د مسلمان د عذر نه منلو ګناه

رسول الله صلي الله علیه وسلم وایې: چاته چې خپل (مسلمان) ورور عذر وړاندي کړي او هغه یې معذور ونه ګڼي یایې عذر ونه مني دې عذر نه منونکي دومره خطایې وکړه لکه د عشر او زکات ټولوونکي. عن جابر عن رسول الله – صلى الله عليه وسلم – قال : من اعتذر إلى أخيه فلم يعذره ، أو لم يقبل عذره ; كان عليه مثل خطيئة صاحب مكس . رواه البيهقي في شعب الإيمان.

د اسلامي حکومت له پاره د زکات او عشر راټولوونکی مسؤل کس خطا او په خلکو ظلم کول لویه ګناه ده، که یو څوک د خپل مسلمان ورور عذر ونه مني دا هم د عشر او زکات ټولوونکي د ګناه په څیر ګناه ده. عرب متل کوي که یو مسلمان خطایې او تیروتنه وکړي د هغه له پاره اویا عذرونه ولټوه. د یو چا له پاره عذر لټول یا د هغه له خوا پخپله عذر وړاندي کول هغه ستر کار ده چې په برکت یې ګڼ شمیر ټولنیزې ستونزې او خپل منځي جنجالونه له منځه ځي. ځکه یې په حدیث کې دومره اهمیت بیان شوی ده. له حدیث نه معلومولی شو چې باید په خطایې سره خامخا عذر وړاندي کړو او بل داچې د عذر غوښتونکي عذر بايد خامخا ومنل شي.

د الطبراني د یوه روایت په یوه برخه کې راغلي دي رسول الله صلی الله علیه وسلم صحابه کراموته وویل: ایا زه تاسو ته له دوی (د حدیث په مخکي برخه کې یو ډول خلکو ته اشاره ده) بد خلک در وښیم؟ هغوی وویل: هوکي یارسول الله که ستا خوښه وي، ده وویل تر هغو بد خلک هغه دي چې د چا ښویېدنه او خطايي نه مني، د چا عذر نه مني، د چا ګناه نه بښي، عن ابن عباس قال : قال رسول الله صلى الله عليه وسلم أفلا أنبئكم بشر من ذلك ؟ قالوا : بلى إن شئت يا رسول الله ! قال : الذين لا يقيلون عثرة ولا يقبلون معذرة ولا يغفرون ذنبا . رواه الطبراني.

د الحاکم د یوه روایت په یوه برخه کې راغلي رسول الله صلي الله علیه وسلم وایې: چاته چې خپل ورور یو عذر راوړي که هغه په حقه وي یا په ناحقه وي که دی یې عذر ونه مني نو دا کس به زما له حوض نه اوبه ونه څښي، ومن أتاه أخوه متنصلا فليقبل ذلك محقا كان أو مبطلا ، فإن لم يفعل لم يرد على الحوض ” . رواه الحاكم وقال : صحيح الإسناد .

له دې روایاتو په واضحه توګه معلومه شوه چې د یوه مسلمان عذر باید خامخا ومنل شي او نه منل یې ګناه ده دومره ګناه لکه د عشر اخیستونکي ظلم یا د عذر نه منونکی تر ټولو بد انسان دی او داراز په اخرت کې به د رسول الله صلي الله علیه وسلم له حوض نه اوبه نه ورته رسیږي. لکه مخکي مو وویل: د یو چا عذر منل لویې ټولنیزې ستونزې او ستر جنجالونه له منځي وړي باید زموږ پوهه خلک عامو خلکو ته د عذر منلو اهمیت بیان کړي او د عذر د نه منلو له ګناه یې خبر کړي، زموږ په خلکو کې یو خو د عذر کولو رواج کم ده او بیا که څوک عذر وړاندي کوي منل یې کم دي. بناء دا مهمه موضوع عامه کول او خلکو ته یې واضحه کول ضروري دي.

حامد افغان

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe



ترنم یوتیوب چینل

نوې ویدیو هره ورځ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب