د معدې زخم یاpeptic ulcer

کله چی د معدې په سطحي برخه او یا کوچنیو کولمو په اولنی برخه کی زخم رامنځته شي د معدې د زخم په نامه سره یاديږي او دا هغه وخت منځته راځي چی کله د معدې د تېزابو اومخاط ترمنځ تعادل له منځه ولاړ سي یعني که چیري د تېزابو کچه زیاته سي او یا د مخاطو اندازه کمه سي نو د معدې زخم رامنځته کیږي.

ترټولو عام سبب یی یوه باکټریا ده چي دH.pylori یا helicobacter pylori په نامه سره یادیږي او دا باکټریا د اوبو او خوراکي موادو په ذریعه معدې ته انتقالیږي.

همدارنګه NSAIDs یاnon steroidal anti inflammatory drugs ګروپ دواګانو په واسطه هم د معدې زخم رامنځته کیږی لکه بروفین،اسپیرین او داسي نور،ځکه دا دواګاني د پروسټاګلاندین په نامه مواد چي د معدې په حفاظت کي مهم رول لري،له منځه وړي نوباید بیله اشد ضرورته یا د ډاکټر بي مشوري دا دواوي استعمال نشي .

بل محیطي عوامل لکه الکول څيښل، ذهني فشار یا اسټریس اوغیرمنظم غذایي رژیم يي په منځته راتلوکي مهمه ونډه لري.

اودیونامعلوم علت له کبله د cytomegalo virus هم د معدې د زخم سبب ګرځي.

خو جالبه لا دا ده هغه کسان چي د O ګروپ وینه لري،زیات د معدې زخم ته مساعد دي.

د معدې زخم
د معدې زخم

د معدې د زخم نښي نښانې:

اول درد:

دا د معدې د زخم ترټولومهمه نښه ده چي مریض به دخيټي په پورتني قسمت کي د سوزش او یانامعلوم دروندوالي احساس کوي،خصوصاً کله چي مریض ډوډی وخوري نو پسله د1-3 ساعته پوري مریض ته دردونه پیداکيږي او دردونه یي دخيټي دپورتنی برخي سربیره وسینې،اورمیږ او حتا دلاسو ګوتو ته هم رسیږي نوپدې خاطرباید دا دردونه دقلبي دردو سره غلط نسي.

همدارنګه کله کله مریض ددردونو له امله دشپې له خوبه راویښيږي.

اما دمریض دردونه دډوډی خوړلو یا انټي اسيډو سره دلنډي مودې لپاره دمنځه ځي.

دوهم استفراقات:

مریض به ددردونو ترڅنګ استفراقات،دلبدي،داشتها خرابوالی اودخيټي بادونه هم ولري.

د معدې د زخم خطرناکه علامې:

1-تورغایطه مواد:

دا پدې معنا چي کله د معدې د زخم څخه خونرېزي یا وینه بهېدنه کیږي نو هغه ترغټو کولمو پوري په تور رنګ بدليږي اوغایطه موادو ته هم تور رنګ ورکوي لکه قیر..

2-وینه لرونکي استفراقات:

که چیري د مریض استفراقاتو کي وینه موجوده وي،نو دا هم د خطر علامه ده.

3-شدید اوناڅاپه دردونه:

هم د خطرناکو علامو څخه شمېرل کیږي.

که د معدې زخم پروخت تداوي نشي نو څه پېښيږي:

اول تر ټولو غټ اختلاط یی د معدې سرطان دی:

چي شخص په اخته کيږي خصوصاً هغه زخمونه چي دایچ پایلوري( h.pylori) باکټریا له جي رامنځته سوي وي.

دوهم کمخوني :

که چیري د زخم څخه دوامداره وینه وبهيږي نو طبیعي خبره ده چي انسان د کمخونی سره مخ کيږي.

دریم که چيري زخم نور هم پسي اوږد سي او د معدې لاندینی طبقې ته ورسيږي:

نو معده سوری کیږي او د همدې سوري له لاري تیزاب او نور مواد بهرته وځي او خيټي ته توییږي نوکه په خېټه کي د هر قسمت سره ونښلي،د هغه د التهاب او تخریب سبب کیږي.

د معدې د زخم تداوي:

که چیري د ازخم دایچ پایلوري h.pylori باکټریاله وجي منځته راغلی وي نوباید د(10-14) ورځو پوري مناسب د باکټريا ضد دوا antibiotics ) ) لکه کلاریترومایسین….مريض ته ورکول سي اوترڅنګ یي د تیزابوضد دوا(antiacid) لکه اومیپرازول،لانزوپرازول یا رانیټېډین،فاموټېډین…ورکول شي .

بل مریض باید د ترخو،تروو یا تروشو او ډیرو خوږو خوړو لکه مرچ،لیمبو،چاکلېټ او یاخامو پیازو،سبزیجاتو او رومي بانجانو څخه په کلکه پرهيز وکړي.

کله چي خواړه خورئ،لږلږ اوپه څوواري یي وخورئ ځکه په یوه پلا دخيټي ډکول پرمعده بوج اوتکلیف راولي.

بل د سګریټو د څکولو،شنواو تورو چایو د خوړلو څخه هم باید په سخته ډډه وسي اوپه 24 ساعتو کي تر درې ګیلاسه زیاتي چای څيښل د کلسیم جذب مختل کوي.

Atomic Habits

Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ
د ښوونکي لارښود کتابونه
Back to top button
واسع ویب