د مالټې څښاک څومره ارزښت مند دی!

مالټه د ويټامین C غوره سرچینه ده چې په خوړلو سره یې د پوستکي ښکلا، د سترګو ځير او د وجود دفاعي سیسټم پياوړی کېږي. دغه راز د یوې نوې څېړنې پر اساس په ورځنۍ توګه د مالټې او یا یې هم د جوسو څښل مغزو ته ارامښت ورکوي.

د برېټانیې د «ريډينګ» پوهنتون روغتیا پوهانو د خپلې یوې نوې څېړنې پر مهال د دوو میاشتو لپاره له ۶۰ تر ۸۱ کلونو پر عمر لرونکو کسانو ۵۰۰ ملي لېټره د مالټې جوس وڅښل. د څېړنې پر مهال د دغو خلکو په خبرو کې تعادل او برابروالی، د مغزي وړتیاوو او اورېدلو حس او ځواب ویلو کې په تدريج سره غوره والی راغلی و.

دغه روغتیا پوهان وايي، په مالټه کې د «فلووینویډز» په نوم کیمیاوي ماده په زیاته اندازه شته چې د مغزو د پوهېدو او معلوماتو د زېرمتون تر یوې مهمې برخې «هیپو کمپس» پورې د سیګنال او پیغام رسولو پروسه پياوړې کوي. روغتیا پوهان وایي چې د مالټو جوس د ذهن د پیاوړتیا ترڅنګ د ځينو ناروغیو په مخنیوي کې هم ګټور تمامېدای شي؛ ځکه دا هغه طبيعي مېوه ده چې خوړل او د جوس څښل یې په هېڅ ډول بدن ته زیان نه لري.

Wasiclinic YouTube Channel


Subscribe to Our YouTube Channel

Subscribe

پوهنتون تعلیمي یوتیوب چینل


چینل سبسکرایب او شریک کړئ

Subscribe

Editorial

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

Atomic Habits
Back to top button
واسع ویب