د مړي په مال کې د هغه پر ځای د حج کولو حکم
څه موده وړاندې زما د خپلو خپلوانو څخه یو تن وفات شو؛ نو آیا اوس دا زما لپاره روا دي چې زه د هغه له مال څخه وکالتاً د هغه لپاره د حج فریضه تر سره کړم؟
جواب:
په دې اړه زمونږ فقهي ائمه مختلف نظریات لري چې دلته د هغوی ګڼ شمېر نظریات په لنډه توګه له تاسو درنو لوستونکو سره شریکوو.
د امام شافعي او امام احمد بن حنبل (رحمهما الله) نظر:
د امام شافعي او امام احمد بن حنبل (رحمهما الله) په مذهب کې په دې اړه نظر دادی چې:
که چېرې یو مسلمان په داسې حال کې وفات شي چې د حج فریضه ترېنه پاتې شوې وي او مال او شتمني هم ولري [که څه هم چې اصلي لامل یې کسالت (تنبلي) یا کوم بل داسې لامل وي]؛ نو په دې صورت کې که څه هم چې وصیت یې کړی وي یا یې نه وی کړی، دا پرې فرض ده چې د هغه پر ځای د هغه د خپلو خپلوانو څخه یو بل تن د حج فریضه ترسره کړي [او دا ځکه چې مرګ د حج د فریضې د ساقطېدلو لامل نشي کېدلی. شاید تاسې ته دا خبره څرګنده وي چې قرض په مرګ سره نشي ساقطېدلی؛ نو د حج فریضه هم په مړینې سره نشي ساقطېدلی].
د امام ابوحنیفه او امام مالک (رحمهما الله) نظر:
بل لوري ته بیا زمونږ دوه نور فقهي امامان لکه امام ابوحنیفه او امام مالک (رحمهما الله) په دې اړه بیا جلا نظر لري او وايي چې: د مُتوفی (مړي) پر ځای حج ته تلل کوم فرضي عمل نه دی، (بلکه یو تطوُّعي او نفلي عمل دی) مګر دا چې که چېرې هغه پخپله د خپلې مړینې څخه وړاندی په دې اړه همداسې وصیت کړی وی[نو بیا په دې صورت کې د هغه پر ځای د حج تر سره کول سم او یو نفلي عمل ګڼل کېدلی شي].
البته دلته دا خبره هم د یادولو وړ ده چې: په پورتنیو دوو ډلو کې لومړۍ ډله چې د متوفی لپاره حج دفریضې تر سره کول لازم او واجب بولي، (لکه امام شافعي او امام احمد بن حنبل (رحمهما الله)، دوی دا لاندې مبارک حدیث د دلیل په توګه سره وړاندې کوي:
د حضرت ابن عباس ـ رضي الله عنهما ــ څخه په یو روایت شوي مبارک حدیث کې راغلي دي چې: یو ځل د جُهینه د سیمې څخه یوه مېرمن نبي کریم ــ صلی الله علیه وسلم ــ ته راغله او ورته یې وویل: زما مور نذر کړی ؤ چې هغه به د حج فریضه تر سره کوي؛ خو داسې یې ونشوای کولای، تر دې پوری چې وفات شوله؛ نو آیا زه اوس د هغې پر ځای د حج فریضه ترسره کړم؟ وې وفرمایل:
هو، ته د هغې پر ځای حج ته ولاړه شه، ستا څه نظر دی، که چېرې ستاسې پر والدې باندی (د یو چا قرض وای)؛ نو آیا تا به د هغې قرض (نه) آداء کاوه؟
نو تاسې د الله تعالی ــ جلت عظمته ــ حق آداء کړئ؛ ځکه لوی څښتن تعالی تر ټولو زیات ددې حق داره دی چې حق یې آداء او د هغه سره وفا وشي.