټکرونو علتونه تر څېړنې لاندې نيول کېږي. دا چې تاريخ د پخوانۍ سوداګرۍ زېرمه ده؛ نو سياسيون هم د اقداماتو روش (تګلاره) د دغې زېرمې په راسپړلو سره زده کوي؛ ځکه خو زياتره د هېوادونو د ډيپلوماسۍ تاريخ په کې لوستل کېږي. د دې ډول برداشت نيمګړتيا د نظريو نه شتون دى. د نړيوال سياست زده کړيالان زياتره، د پخوانيو اثارو او پېښو د لوستنې پر ځاى، د اوسنيو ځواکونو په چوکاټ کې د تصميم نيونې او چنې وهلو له هنر زده کولو سره ډېره علاقه لري. ځکه شونې ده اوسمهال داسې نوې پېښې او مسايل رامخې ته شي، چې په پخوا وخت کې هېڅ سابقه ونه لري، تاريخ موږ ته يوازې د پخوا وختونو د لاسته راوړنو په هکله معلومات راکوي؛ خو د سياست او نړيوالو اړيکو دونيا ورځ تر بلې غوړېږي او نوي نوي مسايل په کې رامنځته کېږي.

۲: حقوقي، قانوني، بنسټي او سازماني برداشتونه

د نړيوالو اړيکو د حقوقي، قانوني، بنسټي او سازماني برداشتونو په اړه درې ډوله اصول شتون لري چې عبارت دي له: هابسي، کانتي او ګروسيوسي اصولو څخه. دغو اصولو ته پاملرنه د نړيوالو اړيکو او نړيوال سياست څېړونکيو سره په دقيق درک کې مرسته کوي.
د هابسي اصولو له مخې په نړيواله صحنه کې له ملي دولتونو څخه جوړ سيسټم د قوانينو د اجرا او تنفيذ لپاره د ګډو بنسټونو او اصولو لرونکى نه دى. ډيپلوماسي او جګړه د ملي ارمانونو د پرمخ وړلو اصلي وسايل دي. سياستوال او ډيپلوماتان د نړيوالو اړيکو د ډګر لوبغاړي دي او جګړه له نورو لارو څخه د ډيپلوماسۍ دوام دى. له بل اړخه کانتي اصول د ابدي او دوامدارې سولې طرحه د يو اخلاقي اصل په توګه چې بايد د عاقلو انسانانو د منښتې وړ وګرځي، وړانديزوي. دا وړانديز د دې باور پر بنسټ و چې د ملي دولتونو سيسټم کولاى شو چې پر يو پرمختللي سياسي نظم، يو جمهوري غوښتونکي اساسي قانون، له دولتونو څخه جوړ يو فدرال نظام او يو نړيوال تابعيت باندې بدل کړو او يوه نوې انساني ټولنه رامنځته کړو. د نوموړي له انده عاقلانه فکر کول او په واحدې بشري ټولنې پورې د انسانانو اخلاقي تړلتيا د ملي دولتونو د ځواکمنتيا لپاره يو دليل کېداى شي چې خپلې ګټې د نړيوالو حقوقو تابع کړي.

بالاخره ګروسيوسي سنت نړيوال سياست د دولتونو د ټولنې پر بنسټ تعريفوي. دا نظريه د هابسي نظريې پر خلاف ادعا لري چې دولتونه د ګلادیاتورانو په څېر د جګړې په ډګر کې په يو ساده کشمکش کې نه دي راګير؛ بلکې ګډ اصول او بنسټونه د هغوى له يو بل سره برخورد محدودوي. ګروسيوس د کانتي نظريې يا نړۍ پالنې _(Universalist) د هابس دا نظريه چې انسانان نه، بلکې حاکم دولتونه د نړيوال سياست اصلي لوبغاړي دي، مني. نړيوال سياست نه د دولتونو ترمنځ بشپړ اختلاف او نه هم د دوى ترمنځ د ګټو بشپړ يووالى دى. د نړيوال چلند لپاره ګروسيوسي تجويز دا دى چې ټول دولتونه په خپلمنځي اړيکو کې د هغو قواعدو او ټولنيز مسووليت پر رعايت مکلف دي، چې خپله يې رامنځته کړي دي. د کانتي نظريې پر خلاف دا نظريه د انسانانو د نړۍ شموله ټولنې پر ځاى د دولتونو د نظام پر رامخکې کولو حکم نه کوي؛ بلکې د ګډ ژوند د شرايطو او الزاماتو په منلو او له دولتونو څخه جوړې ټولنې کې پر همکارۍ دلالت کوي. په دې برخه کې پر دې باور دى چې د بنسټ جوړونې لپاره هڅه موخې ته د رسېدو لپاره ډاډمنه لاره ده.

