د مهر د هېرېدو په صورت کې څه ډول مهر لازمېږي؟
سوال:
د جمعې ورځې د لمانځه د قضاء کېدو له لامله په نکاح کې یواځې مهر ونه ټاکل شو، یعنې نوره نکاح ترسره شوه خو يواځې مهر يې پاتې شو، که چېرې په دې اړه معلومات راکړﺉ، چې اوس به مهر څنګه ورکول کېږي؟ نو ډېر به خوښ شم.
جواب: مولوي مجيب الرحمن منصور
قدرمنه ورور!
که چېرې په نکاح کې مهر ونه ټاکل شي او نوره نکاح وتړل شي، نو په دې صورت کې مهر مثل لازميږي، مهر مثل دې ته وايي چې نجلۍ په کلي کې چې د نجلي خپلواني په هر څو مهر ورکړل شوي وي هماغه د دې نجلۍ مهرمثل شو، نو د دې ښځې لپاره چې مهر يې نه دى ټاکل شوى، هماغه مهر ورکول کېږي.