د نظام تغیرولو پالیسي
کله چې د یو هیواد حکومت د بل هیواد په خلاف کیږی، یا د هغې په بلاک کې نه شاملیږي، نو هغه هیواد په بل هیواد کې د نظام تغیرولو پالیسې پرمخ وړې. ځکه د همدې هیواد ګټې خوندې نه وی، کله چې ددې هیواد ګټې په خطر کې شي، نو همدا هیواد په هغه بل هیواد کې رهبريت یا ټول حکومت له مینځه وړلو هڅې کوی، تر څو د خپلو ګټو لپاره په خپله خوښه حکومت رامینځته کړي. د نظام تغیرولو پالیسي په دوه مواردو راڅرخې، یا په هیواد کې رهبریت بدلون مومې یا به حکومت تغیر کوی. ددې ښه مثال امریکا یادولې شو، امریکا په اوسنې نړیوال سیاست کې ځان هیژامینیک بولې، نو ددې لپاره چې خپل شان او شوکت وساتې، د نظام تغیرولو پالیسې څخه کار اخلي. چې په عراق، افغانستان، لیببا، سوریه او داسې نورو هیوادونو کې یې په خپله خوښه حکومتونه او رهبریت له مینځه وړې دی.
د دوهم نړیوال جنګ وروسته د امریکا او شوروی اتحاد ترمینځ سړه جګړه پیل شوه، په هغه وخت کې د نړۍ دوه ستر قدرتونه امریکا او شوروی اتحاد ول، چې په ۱۹۹۱ م کال کې د شوروی اتحاد ړنګیدو سره سړه جګړه پای ته ورسیده، چې د سړې جګړي په جریان کې ۸۱ ځلې امریکا په مختلفو هیوادونو کې لاس وهنه کړي ده، چې دا لاسوهنه د انتخاباتو له مخې، جنګ، حملو، د ترویزم خلاف مبارزه او په نورو لارو ترسره شوی ده. ددې معنا دا ده چې د نظام تغیرولو پالیسې واقعې د امریکا پالیسې ده، چې په ټوله نړۍ کې امریکا خپل مخالفین له مینځه وړلو لپاره پرمخ وړی ده، او په زیاتو کې یې کامیابې ترلاسه کړی ده. امریکا ددې پالیسې تر شاه د خپلې هیژامونۍ، خپل قدرت، کپټالیزم او ملي ګټو د خوندې ساتلو لپاره په ۵۵ کلنه سړه جګړه کې د شوروی اتحاد سره بوخته وه.
د ډومینو تیوري یوه جیو پولیټیکل تیوري ده چې په متحده ایالاتو کې له ۱۹۵۰ م کال څخه تر ۱۹۸۰ م کال کلونو پورې مشهوره وه، د ډومینو تیوري د سړې جګړې پرمهال د متحده ایالاتو د پرله پسې هڅو، په ټوله نړۍ کې د امریکا د مداخلې اړتیا توجیه کولو لپاره کارول شوې وه، البته امریکا د شوری اتحاد له مینځه وړلو لپاره د ډومینو تیوري وکاروله. ددې تیوری له مخې امریکا لومړی کوچنې هیوادونو کې د کمونیزم اساس ړنګ کړ، او بیا شوری اتحاد په پخپله ړنګیدو ته جوړ شو، ددې تیوری مفهوم دا دې چې د یو نظام چپه کیدو لپاره باید اول په کوچینو برخو کې د تغیر پالیسې اختیار شي، هره برخه ورو ورو تر اغیز لاندې راشي، چې امریکا له همدې تیوري په استفادې سره د شوروی اتحاد ړنګیدو کې د نظام تغیرولو پالیسې وکاروله. په افغانستان کې د جمهوریت ړنګیدو کې هم د نظام تغیرولو پالیسې وه، چې په لومړیو کې ولسوالۍ او بیا ولایتونه تر دې چې پایتخت یا جمهوریت هم سقوط وکړ.
د نظام تغیرولو پالیسې وجه دا ده، چې د خپلو ملي ګټو لپاره په بل هیواد کې حکومت له مینځه وړل او د خپلې خوښې حکومت رامینځته کول تر څو د یاد هیواد ګټې خوندي کړی، چې امریکا د خپلو ګټو لپاره په عراق، افغانستان، سوریه او لیبیا کې حکومتونه تغیر کړل.
د نظام تغیرولو پالیسې کې بله مسله د نړیوال پولیتیکل کلچر دی، نړیوال پولیتیکل کلچر په دې معنا چې په سیاسې نړۍ کې قدرتمند کیدل يکار دی، او خپل قدرت نورو ته ښودل اړینه خبره ده. چې له همدې وجه نه هیوادونه لګیا دي، په دې برخه کې خپل ځان بسیا کوی، او په سیاسې نړۍ کې ځان قدرتمند کوی، لکه امریکا چې په مختلفو هیوادونو کې خپل قدرت وښوده، د یوکراین سره د روس جګړه دا ښايي چې روس د پولیتیکل کلچر په اساس روان دی.