٣: سيسټمي برداشت

سيسټمي برداشت د نوي علم د میتود پېژندنې يوه لاره ده چې د شلمې پېړۍ په پيل کې د علمي پېژندنې له بحران څخه د وتلو په هڅه کې راښکاره شوه. د سيسټمي برداشت ريښه په معاصرې تکنالوژۍ او ژوندپوهنې (زيست شناسۍ) پورې تړلې ده او د علومو لپاره د يو ډول علمي میتود د بنسټ ايښودنې دعوه لري. د سيسټمي برداشت څرک کولاى شو د سيسټمونو په عمومي تيورۍ کې وګورو.
په دې برخه کې د علومو لپاره د سيسټمي برداشت د پيل ټکى د سيسټم د کليت مفهوم دى چې دوه پايلې له ځانه سره لري، لومړۍ دا چې سيسټم د عناصرو مجموعه ده چې يو په بل کې مدغم شوي وي او د خپل اصل له مجموعې سره توپير ولري او دويمه دا چې سيسټمي شننه او تحليل موږ د سيسټم د عناصرو مفهوم ته رسوي او بالاخره دا چې د اجزاوو او افقي او عمودي جوړښتونو ترمنځ اړيکه او د رفتار کنټرول يې په موضوعاتو کې شمېرل کېږي. په هر حال نړيوالو اړيکو ته د علمي او سيسټمي ليدنې په صورت کې د نړيوالو اړيکو موضوع په سيسټمي چوکاټ کې او د نظم د عنصر پر بنسټ تعريف او بيانېږي.
د نړيوالو اړيکو سيسټمي موډل ته په پام سره، چې د دې څانګې د ماهيتي موخې بيانوونکى دى، بېلابېل موضوعات رامنځته کېږي چې د دې موضوعاتو بيان د اړيکو د ښه والي په خاطر له بنسټيزو اړتياوو څخه دى. اصلي موضوع د نظم پديده ده؛ خو دا موضوع په چوکاټي قالب کې عمل کوي چې په حقيقت کې يې عيني محيط ورته شکل ورکوي. په دې ترتيب يو تړلى بدلېدونکى دى چې په عيني محيط کې د شته وو خپلواکو بدلېدونکيو تر اغېز لاندې دى. ياد محيط يانې سيسټم له څلورو بنسټيزو پارامترونو څخه جوړ شوى چې عبارت دي له: واحدونه، متقابل غبرګونونه، قواعد او سرحدونه چې د درېوو مفاهيمو (جوړښت، پروسه او مجري) په قالب کې مفهوم اخلي، چې په مجموع کې د سيسټم جوړونې ته شکل ورکوي، دا اړخونه د سيسټم د ژوند پر مهال د بدلون په حال کې وي او پر همدې بنسټ په خپل بدلون سره د نړيوالو اړيکو عيني چاپېريال هم بدلوي. د سيسټم مهم ځواکونه چې معمولاً يې په اقتصادي، ټکنالوژيکي، هويتي او قدرتي ځواکونو باندې ډلبندي کولاى شو، د دغسې بدلون د رامنځته کولو دنده پر غاړه لري. د بدلونونو په رامنځته کېدو سره په نظم کې هم بدلون راځي چې پايله يې په مفهوم کې بدلون او د سيسټمونو په کنټرول کې بدلون کېږي چې په واسطه يې د نړيوالو اړيکو يوې بلې برخې ته شکل بښل کېږي.

