د ماشوم روزنې ضروري ټکي

آیا د کوچنیانو د روزلو لپاره داسې څه بنسټونه شته چې میندې او پلرونه هغې ته په پاملرنې سره وکولای شي په ښه توګه خپله دنده تر سره كړي؟ که څه هم چې نه شو کولای د ماشومانو د روزنې لپاره څرګند اصول وټاكو خو لاندې غټو ټکو ته اشاره بې ګټې نه ده.

تل با ثباته اوسئ

له كوچنيانو سره په اړیکو کې ثبات د روزنې له مهمو بنسټونو څخه دی او له دې پرته شونې ده چې په ورځني ژوند کې له ډیرو ستونزو سره مخ شئ.
کله چې کوچنی یو کار کوي او تاسو خپله خوښي په خندا سره څرګنده کړئ او په بل وخت کې د همدې کار په کولو سره تاسې خپل قهر وښایاست نو کوچني ته دا کار یو ډول معما ښکاري او د دې کار په ښه والي او بدوالي باندې نه پوهیږي ځکه له ځانه پوښتي چې ولې دا کار یو ځل د خندا او بل ځل د قهر سبب شو؟ کله چې تاسې په دې باندې پوه شوی چې ستاسو د اخلاقو ځواب ستاسو په ماشومانو باندې اغیز لري نو تاسو ته د ثبات ښودل بیا آسانه کیږي.
کله کله کیدای شي تاسې ته د ماشومانو هر ښه او بد کار بې ځایه ښکاره شي او له همدې کبله دوی ورټئ، نو پام چې ماشومان د دوی د ښو کارونو په خاطر چې کړي یې دي تشویق او د کږو کارونو د کولو په وخت تنبه او پوه کړئ، نه دا چې تل تشویق او یا تل رټنه ستاسو د اخلاقو یوه عادي برخه وي او یوه ورځ ښه خوشاله او حوصله مند خو بله ورځ د ناڅرګندو لاملونو له کبله خسته او بې حوصلې وی.

همغږي اوسئ

د مور او پلار په توګه باید یو شان اصول ولرو او حد اقل د خپلو ماشومانو په وړاندې باید داسې وښایو چې د دوی په روزنه کې همغږي یو.
که یو کار د پلار له خوا ستایل کیږي او همدا کار بیا د مور د خوښې وړ نه ښکاري نو ښه دا ده چې مخکې له مخکې له یو بل سره همغږي او په خبره سره پوه وو او حد اقل د خپلو ماشومانو په وړاندې خپله دوه رنګي ښکاره نه کړو.

د اولاد د روزنې لپاره بايد له كوم شرط پرته پوره وخت وركړئ

له شرط پرته پاملرنې څخه مو موخه دا ده چې د کارونو له په نظر کې نیولو پرته یو څه وخت باید له دوی سره خبرو ته ځانګړی کړو تر څو له دوی سره آزاد وغږیږو، خپل غمونه ورسره شریک کړو، د دوی د زړه درد ته هم غوږ ونیسو او له دوی سره لوبې وکړو.
دا کار د ماشومانو د سن په نظر کې نیولو سره کولای شو وکړو، دا کیدای شي د هرې ورځې په پای کې څو دقیقې وي او یا د هرې اونۍ په پاې کې یو ساعت.

ښه بیلګه واوسئ

هر څه چې په هغه باندې امر کوئ ښه دا ده چې لومړی په خپله په هغه باندې عمل وکړئ او له هر څه نه چې خپلو کوچنیان منع کوئ خپله هم هغه کار مه کوئ؛ که له دروغو نه منع کوئ نو ښه دا ده چې په خپله هم دروغ ونه وایئ.
دا څه زیات وخت نیسي ځکه واړه په کومه اندازه چې زمونږ له کړو نه زده کوي زمونږ له خبرو نه یې نه زده کوي نو لومړی باید له ځان نه پیل وکړو.

