د مسلمانانو د ذلت او خوارۍ لاملونه

نن مهال د مسلمانانو د اسکېرلتوب او بې وزلۍ لامل د وسایلو کمی نه دی، بلکي د دې ټولو ذلتونو او ټيټتیاوو اصلي لامل زموږ يو له بله نفاق او شقاق دی. موږ پر ټولنيزو اړتیاوو باندي خپل ځاني او شخصي اغراض مقدم کړي دي. انفرادي مصلحتونو ته مو پر اجتماعي مصالحو باندي ترجيح ورکړې ده. راحت او هوسایۍ خوند راکړی دی او پر مين سوي يو. د جهاد ولوله مو له زړونو وتلې ده او د آخرت او جنت په بدل کي د ځان او مال قربانۍ ته نه يو چمتو. دغه دي هغه اسباب او عوامل چي له شامته يې مسلمان امت د عزت او درناوي له لوړو پوړيو څخه د ذلت او سپکاوي ژورو کندو ته لوېدلی دی.

د حضرت ثوبان رضي الله عنه حديث کوم چي امام ابوداود او نورو رحمهم الله روايت کړی دی، د عالمانو په منځ کي مشهور دی. په دغه حديث کي رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمايي:

”هغه زمانه نژدې ده چي ټول اسلام دښمنه قومونه به ستاسي د مقابلې لپاره يوبل ته د مېلمستيا بلني ورکوي. يوه صحابي عرض وکړ: ای د لوی څښتن استازې! آيا دابه له دې امله وي چي زموږ شمېر به کم وي؟ هغه وفرمايل: نه! بلکي تاسي به زيات یاست، خو تاسي به د سيلاب د ځګ غوندي ياست. الله تعالی به د دښمنانو له زړونو څخه ستاسي رعب او بېره وباسي او ستاسي په زړونو کي به کمزوري او ټيټ همتي واچوي. یوه عرض وکړ: ای د الله رسوله! له ټيټ همتۍ څخه موخه څه ده؟ ويې فرمايل: د دنيا مينه او غوښتنه او له مړيني بېره“ .(مشکوة، کتاب الرقاق، باب تغیر الناس، الفصل الثاني، ج: ۲، ص:۴۵۹ ، ط: قديمي).

په هر حال کله چي زموږ مسلمانانو د اوسني ناوړه او له بخولو ډک حالت د لاملونو څېړنه کيږي، نو موږ ته څو شیان څرګنديږي، چي دلته په لنډون سره اشاره ورته کوو:

 

لومړی: د اسلام پر دښمنانو باندي باور او اعتماد کول

(روس وی، که امریکه او که لوېديځ هيوادونه، ځکه چي کفر د خپلو اختلافونو سره سره يو ملت دی). او پرالله باندي اعتماد او توکل او پرمسلمانانو باندي باور نه کول، په داسي حال کي چي ټولو مسلمانانو ته حکم دی:

﴿ وَعَلَى اللَّهِ فَلْيَتَوَكَّلِ الْمُؤْمِنُونَ ﴾ [آل عمران: ۱۶۰] (مومنانو ته په کار ده چي يوازي پر الله باندي توکل وکړي).

په دغه آيت کي په غوڅه توګه او په ډېر ټينګار او تاکيد سره فرمايل سوي دي چي مسلمانانو ته نه ښايي چي له الله رب العزت پرته پر بل چا اعتماد او باور وکړي.

دوهم: د مسلمانانو خپل منځي اختلافات او کور جنګي

د مسلمانانو د بې اتفاقۍ او مخالفتونو دا حال دی چي که دوی يو وخت يو ځای سره ناست هم وي او د سولي او جوړجاړي خبري کوی، بیا هم د دوی داحال وي :

﴿تَحْسَبُهُمْ جَمِيعًا وَقُلُوبُهُمْ شَتَّى﴾ [الحشر: ۱۴] (په ظاهره ته دوی سره غونډ ګڼې، خو د دوی زړونه يو له بله بې زاره او بېل سوي دي).

درېیم: پر الله باندي تر توکل پر مادي او عادي اسبابو باندي زیات اعتماد

په دې کي شک نسته چي لوی څښتن جل جلاله موږ ته د هغو ټولو اسبابو او وسایلو د راغونډولو حکم کړی دی چي زموږ په وس کي وي او په کومو چي دښمن بېرول کيږي او دفع کيږي، خو له بده مرغه له يوه لوري موږ هم د مادي اسبابو په راغونډولو کي ناکامه يو او له بله پلوه د فتحي او نصرت چي کومه سرچينه ده، له هغې څخه هم غافل یو. لوی څښتن فرمايي:

﴿ وَمَا النَّصْرُ إِلَّا مِنْ عِنْدِ اللَّهِ الْعَزِيزِ الْحَكِيمِ﴾ [آل عمران: ۱۲۶].

ژباړه: برى او نصرت د بل چا له خوا نه بلکي يوازي د الله له خوا دى چي (په بشپړه توګه) برلاسى (زورور او په خپل اقتدار کي پر ټولو مخلوقاتو د غلبې خاوند دى) او د سمي او لوړي کچي پوهي (حکمت) څښتن دى،(چي هر څه په خپل مناسب ځاى کي ږدي).

د تاريخ شلګونه، نه ، بلکي سلګونه واقعات شاهدي ورکوي چي د کافرانو په وړاندي د بې وزلۍ او د شمېر د لږوالي سره سره به فتحي او بري د مسلمانانو قدمونه مچول.

څلورم: د دنيا سره زياته مينه:

عيش پالنه او راحت خوښونه، د آخرت پر ځای دنیا غوره کول، پر ملي او ولسي غوښتنو باندي خپلي ځاني غوښتني مخکي بلل او د جهاد روح له زړونو وتل.

د دې خبرو تفصيل ډېر اوږد دی، د قرآن کريم په آل عمران سوره او توبه سوره کي په دې اړه ډېر لوی عبرتونه موجود دي. د امت دنده او فريضه ده چي تل دغه روښانه منار په پام کي ونيسي. په هرحال د الله په لار کي، د اسلام د سرلوړۍ لپاره د دښمنانو سره ډغري وهل ، د لوی څښتن په لار کي جهاد کول او د اسلام لپاره خپل ځان قربانول ډېر قېمټي جوهر باله سي. قرآن کريم او رسول الله صلی الله علیه وسلم د دې ټولو د دنيوی ګټو او اخروي ثوابونو هر اړخ په ډېر فصاحت او بلاغت سره بیان کړی دی.

درنو دوستانو! داوه يوه ډېره لنډه مقاله چي د ډېرو مصروفيتونو سره سره او په لږ وخت کي وليکل سوه، له دې امله د بحث ډېر اړخونه له تفصيله پاته سول، چي له امله يې له تاسو دوستانو څخه د بخښني غوښتنه کوم. په پای کي حق تعالی ته دعاکوو چي زموږ تېروتنی را اصلاح کړي، زموږ په منځ کي قلبي يووالی راولي، د کافرانو په وړاندي زموږ مرسته او نصرت وکړي، او موږ د صبر، هوډ او عزم، پرله پسې زيار ، بوختیا او تقوا په صفاتو سرلوړی او کامیابه کړي. آمين.

د نصاب کتابونه

Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

د ښوونکي لارښود کتابونه
Back to top button
واسع ویب