د معروف کرخي ګټوره او خوندوره کیسه

ویل کیږي وتلی عالم معروف الکرخي رحمه الله یوه ورځ په بغداد کې د دجلې سیند په غاړه ناست و، په یوه وړه کشتۍ کې څو ځوانان ناست وو موسیقي یې غږوله او شراب یې څښل د ده مخته تیر شول، ده ته خپل یوه ملګري وویل: ته په دې اوبو کې دا خلک وینې چې د الله په سرکشي او ګناه لګیادي ښيرا ورته وکړه، معروف الکرخي رحمه الله لاسونه پورته کړل او ویې ویل: ای الله! لکه څرنګه چې دي دوی په دنیا کې خوشاله کړي دي زارۍ درته کوم چې په اخرت کې یې هم همداسي خوشاله کړه.
ملګري یې ورته وویل: موږ درته وویل ښيرا ورته وکړه، د دعا مو نه دي درته ویلي او ته دعا ورته کوي! معروف الکرخي رحمه الله ورته وویل: په اخرت کې چې الله خوشالي ورکوي د دې مطلب دا شو چې په دنیا کې به د توبې توفیق ورکړي، او که دوی توبه وکړي او جنت ته ولاړ شي تاسو ته هیڅ ضرر نه رسوي. (طبقات الاولياء لابن الملقن 1/47) .
د معروف الکرخي رحمه الله وروستۍ جمله ډیره خوندوره او د ډیرو خلکو له پاره د سوچ او تامل وړ ده، په موجوده وخت کې ځیني داعیان، دینپوهان او عام دینداره خلک له ګناهګار مسلمان سره داسي چلند او رویه کوي چې هغه د سلفو له اخلاقو او د دعوت له دود سره سمون نه خوري، دوی له ګناهګاره کرکه او دهغه ترټل د ثواب کار بولي، د عامو خلکو په منځ کې دهغه سپکول او شرمول دعوت! بولي، دا حالت موږ نن سبا وینو او هرځای دا ډول خلک ډیر دي.
دا ټوله دنیا د الله ده دا مخلوقات د هغه مملوکات دي، موږ ټول د هغه بندګان یو په دنیا کې یې د ازموینې له پاره پنځولي یو او په اخرت که به بریالیو انسانانو ته جنتونه ورکوي، دا لوړ خلک چې مایې د ګناهګار په اړه د ناسم چلند یادونه وکړه دوی باید پوه شي چې اخرت، هلته جنتونه، د الله انعامونه او د الله پراخه پاچهي د دنیا له شیانو سره مه پرتله کوئ، د هغه جنتونه ډیر پراخه د هغه انعامونه او ورکړې بې شمیره دي هر چاته رسیدلی شي او هیڅ مستحق محروم نشي پاته کیدلی.
ابودرداء رضي الله عنه وایې تاسو له ګناهګار نه کرکه مکوئ له ګناه نه کرکه وکړئ که ګناهګار توبه وکړي هغه زموږ ورور دی، رښتياهم باید د ګناهګار او بدکاره انسان ګناه او بدکاري وغندل شي او له هغه سره نرم چلند غوره شي. په ځانګړې توګه زموږ په ټولنه کې له ګناهګاره کرکه او له هغه سره بد چلند د دې لامل کیږي چې هغه نور هم په ګناه ټینګار وکړي، موږ ټول مقصرین او لویې لویې نيمګړتياوې لرو، په کم عمل او کمزوري علم باید د جنت او جهنم د واک او ټیکې دعوې ونکړو.
زموږ د ځیني داعیانو ټولیز چلند نامناسب وي هغه داسي چې د جنت او جنتیانو په نسبت یې د جهنم او جهنمیانو خبرې زیاتي وي، د ښو عملونو د ستاینې او هغو ته د هڅوني په نسبت یې د ګناه او ګناهګار په اړه خبرې او تفصيلات ډیر وي، دا چلند سم نده قران ډیر ځایه د جنت او جنتیانو یادونه له جهنم او جهنمیانو مخکي کړې ده داراز قرانکریم چې د جهنم عذابونه او د جهنمیانو بد حالت بیانوي په هغه ځای کې د جنت صفتونه او د جنتیانو خوندونه هم په ښایسته الفاظو او په زړه پوري جملو سره تشریح کوي. داعیان باید دا قراني تعادل حتماً په پام کې ولري.

حامد افغان

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe



ترنم یوتیوب چینل

نوې ویدیو هره ورځ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب