د مندل فرضيې او پونټمربع
د مندل فرضيې
مندل د خپلو تجربو د نتيجو پر اساس لاندې فرضيو ته پراختيا ورکړله چې نن ورځيې د جنتيک اساس جوړ کړی دی او په وراثت کې د مندل د تيوري ګانو په نامه يادېږي.
١- هر ژوندی موجود د هرې ځانګړتيا لپاره د جينونو دوه کاپي، يو له مور او بل له پلار، څخه اخلي.
٢- جينونه متبادلې نسخې لري. د بېلګې په توګه د مشنګ په نبات کې د ګل رنګ د دوو اليلونو سپين او ارغواني څخه منځته راغلي دي.
٣- کله چې دوه متفاوت اليلونه سره يوځای شي يو يې په کامل ډولښکاره شي او بل اليل د ليدلو وړ نه وي څرنګه چې مخکې هم وويل شو،ښکاره شوی صفت غالب او پټ پاتې شوی صفت د مغلوب په نامه يادېږي. مندل د ټولو ځانګړتياوو لپاره چې په خپلو تجربو کې يې مطالعه کړي وي، يو صفت همېشه غالب او بل صفت يې همېشه مغلوب وو.
٤- مندل په دې عقيده وو کله چې جينونه ګميتونو ته انتقالېږي په نورو جينونو کومه اغېزه نه کوي، بلکې په مستقل ډول انتقالېږي، مث ًلا: د مشنګ د رنګ جوړه جينونه د قد په جوړه جينونو کومه اغېزه نه لري.
د پونټ مربع
په ١٩٠٥ م. کال کې د رينالډ پونټ په نامه يو انګليسي بيولوژي پوه د تزويج د ممکنه نتايجو د پوهېدلو لپاره يوه اسانه لاره پيداکړه. دغه طريقه د پونټ په وياړ د پونټ د مربع (Punnet Square( په نامه ياده شوه. که چېرې تاسو د والدينو جينوټايپ وپېژنئ، کولی شئ د پونټ د مربع په واسطه د راتلونکي
نسل جينوټايپ او فينوټايپ معلوم کړئ. د بېلګې په توګه: د يو نبات د والد جينوټايپ PP او د بل جينوټايپ pp دی، اليلونه يې جلا کوو. له (٩-٥( شکل سره سم هر يو د مربع په کورونو کې په عمودي او افقي ډول ليکو. بيا د اليلونو د يوځايوالي څخه د ممکنه نتيجو احتمال داسې واضح کېږي. په لومړي نسل کې ټول ګلونه ارغواني لري خو جينوټايپ يې Pp دی خالص نه دی. يعنې يو اليل P ې د ارغواني رنګ له يو والد څخه او سپين رنګ اليل p له بل والد څخه اخېستی
دی. څرنګه چې لوی توری په غالب شکلښودل شوی د لومړي نسل ټول نباتات غالب صفتښکاره کوي، فينوټايپ ارغواني دی.
که (F1) نسل په خپلو کې سره تزويج شي د پونټ د مربع ګانو په واسطه لاندې پايلې ته رسيږو.1PP: 2Pp :1pp 1:2:1 نسبت