له كوچنيانو سره مو نیکې اړیکې ټینګې کړئ

د سالمې اړیکې د ټینګولو لپاره د ښه غوږ نیولو نه کار واخلئ، کله مو چې ماشومانو د یو څه ویل غوښتل نو خبرو ته یې ښه غوږ ونیسئ، حتی که د هغه د خبرو سره موافق هم نه یاست بیا هم دوی پریږدئ چې خپله خبره پوره کړي، د ماشوم سره د خبرو په مهال د سر ښورول او نور مناسب حرکات هغه ته دا ورښایي چې تاسې د هغه خبرو ته ارزښت ورکوئ او باورونه یې تاسو ته مهم ښکاري. سربیره پر دې کله چې په ماشومانو باندې امر کوئ نو د خپلې لهجې خیال ساتئ او ډیر مؤدبانه اوسئ، د خپلو ډیرو خوږو ملګرو سره چې په کوم ادب او احترام سره چلیږئ د خپلو ماشومانو سره هم په هماغه اندازه ادب مراعات کړئ.
د ناخوښۍ او قهر په حال کې نرمه خبره د كوچنيانو لپاره ډیر ښه معلم او ښوونکی جوړیږي چې بیا د قهر په حالت کې هم کولای شي په ښه ډول رفتار وکړي؛ دماشومانو له سپکولو نه کاملاً ځانونه وساتئ، د احمق، ناپوه، بې تربیې او دې ته ورته کلمات کله هم ونه کاروئ ځکه دا کلمات نه تنها دا چې د كوچنيانو په روزنه کې کارند نه واقع کیږي بلکه تاسو ته د روزنې په کار کې نورې ستونزې هم راپیدا کوي؛ که کله د خپلو ماشومانو د کوم کار له کبله ډیر په قهر شوې نو دومره ووایه چې د تا دغه کار زه ډیر وځورولم او په قهر یې کړلم.
د كوچنيانو سره د خبرو په مهال هڅه مه کړئ چې په فزیکي ډول په هغوی باندې برلاسي وی.
په آخره کې دا چې خپلو ماشومانو ته (د زه د تا خیرغوښتونکی یم، که غواړې ستونزه دې حل شي نو دا کار وکړه، زه د تا بد نه غواړم او دې ته په ورته جملوسره) نصیحت وکړئ ځکه دا جملې د اړیکو په ساتنه کې کارندې واقع کیږي.

خپل ماشومان له نورو ماشومانو سره مه پرتله کوئ

هڅه وکړئ چئ د خپلو ماشومانو پرمختګ له نورو ماشومانو سره پرتله نه کړئ حتی که څو واړه هم ولرئ هغوی هم له یو او بل سره مه پرتله کوئ.

خپل ماشومان له زیاتې خپلواکۍ او زیاتو بندیزونو نه وساتئ

واړه نه باید زیات خپلواک پرې ښودل شي او نه زیات بندیزونه پرې ولګول شي، کوم بندیزونه چې لګول کیږي باید منطقي او پایدار وي؛ که وایئ چئ شپه باید په خپل کور کې تیره کړي او د بل چا سره او کره ویده نه شي نو په لاملونو یې ښه پوه کړئ او د كوچنيانو د ټینګار په وړاندې غوڅ ځوابونه باید ورنه کړئ؛ لاملونه که پوره منطقي وي نو د منلو وړ ګرځي او د كوچنيانو د راتلونکې لپاره ډیره ښه ده.

په ماشومانو باندې په مناسب وخت امر وکړئ

کوم امر چې ماشومانو ته کوئ که هغه د دوی په وس کې نه وي او یا په همدې مهال د بل څه په کولو باندې بوخت وي نو په هیڅ صورت امر مه ورباندې کوئ ځکه همدا امرونه هغه نافرمانه آموخته کوي.

اړینه نه ده چې د كوچنيانو ټولې غوښتنې عملي شي

په دې برخه کې منطقي عمل وکړئ، ماشومانو چې کوم شی غوښتل پرته له ځنډه یې مه ورکوئ، د دې سره سره چې تل نهیلی هم ونه ساتل شي، اما د كوچنيانو په هره غوښتنه باندې عمل کول د دې لامل کیږي چې په راتلونکې کې د تاسو له کنترول څخه ووځي.
ماشومانو ته د هغه د عمر په نسبت کارونه او مسؤلیتونه وسپارئ
دا ښه نه ده چې د خپلو ماشومانو لپاره ټول کارونه تاسو په خپله وکړئ او هغوی په کور کې تنها مصرف وکړي، څرنګه چې ماشومان لوییږي کولای شي چې د ځان او کور ډیر کارونه په خپله وکړي، دا ډول خپلواکي كوچنيانو ته ورکړئ.
د آرامو کورنیو یو ستر عیب دا دی چې د خپلو ماشومانو لپاره ټول کارونه په خپله کوي او هغوی ته هيڅ کار او مسؤلیت نه سپاري، له همدې کبله کله چې ماشومان نوې ځوانۍ ته ورسیږي نو نه شي کولای د خپل ځان کارونه په خپله وکړي او په نورو باندې متکي وي.

د ماشومانو د کامیابیو او ناکامیو په اړه منطقي عمل وکړئ

له کامیابیو او ناکامیو سره منطقي چلند د دې لامل ګرځي چې په ماشومانو کې د بل کار د کولو هڅه له منځه نه ځي. د کامیابیو ډير لوی او د ناکامیو ډیر منفي ښودل یو هم ښه نه دي؛ که مو زوی په یوه سپورتي سیالۍ کې مډال لاس ته راوړي د ده دا کار ډير لوی او بې ساری مه ښکاروئ ځکه که د دوهم ځل لپاره مډال لاس ته رانه وړلای شي نو پوره د بې ارزښتۍ احساس ورته پیداکیږي او که کله هم په دې سیالۍ کې مات شي نو هغه ډیره مهمه مه ښکاروئ تر څو وکولای شي خپلې هڅې له سره پیل کړي.
دا ټکی په زده کړ‌ه کې د کامیابیو او ناکامیو په وخت ډیر د ارزښت وړ دی.

لیکنه: افسانه وکیلي
ژباړه: روح الله ساحل

Atomic Habits
د ښوونکي لارښود کتابونه

Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

Atomic Habits
Back to top button
واسع ویب