د دوهم نړیوال جنګ څخه وروسته په نړیوال سیاست کې قدرت له دوه قطبونو امریکا او شوروی اتحاد سره وه، چې د شوروی اتحاد له ړنګیدو سره، نړیوال سیاست د امریکا په خوښه روان دی، چې سیاسي قدرت یو قطبه حالت اختیار کړی.
د سړې جګړي او بلاک سیاست له وجې نه امریکا ددې په هڅه کې شوه چې د نظام تغیر پالیسې غوره کړی، او په هغه هیوادونو کې حکومتونه تغیر کړی کوم چې د امریکا په خلاف وی او په بلاک کې شامل نه وی. ځکه امریکا نه غوښتل چې شوروی اتحاد د نړۍ ستر قدرت شي او د نړۍ سیاست د شوروی اتحاد په خوښه دوام پیدا کړی.
د نړۍ امنیت ټولو هیوادونو ته مهم دي، او کله چې په کوم هیواد کې بې امنې وی، نو په دې وجې یو هیواد د خپل امنیت لپاره په بل هغه هیواد کې لاسوهنه کوی له کوم هیواد څخه چې د خطر ویره لري، که مداخلت ونه کړی، ددې هیواد مخالف قدرتونه په هغه هیواد کې مداخلت کوی. امریکا د سپټمبر یوولسمې پيښې را وروسته په عراق او افغانستان کې د ترهګرۍ پروړاندې مبارزي وکړه، ددې په خاطر چې امریکا ته ګواښ متوجې و، خو برعکس ددې وجه د چین او روس څخه خطر متوجي کیدل هم ول.
د بلاکونو او نړیوال اتحادونو رامینځته کیدل ددې سبب شول، چې نړبوال سیاست په مختلفو برخو وویشل شي، نو ددې لپاره چې سترقدرتونه هیوادونه په خپل بلاک کې شامل کړي، او هغه هیوادونه چې د بلاک حصه نه کیږي، نو ښکاره خبره ده، چې د نظام تغیریدلو پالیسې کارول کیږي.
که د ناټو خبره وکړو، چې د امریکا لخوا د نړیوال امنیت په خاطر رامینځته شو، ځکه امریکا نړۍ ته ښایي چې زه د امن لپاره کار کوم، په نړۍ کې د امینت راوستلو لپاره لګیا یم. که د عراق مسله راواخلو نو امریکا به ویل چې د اتومي وسلې د ختمولو لپاره په عراق کې مداخلت کوم، ځکه که عراق پریښودل شي، په اسرایلو حمله کوی، او د دنیا نظم خرابوی. که د افغانستان مسله راواخلو امریکا به ویل چې د ترهګرۍ خلاف جنګیږو، چې د نړۍ نظم یې خراب کړی او د سپټمبر یوولسمه یې ښکاره ثبوت دی. د روس او یوکراین کې نړۍ ته دا ښایي چې روس د نړۍ نظم خرابوی او یوکراین کې یې بحران رامینځته کړ.
د ۱۹۹۱ م کال څخه وروسته چې کله شوروی اتحاد ړنګ شو نو سړه جګړه پاي ته ورسیده، او له دې سره څنګ کې نوی سړه جګړه د امریکا او چین ترمینځ پیل شوه، بلکې دا جګړه د سړې جګړی په شان نه وه، دا نوی سړه جګړه د اقتصادي ګټو په خاطر روانه ده، هغه هیوادونه چې چین سره ښې اړیکې لري ، هغه د امریکا خلاف او هغه هیوادونه چې د چین سره خلاف دي، د امریکا سره ښې اړیکې لری، ښه مثال یې د پاکستان او هندوستان دی. نو د نظام تغیریدلو پالیسي کې یو هم د بلاک سیاست وه، چې دلته څرګنده شوه، چې په نوی سړه جګړه کې بلاک سیاست جریان لری.
امریکا ددې لپاره چې په نړۍ کې ځان هیژمینک بولې او په دې هڅه کې دی، چې تر څو په نړۍ کې خپل کلچر انټرسټ ته انکشاف ورکړی. د وارسا تړون، کواډ ، اکووس، ناټو اتحاد او دې درته نور ټول اتحادونه صرف اوصرف ددې لپاره دی، تر څو خپلې ګټې خوندي کړي. په افغانستان کې د سړې جګړي په دوران کې د شوروی اتحاد انکشاف په افغانستان کې ددې سبب شو چې د امریکا لخوا د نظام تغیریدلو پالیسي وکاریدله، د شوروی اتحاد متحدین په افغانستان کې یو بل پسې له مینځه لاړل، تر دې چې شوروی اتحاد ړنګ شو، د ډاکټر نجیب اعدام ، د مجاهدینو خپل مینځي جګړي، د طالبانو اول ځل سقوط او بیا د جمهوریت سقوط د طالبانو دوهم ځل واک ته رسیدل، ددې پالیسۍ ښه مثالونه په افغانستان کې دي، د اسلامي امارت اړیکې د چین او روس سره ددې احتمال لری چې د افغانستان نوی حکومت د امریکا د ملي ګټو په زیان اووسې، د ټرمپ څرګندونې چې امریکا یو ځل بیا افغانستان ته د تللو اراده کړی ده، ددې پالیسې هدف بیانوی.