د مسلمانانو د زوال لاملونه څه دي؟

 دمسلمانانو تېر، اوس اوراتلونکی:

 تېر پېر:

په اوسنۍ نړۍ کې تر ټولو وېشل شوی او ناکرار قام یا خلک مسلمانان دي، سره له دې چې اسلام نړۍ ته سوکالي، ښېرازي، اودتمدن زېری راوړی، دکرار اوباثباته ژوند ضمانت یواځې اسلام ورکړی!

  تاسو پوهيږئ چې تر اسلام وړاندې خلکو خپلې لوڼې ژوندۍ خښولې،یواځې دیوه آس د نسب دلوړوالي پر سر به خبره شخړو او جګړو ته تردې حده ورسېدله، چې په سلګونو او زرګونو کسان به پکې وژل کېدل، غلامانو یامزدورانو ته به داسې درنې سزاګانې ورکول کېدلې انسانیت څه چې حیوانیت ته هم زړه  بوږنوونکې وې . په  ناحقه  او ‎د غیرت په نوم جګړو کې به یوه قام د بل ملاتړله، برلاسي لوري به د ماته خوړونکي لوري  زاړه واړه ‎او مېرمنې ټول له یوه مخې تر تېغ تېرول . خوکله چې د اسلام ځلېدونکی لمر راوخوت دغه ټولې تیارې او تورتمونه يې  له منځه یوړل، له دښمن سره د دوست او له دوست سره دورور په څېر چلند یې دخلکو پر زړونوومنل ،دمسلمانانو ترمنځ مينه ، یو والی، او اتحاد  رامنځته شو، فارسي سلمان او حبشي بلال رضی الله عنهما د اسلام ترټولو لوړې کورنۍ غړي وشمېرل شول. دعزت څښتن هغه څوک وچې له خدای جل جلاله  څخه به زیات ورېده.  همغه وو چې د جزيرة العرب له افق څخه د راختلي لمر وړانګې د نړۍ ترګوټ ګوټ ورسیدلې ، دآرامۍ اورښتینې آزادۍ سیوری یې په ټوله نړۍ خپور شو ،چې له امله يې  خلک په ډلو ډلو د اسلام منلو ته  تیارشول .

تردې چې یو وخت داسې هم راغی چې دهغه مهال زبرځواکو(د فارس او روم) مشرانو به د مسلمانانو هرډول غوښتنې او وړې نغوتې ته غاړه ايښودله. په ځنګل کې چې به ځناورو ته ووېل شول : موږ د رسول الله صلى الله عليه وسلم ملګري یو هغوی به له زیان رسولو ډډه کوله، او خپل بچوړي په خوله به له ځنګل څخه وتل .

د اندلس او قرطبې ښارونه د ځمکې پر مخ ځلېدونکي ستوری ول ، د نړۍ له ګوټ ، ګوټ څخه به خلک (مسلمان او نا مسلمان) د ديني او دنیاوي زدکړو له پاره راتلل او خپله علمي تنده به يې دلته خړوبوله ، د اندلس (المغرب) د هغه مهال د پلازمېنې (غرناطې) په اړه وېل کيږي چې  په اسلامي پېر کې یواځنی  هغه ښار و چې نږدې  ټول وګړي يې  د قرآن حافظان ول.

 سمرقمند او بخارابیا هغه ځایونه وو چې د حدیثو ، فقهې، تفسیر او عقیدې فاضلان يې نړۍ ته وړاندې کول.

 دا هرڅه مواوس له لاسه ورکړي ، اوپه مخکې یواځې  درې  لارې لرو : غلامي یا مرګ منل ، او یاهم کومې بلې سيارې ته کوچېدل راته پاتې دي………………!

 اوسنی حال!

 خو اوس چې مسلمانان تر پخوا زیات، شتمن او تر ځمکه لاندې زېرمې په واک کې لري، دشمېر له پلوه يې  هیوادونه تر پنځوس اوړي ، د عصري او ديني علمونو پوهان يې هم له نورو کم نه دي، د هوښیارۍ او عقل په وېش داسې خوښ دي چې هر سړی وايي ماته يې لویه برخه راکړې،خو بیاهم له داسې ناورين سره مخ دي چې په یادولو يې سړی د لېونتوب تر پولې رسي………….

  دا ولې؟ او لامل يې څه ده؟

غواړم په راتلونکو څوکرښوکې لوستونکو ته په دې اړه  ((د مسلمانانو  اوسنۍ ناخوالې او لاملونه يې)) تر عنوان لاندې څه وليکم الله جل جلاله  دې د حق ويلو، حق ليکلو او پر حق درېدلوتوفیق راکړي.

 دمسلمانانو اوسنۍ ناخوالې او لاملونه يې

لومړی لامل :  بې اتفاقي 

څرنګه چې د اسلام  سپېڅلی دین د ژوند د هرې برخې او د دواړو جهانونو کې د بریا ضمانت ورکوونکی دين دی ، نو ځکه له ټولو هغه کړنو څخه انسانان راګرزوي چې په دنیا او یا هم اخرت کې دهغوی د ناکامي لامل وي ، له همدې لړۍ څخه یوه کړۍ  (( بې اتفاقي)) یا اختلاف دی ، چې نه یواځې په  اخرت بلکې  په دنیا کې هم د خواري ، ذلت او بربادي لامل ګرزي . نو ځکه اسلام خپل ټول لارویان او ملاتړي  ور څخه په کلکه راګرځولي، او په څرګندو ټکیو يې ورته ویلي که اختلاف کوئ نو بیا د په دنیا کې خواري او په اخرت کې عذاب ته ځان چمتو کړي.

الله جل جلاله  وایی:

وَاعْتَصِمُوا بِحَبْلِ اللهِ جَمِيعًا وَلَا تَفَرَّقُوا…( آل عمران : ۱۰۳)

ژباړه: ټول د الله په رسۍ منګولې خښې کړئ اوګوندي مه كوئ .

 او په بل ایت کې وایی:

وَلَا تَكُونُوا كَالَّذِينَ تَفَرَّقُوا وَاخْتَلَفُوا مِنْ بَعْدِ مَا جَاءَهُمُ الْبَيِّنَاتُ وَأُولَئِكَ لَهُمْ عَذَابٌ عَظِيمٌ (آل عمران : 105)

ژباړه: او د هغو په شان مه كيږئ چې ګوندي او شخړې يې سره وكړې له  هغه وروسته چې څرګندې نښى هم ورته راغلې او د همدغو لپاره سترعذاب دى.

په بل ایت کې وایی:

وَأَطِيعُوا اللهَ وَرَسُولَهُ وَلَا تَنَازَعُوا فَتَفْشَلُوا وَتَذْهَبَ رِيحُكُمْ وَاصْبِرُوا إِنَّ اللهَ مَعَ الصَّابِرِينَ (الأنفال: 46)

ژباړه: او دالله او دهغه د رسول خبره منئ، په خپلوكې شخړې مه كوئ، كنه بې زړه به شئ او(برم) به مودرڅخه لاړشي، صبركوئ يقيناً الله صابرانو سره (مل) دى.

له دې څرګنده لارښوونو سره سره چې بیا هم مسلمانان په خپلو کې ډلې ډلې وي ، اختلافونه او بې اتفاقي تر دې برېده رسېدلې وي چې شپونکيان  د ورشوګانو، دهقانان  د يوې يوې پولې، سوداګر او دوکانداران د بيو، واکمن د ګدۍ ، او ملايان صاحبان يې د وړو ، وړو  مسلو پر سر سره لاس او ګرېوان وي ، مسلمان د مسلمان تر څنګ کېناستلو ته چمتو نه وي،ورور د څو رپیو او یادنیاوي ګټو په موخه د ورور وژلو ته تیار وي ، نو بیاهم  که  د نورو تر لاس لاندې د ذلت او خوارۍ ژوند نه تېروي نور به څه کوي؟!

دويم لامل : اسلامي لارښوونو ته بشپړه پاملرنه نه کول

په دنیا کې چې زموږ په لاس کېنول شوی نهالګی مېوه ورنه کړي او زموږ مطلوب ترې ترلاسه نه شي د هغه سزا دا وي چې په تبرګي یا اره پرې او په اورکې وسوځل شي، نوانسان چې خدای د عبادت له پاره پیدا کړی، رسولان يې ورته رالېږلي د ژوند د هرې برخې تېر ولو له پاره يې ورته لارښوونې کړي دي که هغه له دې لارښوونوسر غړونه کوي  او له بله پلوه بیاغواړي چې په دنیا کې دې سر لوړی ، د عزت او لويي څښتن وي ، د نورو له احتیاج څخه دې هم خلاص وي دا فکریې  زما په اند یوه تېروتنه ده .

ځکه الله جل جلاله  وايي:

وَعَدَ اللهُ الَّذِينَ آمَنُوا مِنْكُمْ وَعَمِلُوا الصَّالِحَاتِ لَيَسْتَخْلِفَنَّهُمْ فِي الْأَرْضِ كَمَا اسْتَخْلَفَ الَّذِينَ مِنْ قَبْلِهِمْ وَلَيُمَكِّنَنَّ لَهُمْ دِينَهُمُ الَّذِي ارْتَضَى لَهُمْ وَلَيُبَدِّلَنَّهُمْ مِنْ بَعْدِ خَوْفِهِمْ أَمْنًا يَعْبُدُونَنِي لَا يُشْرِكُونَ بِي شَيْئًا وَمَنْ كَفَرَ بَعْدَ ذَلِكَ فَأُولَئِكَ هُمُ الْفَاسِقُونَ (55) وَأَقِيمُوا الصَّلَاةَ وَآتُوا الزَّكَاةَ وَأَطِيعُوا الرَّسُولَ لَعَلَّكُمْ تُرْحَمُونَ (النور:56)

ژباړه: له  تاسې نه چې كومو كسانو ايمان راوړى او سم كارونه يې كړي، الله وعده ورسره كړې ده چې خامخا به يې په ځمكه كې هماغه شان خليفه ګان وګرځوي لكه هغه خلك چې له  دوى مخكې يې خليفه ګان كړي وو او حتماً به يې هغه دين ورته محكم كړي چې دوى ته يې خوښ كړى او له  وېرى وروسته به يې حالت په امن بدل كړي، يوازى ما به لمانځي، هيڅ شى به نه راسره شريكوي او له  هغه وروسته چې هر څوك كافر شو نو هغوى به فاسقان وي (55)لمونځ په ښه ډول كوئ، زكات وركوئ او د رسول امر منئ، ښايي چې رحم درباندې وشي (56)

او په ځای کې وايي:

وَلَوْ أَنَّ أَهْلَ الْقُرَى آمَنُوا وَاتَّقَوْا لَفَتَحْنَا عَلَيْهِمْ بَرَكَاتٍ مِنَ السَّمَاءِ وَالْأَرْضِ …. (الأعراف:96)

ژباړه: او كه ددې كليو خلكو ايمان راوړى واى او تقوى يې كړې واى نو پردوى به مو داسمان او ځمكې د بركتونو (دروازې) پرانيستلې وې.

لهذا ترڅو چې مسلمانان خپل اصلي چارې ته مخه نه کړي ، انقلاب او بدلون له ځان څخه پېل نه کړي، د خدای جل جلاله ټول حکمونه د رسول الله صلى الله عليه وسلم  له لارښونو سره سم په ځان کې رانه ولي ،زما په اند د سوکالي او ښېرازي سوچونه کول په ويښه د خوب ليدلو معنا ورکوي.

له ابراهيم ادهم  رحمه الله  څخه پوښتنه وشوه : چې الله  جل جلاله    په قران کريم کې فرمايي: ادعوني استجب لکم، خونن سباموږ دعاوې کوؤ او هغه نه قبليږي؟

ابراهيم ادهم  رحمه الله  په ځواب کې وويل: پنځه خبرې ددې لامل

دي چې دعاوې  مونه قبليږي :

١_ خداى  جل جلاله  مو پېژندلى خو دهغه حق مو نه دى اداکړى.

٢_ قران پاک مو زده کړى خو په هغه مو عمل نه دى کړى .

٣_ د رسول الله صلی الله عليه وسلم   دمينې دعوې کوو خو دهغه دسنتو پيروي نه کوو.

٤_ پر شيطان باندې لعنت وايو خو بيا په ټولو کړو کې دهغه پر لاره ځو.

٥_ داچې له خپلو عيبونو څخه مو سترګې پټې کړې خو دنورو عيبونه لټوو.

الله جل جلاله  دې موږټولو ته لومړی په ځان بیا په ټولو نړۍ کې د اسلامي حکمونو پلي کولو توفیق راکړي.

د نصاب کتابونه

Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

Back to top button
واسع ویب

واسع ویب فیسبوک پاڼه لایک کړئ

زموږ فیسبوک پاڼه لایک او له نورو سره شریکه کړئ

#مننه_چې_یاستئ