د نشه يي توكو كاركوونكي د بې ګناه انسانانو وژونكي
كه د اسلام د سپېڅلي دين لارښوونكو او احكامو ته ځير شو، دا به روښانه شي، چې د نېشه يي توكو پر ضد مبارزه كې د ټولو اديانو او نظامونو په سر كې ځاى لري، دا ځكه چې نوموړى دين هر هغه چا ته چې د نېشه يي توكو په كارولو او دودولو كې لاس لري، د نورو اسماني اديانو په پرتله درنې سزاګاني ټاكلې دي. اسلام د هر هغه استعال په اړه چې د انسان په جسمي، اقتصادي، او ټولنيزو اخلاقو باندې ناوړه اغېزه لري حرام يې بولي او دې كار ته په لاس اچولو سره په خپله خوښه ځان د هلاكت كندې ته غورځوي. پاك خداى (ج) د قرآن عظيم الشان د بقرې سورت په ۱۹۵ ايت كې داسې فرمايي، ((ولاتلقوبايدكم الي التهلكةُ))
ژباړه: د هلاكت كندې ته په خپل لاس ځانونه مه اچوى. پاك خداى (ج) فرمايي د الاعراف سورت په ۱۵۷ نمبر ايت كې لوى څښتن (ج) فرمايي، ((و يحل لهم الطيبات و يحرم عليهم الخبائث))
ژباړه: روا شوي دي د دوى لپاره پاك څيزونه او حرام شوي دي پر دوى باندې ناپاك څيزونه نو نېشه يي توكي چې د كارولو له كبله انساني ټولنه د بېلابېلو جسماني، اقتصادي او ټولنيزو اخلاقي ستونزو ښكار كېږي خبايث او ناپاكي و نه ګڼو نو څه شى به خبايث او ناپاكي بولو؟
ځينې علماء كرام هغه كسان چې د نېشه يي توكو كار كوي د قران كريم د دغه حكم لاندي وړګڼي.
الله (ج) فرمايي: ((انما جزالذين يحاربون الله ورسوله و يسمعون فى الارض فساد ان يقتلو و يصلبو او يقطع ايديهم و ارجلهم من خلاف او ينفو من الارض ذالك لهم خزيي فى الدنيا و لهم فى الاخرة غذاب عظيم. سورة المايده ۳۳ ايت.
ژباړه: په تحقيق سره د هغو كسانو چې خداى (ج) او د هغه له پيغمبر (ص) سره جګړه كوي او د ځمكې پر سر د فساد په خپرولو كې هڅه كوي سزا يي وژل، په دار ځړول، د مخالف لاس او پښې پرېكول يا غوڅول، چې پښه يعنې ښى لاس يا ښۍ پښه يا چپ لاس او شړل تبعيد دا د دوى لپاره د شرم ځاى دى او په اخرت كې به لويه سزا وركول كېږي، د حضرت ام السلمه (رض) څخه په يوه حديث كې راغلي دي، چې نبي (عليه السلام) د هر هغه شي كارول منعه كړي، چې په جسم كې د سستي او بېهوښۍ د را منځ ته كېدو لامل ګرځي، د اسلام ستر لارښود جناب رسو ل الله (ص) فرمايي، ((كل مسكر خمر و كل خمر حرام.)) مسلم.
ژباړه: هر نېشه راوستونكى شى شراب دي او هر ډول شراب حرام دي. د دې مبارك حديث شريف په رڼا كې د نېشه يي توكو حراموالى د قياس له مخې چې د حنفي مذهب د قران عظيم الشان نبوي حديثو او د امت له قياس څخه وروسته څلورم اصل شمېرل كېږي، ښه پېژندلاي شو، ځكه چې هر كله د يو شي د روا والي او حرام والي په اړه كوم نص (شرعي دليل) موجود نه وي په دغه وخت كې قياس ته رجوع كوي يوه ضروري او حتمي خبره ده، لكه څنګه چې د شرابو څښلو د حراموالي له امله د نشې راوستل دي، نو د هر هغه شي كارول، چې په انسانانو باندې د نېشې راوستلو لامل ګرځي هم حرام بلل كېږي، ځكه د حرموالي لامل يې مشترك دى چې هغه هم دغه د نېشې راوستل دي. جناب رسول الله (ص) فرمايي (ما اسكر كثير فقليله حرام)
ژباړه: د هر هغه څيز چې زياته اندازه يې د نشې لامل ګرځي د هغه د لږ اندازې كارول هم حرام دي، دا مبارك حديث هغه نظر ردوي چې د نېشه يي توكو ډېره اندازه كارول حرام دي او لږ اندازه يې حرام نه بولي.
د څلورو مذهبونو فقهاؤ د طبعي او مصنوعي د نېشه يي توكو كښت، توليد، پلورل، رانيول، په اجماع سره حرام ګڼلي دي. د نېشه يي توكو كاركوونكي هم د دغه ناوړه بوټو په قاچاق او توليد سره، د ځمكي پر مخ فساد خپروي، دوى د خپلو مادي ګټو لپاره د انسانانو په سرونو لوبې كوي، دوى د نېشه يي توكو له لارې بې ګناه انسانان د تباهۍ كندې ته اچوي او حتى زياتره په نېشه يي توكو اخته كسان په خورا ناشوني مرګ سره مري. نو د نېشه يي توكو قاچاق وړونكو سزا هم بايد د هغه چا له سزاسره برابره وي، كوم چې د وسلې د كارولو په وسيلې سره بې ګناه انسانان وژني.