د نن کار سبا ته مه سپاره

د افرادو او پرګنو د ذلت او وروسته پاتې کېدو د لاملونوله جملې څخه يو عمده لامل داهم دی چې د نن ورځې کار سبا ته سپاري .
ځينې يې د کسالت او تنبدلۍ له کبله دنن ورځې کارسباته سپاري او ځينې نوريې بيا له تدريج څخه دغلطې معنا اخستلو له مخې دنن ورځې کار راتلونکې ته سپاري، افراد او پرګنې بايد له دې دواړه ډوله مصيبتونو څخه ځان وژغوري،له تمبلۍ اوکسالت څخه دې لاس واخلي اوپه همدې توګه دې له تدريج څخه په غلطه معنااخستلو خپل ځان ته توکه نه ورکوي،رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايلي دي: اغتنم خمسا قبل خمس: شبابك قبل هرمك وصحتك قبل سقمك:وغناك قبل فقرك:وفراغك قبل شغلك:و حياتك قبل موتك:رواه البيهقي في شعب الايمان (اسناده صحيح قاله الالباني)
پنځه شيان له نورو پنځوشيانو د راتګ څخه مخكې غنيمت وګڼه.

ځواني مخكې له زوړوالي، صحت مخكې له ناروغې، بډايې مخكې له نيستې، فارغ وخت مخكې له مشغوليدو او ژوند مخكې له مرګ څخه اوعبدالله بن عمر فرمايلي دي:
إذا أصبحت فلا تنتظر المساء و إذا أمسيت فلا تنتظر الصباح و خذ من حسناتك لمساوئك
کله چې در باندې سبا شو نو دبېګا انتظار مه کوه اوکله چې درباندې بېګا شو د سبا انتظار مه کوه اود خپلو بديو له کبله نيکي وکړه.

داسې فکر وکړه چې زما ژوندهمدا يوه ورځ دی،تېره ورځ خو ياله شر سره درڅخه تېره شوې ده او ياپه خير سره،له هغې څخه خوبې غمه شوی يې اوسبا خو لا راغلی نه دی او بله داچې ته څه پوهېږې چې تر سبا ژوندی پاتې کيږې اوکه نه؟ بل پلو ته د سبا ورځې لپاره خپل کارونه او دندې ستا پرغاړه دي،نوله همدې کبله ته به په دغه ورځ کې دپرونۍ ورځې کار ترسره کوې اوکه د نن ورځې؟ کوښښ وکړه چې هر کار په وخت اوپه موقع باندې ترسره کړې.

کله چې درباندې سباشو داسې وګڼه چې زه به همدا نن ژوندی يم اوبس،نوله همدې کبله به زه دخپل رب په طاعت او بندګۍ کې شپه او ورځ کوښښ کوم،خپل لمونځونه به په ښه توګه اداء کوم اوله نوافلو څخه به هم دخپل اوږده سفرلپاره يو څه توښه له ځان سره اخلم،قرانکريم به له خپلې مخې څخه نه لرې کوم،نور ديني کتابونه او ګټورشيان به زده کوم اوخپلې ټولنې دندې به سرته رسوم او داسې وانګېره چې زه همدا يوه ورځ عمر لرم،نوله همدې کبله به زه نورو ته ګټه رسوم،له نورو سره به نېکه رويه کوم،دمريضانو پوښتنه به کوم،دمسلمان ورور جنازې ته به ورځم،فقيرانو سره به مرسته کوم،له غم ځپلي سره به خواخوږي کوم،دمظلوم په څنګ کې به دريږم،دعالمانو اومشرانو به اکرام کوم او په کشرانوبه دشفقت لاس راکاږم.
داسې فکر وکړه چې تېر به هېروم اوپه بدو به توبه ګار کېږم، مستقبل ته به داسې خطاب کوم:چې ته لاپه عالم غيب کې يې،زه له سره خيالونو سره تعامل ته تيارنه يم او زه خپل نفس په اوهاموباندې نه پلورم،ځکه چې راتلونکې تر اوسه له سره وجود نلري،زه په همدې نن ورځې اهتمام کوم اوخپل ټول مسؤليتونه او دندې په همدې ورځ کې تر سره کوم.

مسلمانه وروره!که نېکمرغي غواړې نوهمدادې ورځ ده،دسبا ورځې انتظارمه کوه،ته چې په موجوده ورځ چې ته پکې په يقيني توګه موجود يې اوته هرڅه پکې ترسره کولای شي،بياهم د تمبلۍ له کبله پکې خپلې دندې اومسؤليتونه نه ترسره کوې،نوبله ورځ چې له سره لا وجود نه لري څه اعتبار دی چې ته به پکې خپل مسؤليتونه ترسره کړې،داکار په حقيقت کې خپل ځان ته دوکه اوفريب ورکول دي او له نفس اوشيطان سره همکاري او مرسته ده.

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe



ترنم یوتیوب چینل

نوې ویدیو هره ورځ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب