د عبدالله واده او د محمد (ص) زېږېدل

اوس نو عبدالله ځوان دى او پلار يې غواړي چې واده ور کړي، نو يې يوه د عزت او شرف خاوندَه ښځه، چې دا هم د عبد مناف بن زهره بن کلاب د اولادې څخه وه، ور وغوښتله. د دې ښځې نوم آمنه بنت وهب ؤ، چې د رسول اللهﷺ سره په نسب کې شريکه او د اسماعيل علیه السلام د اولادې څخه ده. په دې ډول سره رسول اللهﷺ د مور او پلار د طرفه د ډېر مشرف او معزز نسب خاوند دى. د رسول اللهﷺ ماماګان په یثرب کې ژوند کاوه او آمنه هم هلته اوسېده. عبدالمطلب هلته په یثرب کې د عبدالله واده وکړ او بيا مکې مکرمې ته راغله. په دغه موده کې آمنه حامله سوه او د دې تر حمل څو مياشتې وروسته عبدالله وفات شو، نو رسول اللهﷺ د مخه تر دې چې دنيا ته تشريف راوړي د پلار د طرفه يتيم شو.

کوم وخت چې د محمّد مصطفیﷺ د ولادت وخت رانژدې شو، مور يې خوب وليد چې د دې يو کوچنی پيدا کېږي او د دغه کوچني سره يو نُور يا روښنايي او ځلا ملګرې وي، چې د مځکې مخ ډکوي او دغه نُور تر شامه پورې ورسېږي. دا په دغه خوب کې وايي: (اُعِيذُهُ بِاللهِ الوَاحِد، مِن شَرِّ كُلِّ حَاسِد) يعنې: ده لره په يوه الله سره د هر حسد کوونکي څخه ساتنه غواړم. سره له دې چې دوى مشرکان وو، خو بيا يې هم دغسې خوب وليد، چې پناه او ساتنه يې په يوه الله جل جلاله سره غوښتل.

د فيل په کال او د فيل تر واقعې پنځوس ورځې وروسته، د ربيع الاول د مياشتې په دوولسمه، بلکه په راجحه روايت کې د ربيع الاول د مياشتې پر نهمه، د دوشنبې په ورځ سرورِ کائنات، اشرف المخلوقات، رحمةٌ لّلعالمين، محمّد مصطفیﷺ دنيا ته تشريف راوړ. دغه مبارکه ورځ د ميلادي سنې د (٥٧١) کال د اپرېل د مياشتې د (٢٠) يا (٢٢) نېټې سره موافقه او برابره ده. دا چې موږ (٢٠) يا (٢٢) تاريخ وايو، دا د هغه وخت په جنتريو کې فرق ؤ. د يوې جنترۍ يا کلنډر په حساب (٢٠) نېټه وه او د بلې جنترۍ په حساب (٢٢) نېټه وه.

د راتګ زېري او علامې

د ده ﷺ د ولادت په وخت کې ډېر عجيب او د عادته مخالف واقعات پېښ شول. اوس به د هغو واقعاتو څخه ځينې بيان شي. خو دا بيان يې په دې سبب نه دى چې د دهﷺ شرف او عظمت په دغو شيانو کې دى چې د دهﷺ د ولادت سره پېښ شول، بلکه دا هغه علامې دي چې د ده ﷺ د راتګ زېری پکښې و. که نه، اصلاً د رسول اللهﷺ عظمت او لویي په هغه رسالت او منهج کې ده چې دهﷺ موږ ته راووړ. دغه شيان صرف د ده ﷺ د راتګ زېري او علامې دي.

د رسول اللهﷺ د حضور شاعر حَسّان بن ثابت رضی الله عنه، چې د مدینې منورې د انصارو څخه دى، وايي: زما عمر اوه کاله ؤ او په دغه ورځ چې رسول اللهﷺ دنيا ته تشريف راوړ، زه په مدينه منوره کې د يهودو په سیمه کې د يهودو سره وم. د يهودو يو راهب پر قلا ختلى ؤ او داسې نارې يې وهلې: اې یهودیانو! نن د احمد ستورى ښکاره شو، هغه ستورى ښکاره شو چې نه ښکاره کېږي مګر د احمدﷺ په پيدا کېدلو سره.

يعنې: يو ستورى دى چې تر هغو نه راخېژي، ترڅو چې خاتِمُ الأنبياء محمّدﷺ پيدا نه شي، او هغه ستورى نن راختلى دى. حَسّان بن ثابت رضی الله عنه دا شاهدي آداء کوي چې ده دغه خبره د يهودو څخه واورېده. د دې څخه هم معلومه شوه چې حَسّان رضی الله عنه تر رسول اللهﷺ اوه کاله په عمر زيات دى.

د رسول اللهﷺ د مبارک ميلاد د زېرو او بشارتو څخه يو هم دا دى: کوم وخت چې د ده ﷺ مور حامله سوه، دغه د دې حمل بې له درده او بې له تکليفه ؤ. که څه هم تاسو ته معلومه ده چې حمل يا د ښځې د پاره حامله کېدل همېشه د تکاليفو او دردو سره وي، خو د رسول اللهﷺ مور د دغو دردو څخه آرامه او فارغه وه.

د رسول اللهﷺ د ولادت د عجائبو څخه یوه هم دا ده: کوم وخت چې دىﷺ پيدا شو، پر دواړو لاسو يې تکيه کړې وه او سر يې لوړ نيولى ؤ، لکه آسمان ته چې ګوري. بل دا چې دىﷺ مختون وزېږېد، يعنې: سنت کړل شوى ؤ، او مسرور وزېږېد، يعنې: نُو يې هم پرې شوى ؤ. زموږ د کوچنيانو نُو خو د مور څخه پرې کوي او هغه پاته برخه بيا څو ورځې وروسته لوېږي، خو رسول اللهﷺ د دغو شيانو څخه فارغه پيدا شو. کوم وخت چې د دهﷺ د ولادت زېری پر عبدالمطلب وشو، هغه ډېر خوشاله شو. کوم وخت چې بيا دغه حالات هم ورته بيان شول، چې مختون دى، مسرور دى او پر خپلو لاسو يې تکيه کړې وه، نور هم خوشاله شو او ويل يې: والله! دغه زوى لره مې يوه درجه او مقام شته، څنګه په دغه عجيبه طريقه سره پيدا کېږي؟ دغه زوى مې بې څه نه دى. د ډېرو خوشاليو څخه يې محمّدﷺ په غېږ کې واخيست، کعبې شريفي ته يې دننه ور يووړ، هلته يې د ده پر زېږېدلو د الله جل جلاله شکر ادا کړ. که څه هم تر دغه وخته لا نوم نه ؤ پر ايښوول شوى، خو بيا يې د محمّد نوم پرې کښېښود.

نوم ايښودل

په دې کې هم يو سِر او راز ؤ، هغه دا چې: يو وخت عبدالمطلب شام ته په سفر تللى ؤ. په دې سفر کې يې درې نور کسان هم ملګري وو. هلته يې د يهودو د يوه حَبر سره وليدل. (حَبر لوى عالم ته ويل کېږي). حبر پوښتنه ځني وکړه چې تاسو د کوم ځاى ياست؟ دوى وويل: موږ د مکې يو. حبر ورته وويل: ستاسې په جزيرة العرب کې آخري نبي پيدا کېږي. قصه ډېره اوږده ده، خلاصه دا چې دوى پوښتنه ځنې وکړه چې د دغه نبي نوم به څه شي وي؟ حَبر وويل: محمّد.

تر دغه د مخه په عربو کې د محمّد نوم هېڅ نه ؤ ايښوول شوى. که تاسو د عربو په ټول تاريخ کې وګورئ، تر رسول اللهﷺ د مخه د هېچا نوم محمّد نه دى تېر شوى.

کوم وخت چې دغه څلور کسان، چې يو يې عبدالمطلب او درې يې ملګري وو، بيرته د شام څخه راغلل، هر يوه دا قصد او اراده لرله چې که زوى يې پيدا شو، نوم به يې محمّد ايږدي. څرنګه چې د عبدالمطلب د عمر په حساب د اولاد اميد نه ؤ، نو ده دا نيت درلودى چې د ده په زامنو کې که د هر يوه زوى پيدا شو، نوم به يې محمّد ايږدم. نو ځکه يې د رسول اللهﷺ نوم محمّد کښېښود. او هغه درې کسان د عبدالمطلب ملګري دغه وو:

  1. سليمان بن مُجاشِع – د زوى نوم يې محمّد کښېښود، چې دغه محمّد د عربو د مشهوره شاعر فرزدق نیکه دى.