په دې ترتيب پارامترونه، بدلېدونکي او موضوعات بېلابېل شکلونه اخلي چې نړيوالې اړيکې يې بايد ولولي. په عمومي توګه د نړيوالو اړيکو د علم او په دې برخه کې د وړاندې شويو تيوريانو ساحې ته په کتو سره په لومړي قدم کې د انسان ذهن ته ډېره پراګنده ساحه راولي؛ خو په سيسټمي موډل کې په پاتې کېدو سره د يادو شويو موضوعاتو په اړه انسان ته ذهني انسجام ورکوي. اوس شايد دا موضوع مطرح شي چې سيسټمي کتنه څه ډول نړيوالې اړيکې او موضوع يې يانې نظم ترسيموي؟ دې پوښتنې ته په ځواب کې ويلاى شو چې په لومړي قدم کې سيسټمي کتنه نړيوالې اړيکې او ټولې هغه پديدې او موضوعات چې په کې مطرح کېږي د يو سيسټم په توګه په نظر کې نيسي چې کولاى شو نړيوال سيسټم هم ورته ووايوو. دا سيسټم له دوو برخو تشکيل شوى دى، لومړۍ برخه به يې د سيسټم په داخلي طرحې پورې اړوند وي، د سيسټم جوړښت، پر سيسټم حاکم اصول او منطق او د سيسټم مراحل او هغه هم د فرعي سيسټمونو په کالب کې يا په تابعو سيسټمونو کې چې نړيوال سيسټم يې د يو کل په توګه تشکيل کړى دى او په نړيوالو اړيکو کې اصطلاحاً سيمې نومېږي. بالاخره د سيسټم د داخلي اجزاوو ترمنځ، هغه که فرعي سيسټمونه وي او که شکل جوړونکي واحدونه وي، متقابل پيوستون موجود دى. په دې ډول که د نړيوالو اړيکو موضوع نظم تصور شي، سيسټمي کتنه د کارکرده ګۍ چوکاټ د نظم د مفهوم د لومړني تحليلي جز په توګه د سيسټم په کالب کې بيانوي.

د نظم دويم جز به چلندي نمونې او د هغو شکل اخيستنه وي. په دې کالب کې سيسټمي کتنه چلندونه او د هغو د شکل اخيستنې علتونه له کلي منظره سيسټمي ګوري. په دې سيسټم کې ګڼ ځواکونه عمل کوي چې له اقتصاد، ټکنالوژي، قدرت، هويت او … څخه عبارت دي. دا ځواکونه کولاى شي نوې پايلې او جوړښتونه رامنځته کړي او په بل عبارت په سيسټمي محيطونو کې د ټکرونو او همکاريو د رامنځته کېدا سبب کېږي. محيط شونې ده په مطلقې لاسته راوړنې ولاړ وي لکه (د ټکر نه شتون او د واحد د پرمختګ او ترقۍ مهموالى او د نورو پرمختګ ته نه پاملرنه) او يا هم شونې ده چې محيط پر نسبي لاسته راوړنو ولاړ وي لکه (ټکر او په لوبه کې د نورو د لاسته راوړنو ميزان ته په پاملرنې سره) او د همدې محيط پر بنسټ کارګزاران شننه او تحليل کوي او اقدام کوي.

بالاخره د نظم درېيم جز د رفتاري نمونو ترتيبول دي چې په سيسټمي کتنه کې د کنټرولي سيسټمونو په قالب کې تر څېړنې لاندې نيول کېږي. له دې منظره ټول سيسټمونه پر دوو برخو کنټرولوونکو او کنټرولېدونکو وېشل کېږي. کنټرولوونکي سيسټمونه د ځانګړيو موډلونو، موخو او قواعدو درلودونکي وي او د موضوعي سطحې او اړتياوو پر بنسټ بېلابېلې کنټرولي سطحې کاروي. په دې ترتيب په کلي توګه سيسټمي کتنه نړيوالې اړيکې د موضوع په کالب کې يې يانې نظم په ځانګړې بڼه ترتيبوي او ترسيموي.

لیکنه: –

 

 

your ads

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe



ترنم یوتیوب چینل

نوې ویدیو هره ورځ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ
wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب