د ماشوم څارنه
کله چې ماشوم وږېږي نو لازمه ده چې له وړکتوب څخه د روزنې خيال وساتل شي. دا د اسلام د نړۍ د ټولو طريقو څخه جلا او امتيازي ښوونه ده. دغه هوډ تر سره کولو له پاره مور او پلار په دوى باندې مکلف ګرځول شوي، ځکه چې په نژدې راتلونکي کې به په دوى باندې ماڼۍ درېږي او هغه روزنه ده د اسلامي، نبوي سنتو او د الله تعالى د لارې ښوونه. په دې ادابو کې درې اداب ډېر ضروري دي:
لومړى ادب:
د ماشوم په واړو غوږو کې اذان او اقامت کول تر څو له ټولو مخکې کوم شى چې د ماشوم په غوږو کې وويل شي هغه بايد د دې بارې تعالى ذات د توحيد او يوالي غږ وي کوم چې دى يې پيدا کړى دى. له دريو تاريکيو او بيا له نطفې څخه يې را بهر کړ. بيا يې په انساني شکل سره جوړ ګړ تر څو په مځکه کې د الله تعالى خلافت جاري وي…
د اذان او اقامت څخه د هغې ژمنې د تطبيق پيل هم وشي کومه چې دې انسان او د ادم اولاد کړې ده: (اې الله تعالى ته زموږ پالونکى يې). د اذان او اقامت څخه په ژوند کې دا تړاو هم بر قرار پاتېږي چې اې الله تعالى! په هره خوښي او غم کې به ستاسو خبره او حکم منلو سره تګ کوم. په خپله عقېده به کلک يم تر څو زما کورنۍ او عيال ته هم په هر کړى کې د الله تعالى سره تړاو نيکبختي تر لاسه شي. او زما اړخ ته کتلو سره ووايي: برکت والا دى نوم د هغه الله تعالى چې پيدايښت کوي او دا دعا وکړي؛ الله تعالى موږ ته توقيق را کړې چې موږ ستاسو د هغو نعمتونو شکر ادا کړو کوم چې تاسو پر موږ او زموږ پر مور او پلار لورولي دي او موږ ته توفيق را کړې چې موږ داسې ښې کړنې تر سره کړو چې په هغو سره ته خوښ او راضي يې. او زموږ اولاد زموږ له پاره اصلاح کوونکي جوړ کړې، موږ ستاسو اړخ ته راګرځوو او موږ به ستاسو له فرمان وړونکو څخه يو.
دوهم ادب:
د مور او پلار له مسئوليت څخه دا هم دي چې د ماشوم له پاره سم نوم وټاکي. داسې لکه رسول الله صلى الله عليه وسلم چې په ګڼو حديثو شريفو کې فرمايلي دي: (حق الولد على الوالد ان يحسن اسمه ويعلمه الکتاب و يزوجه اذا بلغ). [ابو نعيم في الحليه عن ابي هريرة].
ژباړ: (يانې د زوى پر پلار باندې حق دى چې هغه په ډېر ښه نوم سره ونوموي، د کتاب او سنت روزنه ورکړي، بلوغ ته د رسېدلو وخت کې د هغه د نکاح تيارى وکړي).
د ابن عباس رضي الله عنهما وينا مخکې تېره شوه چې موږ خو د زوى هغه حق وپېژندى کو چې پلار يې پرې لري، د زوى بيا کوم حق دى؟ رسول الله صلى الله عليه وسلم و فرمايل: (ان يحسن اسمه و يحسن ادبه). [بيهقي عن ابن عباس].يانې د هغه باندې ښکلى نوم کېښودل شي او هغه ته ښائسته ادب ور زده کړل شي.
د جاهليت د زمانې اېښودل شوي بد نومونه به رسول الله صلى الله عليه وسلم بدلول. د ښه او ښکلي نوم اېښودل-بې له واسطې- د دې دلالت کوي چې د هغه ښه روزنه کېږي. ځکه چې د هر انسان له پاره په ښه او ښکلي نوم کې برخه وي. که نوم ښه وي نو ښه ده او که بد وي نو بدي به په برخه کېږي.
روزونکو علماوو د نفساني امرو اړخ ته ويناوو او کې د ښه او بد نومونو اغېزې ښودلې چې د هغه تړاو د ماشوم د ملګرو او چاپېريال سره دى. يانې که چېري په ښه نوم سره ماشوم ته ږغ وشي نو هغه ښه کېږي او که په بد نوم سره ور ږغ شي نو هغه به بيا بد ګورې.
درېيم اداب:
د ماشوم د پيدايښت پر مهال د خوښۍ او خوشحالۍ اعلان کولو سره د هغه عقيقه کول د هغه اکرام دى. اوومه ورځ بايد يوه اوزه يا ډېر څه قرباني شي، د دې خوښۍ په اړوند خپل دوستان، خپلوانو او د کورنۍ نورو غړو باندې خواړه و خوړل شي. د الله تعالى د فضل او احسان شکر ادا کول په کار دي. د جمهورو علماوو په نزد عقيقه کول سنت دي.
ليكنه: د-وهبة الزهيلي
ژباړه:عبدالنصير مرستيال