د نباتاتو وده او رشد څه ته وايي؟
وده او رشد
آیا وده او رشد توپیر لري؟
دلته د رشد او ودې د دقیقې پیژندنې سره اشنا کیږو.
رشد:
د رشد په عملیه کې ټولې هغه پېښې شاملې دي چې په هغې کې یو کامل ژوندي موجود منځته راځي. د یو ژوندي موجود د جوړوونکو برخو غټیدل یا مخکینیو برخو ته ورته برخو منځته راتګ، لکه په نبات کې د ساقې یا ریښو د اوږدوالي زیاتیدل یا د نوو پاڼو، ساقو او رېښو نوې برخې پیدل کیدل دا ټول د رشد په پېښو کې شامل دي چې په نباتاتو کې په دوه ډوله سرته رسیږي. یو د حجرو زیاتوالی چې د حجروي ویش په واسطه صورت نیسي او بل د حجرو د حجم زیاتوالی چې بیا لومړني حالت ته نه راګرځي خو د اوبو د جذب په واسطه د نبات پړسیدل په رشد کې ن راځي، ځکه چې د اوبو د دفع څخه وروسته بیا خپل لومړني حال ته راګرځي. په نباتاتو کې رشد د مریستم به نامه ځانګړو حجرو پورې اړه لري چې مریستم د نبات به ځانګړو سیمو کې شتون لري. هغه مریستم چې فعالیت یې د نبات د لومړني جوړښت سبب کېږي، د لومړني مریستم په نوم یادیږي چې د ساقې او ریښې په څوکو کې ځای لري، په ټولو نباتاتو کې موجود دي. بل هغه مریستم چې فعالیت یې د نبات د قطر د رشد او جوړښت سبب کیږي د ثانوي مریستم په نامه یادیږي. دغه مریستم په استوانه یي ډول د نبات په ریشه او ساقه کې منځته راځي چې د فعالیت له رشد څخه یې د نبات د قطر رشد صورت نیسي او ضخامت پیدا کوي چې په څو کلنو نباتاتو کې زیات لیدل کیږي.
په نباتاتو کې وده
یعنې د ژوند له یو پړاو څخه تیریدل او بل پړاو ته ننوتل دي چې په هغې کې نوې برخې منځته راځي.
په نباتاتو کې د ودې فعالیتونه د حیواناتو په شان د جینونو په واسطه کنترول او تنظیمیږي خو حیواني او نباتي کنترولوونکي فعالیتونه یو شان نه دي. په حیواناتو کې د ځینو نسجونو د ودې په سرته رسیدو سره سم کنترول کوونکي هم غیر فعالیږي. خو په نباتاتو کې د ودې کنترولونکي جینونه داېمي فعالیت لري او د مریستم حجرې به دوامداره ډول د ویش په واسطه نوې حجرې منځته راوړي په دې ترتیب وده د نبات د عمر په اوږدو کې دوام پیدا کوي او وده له رشد سره یو ځای سرته رسیږي.
په نباتاتو کې د ودې او رشد تنظیم
په نباتاتو کې رشد د نورو ژوندیو موجوداتو په شان په دوو طریقو صورت نیسي یو د حجرو ویش او بل د حجرو د څنګونو زیاتوالي په واسطه. نباتات د رشد د لازمو موادو د برابرولو لپاره د چاپیریال خامو موادو ته اړتیا لري. څرنګه چې نباتات د ضیايي ترکیب په پړاو کې د ودې او رشد لپاره د اړتیا وړ ټول کاربوهایدریتونه برابروي او دې عملیې د سرته رسولو لپاره د دوه خامو مادو لکه اوبه او کاربن دای اکساید ته اړیتا لري . همدارنګه نباتات د حیواناتو په شان د حجروي تنفس لپاره اکسیجن ته اړتیا لري. که څه هم دنباتاتو شنې برخې ضیايي ترکیب په عملینه کې اکسیجن تولیدوي، خو د پاڼو او ساقو د ګټې اخیستنی وړ اکسیجن زیاته برخه له هوا څخه برابروي. رېښې خپل د اړتیا وړاکیسجن د خاورو د ذرو په منځ کې له فضا څخه اخلي.
د رشد حرکت: نباتات ژوندي ساکن موجودات دي، له یو ځای څخه بل ځې ته حرکت نشي کولی خو د نباتاتو ځینې غړي کولی شي د خاصو محرکونو په ځواب کې عکس العمل ښکاره کړي، لکه د رشد حرکت، پړسوب او نور. په نباتاتو کې دوه ډوله رشد حرکت تشخیص شوی دی چې په لاندې ډول دي.
الف- ناستیک حرکتونه: د بهرني محرکونو په واسطه منځته راځي. نبات کوم خاص پلو ته عکس العمل نه ښکاره کوي، بلکې هر طرف وي، مثلا د مموزا نبات د پاڼو ناڅاپي غور ځیدل د تماس په واسطه. په دې ډول حرکت کې د نبات رشد شامل نه دی، بلکې برعکس د بهرنیو محرکونو په واسطه منځته راځي.
ب: تروپیزم: ځینې نباتات د چاپیریال محرکونو ته د ودې له لارې ځانګړو خواوو ته عکس العمل ښکاره کوي. دمحرک په طرف دیو نبات مېلان د تروپيزوم په نامه یادیږي.
تروپیزم د بهرني محرک به مقابل کې د یو نبات له عکس العمل څځه عبارت دی چې دی یو ځانګړي سمت یا طرف څخه عمل کوي. د نبات وده د محرک د جهت په طرف وي، مثلا د ريښو وده د ځمکې یا اوبو په طرف وي.
تروپیزم یا مثبت وي یا منفي وي، مثلا د نبات وده د محرک په طرف د مثبت تروپیزم څخه عبارت دی او په مخالف سمت وده منفي تروپیزم دی. تروپیزم د رشد د بېلا بېلو محرکونو له مخې په لاندې ډول دی.