  2. اُحَيحَب بن حلاج – هغه هم د خپل زوى نوم محمّد کښېښود.

  3. عِمران بن ربيعه – د زوى نوم يې محمّد کښېښود.

په ټولو عربو کې دغه څلور کسان د اول وار د پاره په محمّد سره مسمّْى شول. دا د رسول اللهﷺ د نامه سِر او سبب ؤ چې د ده نیکه عبدالمطلب ولي د دهﷺ نوم محمّد کښېښود.

د باطل ماڼۍ په لړزېدو سوې

نور هغه حوادث يا علامې چې د رسول اللهﷺ د پيدايښت په وخت کې پېښ شول، د هغو څخه يوه دا وه: د رسول اللهﷺ د ولادت په وخت کې د کسرْی قصر او ماڼۍ وځېږدېدل او د کسرْی د قصر څخه څوارلس برجه ونړېدل.

بل دا چې د مجوسيانو يا آتش پرستانو اور مړ شو. دا خو درته معلومه ده چې د مجوسيانو اور د همېش لپاره بلېږي، ځکه دوى يې عبادت کوي او خپل اور هېڅکله مړ کېدلو ته نه پرېږدي. خو د رسول الله ﷺ د ولادت په وخت کې د مجوسيانو اور مړ شو.

او د کسرْی په قصر کې يوه کوچنۍ درياچه وه چې (بُحَيرۀ ساوه) ورته ويل کېده. د دغه درياچې لاندي مځکه وچاودېده او اوبه يې وچي شوې. د دغو واقعاتو څخه کسرْی وويرېده او ويل يې: دا څه قصه ده؟ نو يې کاهنان او منجمان راوغوښتل.

وروڼو! ځيني کاهنان او کوډګران د جِن او پيرانو سره تعلق لري. جِن هم ځيني اخبار د آسمان څخه اورېدل او بيا به يې دغه خبرونه وکاهنانو ته د دې لپاره ويل، چې خلک ګمراه کړي او په فتنو کې يې واچوي. دغه خبره چې جِن د آسمان څخه اخبار اورېدل، موږ ته الله جل جلاله په قرآن کريم کې بيانوي او فرمايي:

(وَأَنَّا كُنَّا نَقْعُدُ مِنْهَا مَقَاعِدَ لِلسَّمْعِ) سورة الجن: ۹

الله جل جلاله د پيرانو دغه خبره موږ ته بيانوي، چې دوى به ويل: موږ په پخوا کې د آسمان په ناستو ځايو کې کښېناستو، د دې لپاره چې يو خبر واورو. خو د رسول الله ﷺ په بعثت سره پر پيرانو دغه د غوږ نیولو او اورېدلو لار بنده شوه.

نو کوم وخت چې کسرْی د کاهنانو څخه پوښتنه وکړه: دا څه قصه ده؟ ځينو کاهنانو ورته وويل: دغه واقعات د يو نبي د ولادت په سبب پېښ شوي دي. کسرْی پوښتنه وکړه: دغه څوارلس برجه ولې ونړېدل؟ کاهنانو وويل: د دې مقصد دا دى چې د فارس د حکومت به څوارلس پاچهان نور هم تېريږي، بيا نو د فارس پاچهي زايله کېږي. کسرْی وويل: څوارلس پاچهان به نور هم راځي، بيا نو د فارس پاچهي ختمېږي؟ دا خو ډېر اوږد وخت دى! خو د ده تر مرګ وروسته د فارس پر حکومت مقابله شروع شوه. په څلورو کلونو کې لس پاچهان رد او بدل شول، چې دغه ټول د فارس د حکم د زايلېدو علامې وې.


د پوهنتون چینل نوې ویدیو


پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe

Editorial

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

Atomic Habits
Back to top button
واسع ویب