د مومن د پیژندلو ۲۵ نښانې

 ۱- د الله ج د دین د ساتلو غیرت او احساس ور سره وی
۲- همیشه د ځمکی، اسمان او د الله تعالی د مخلوقاتو په اړه فکر، سوچ او تدبرکوی
۳- عقل یی پوره وی
۴- زړه یی پاک وی
۵- خپله ژبه له فاحشو خبرو څخه ژغوری
۶- اخلاق یی ښه وی
۷- کم خاندی ډیر ژاړی
۸- د الله تعالی ډیر ذکر کوی
۹- خپل نفس خفه کوی
۱۰- زړه یی له الله سره د مخامخ کیدو په غم کی وی
۱۱- نفساتی خواهشات پریږدی
۱۲- د شیطان دښمن او د رحمن ملګری وی
۱۳- له دنیا سره محبت نلری
۱۴- د اخرت لپاره په تیاری بوخت وی
۱۵- همیشه په اودس کی وی
۱۶- د شپی د تهجدو لمونځ کوی
۱۷- خلکو ته د قران او حدیثو دعوت ورکوی
۱۸- له نیکو او صالحو خلکو سره ملګرتیا کوی
۱۹- حلال خوراک او حلاله ګټه خوری
۲۰- خپل زړه د الله تعالی له ذکر څخه نه غافله کوی
۲۱- پر رسول الله صلی الله علیه وسلم ډیر درود وایی
۲۲- هر وخت د خپل نفس عیبونه لټوی
۲۳- که لږ وخت هم پیدا کړی نفل لمونځ کوی
۲۴- زړه یی هر وخت د اخرت په فکر کی مشغول وی
۲۵- د نورو عیبونه نه لټوی
( د علم او حکمت ویناوی)

Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

Back to top button
واسع ویب

واسع ویب فیسبوک پاڼه لایک کړئ

زموږ فیسبوک پاڼه لایک او له نورو سره شریکه کړئ

#مننه_چې_یاستئ