د ماشومانو په ګټه نهه حکمونه

۱ ـــ له خپلو ماشومانو سره بې قید و شرطه مینه وکړئ او هغوی په دې ډاډه کړئ، چې د هغوی د کړنو ډول ته په نه پاملرنې، له هغوی سره مینه لرئ . هېڅکله خپله مینه د هغوی په بریاوو پورې مه تړئ .

۲ ـــ د خپلو ماشومانو مخ پر ودې استعدادونو او وړتیاو په تړاو خپل درک زیات کړئ . د خپلو ماشومانو د ودې په اړه او دا چې د عمر په بېلابېلو پړاوونو کې کومې بریاوې تر لاسه کولای شي، ډېر څه زده کړئ .

۳ ـــ له خپلو ماشومانو څخه واقع بینانه تمه ولرئ . والدین نباید خپلو ماشومانو ته له لوړو معیارونو څخه وغږېږي . کومې موخې چې د خپلو ماشومانو له پاره یې ترتیبوئ، باید د هغوی له وړتیاو سره برابرې وي .

۴ ـــ خپل ماشومان په دې پوه کړئ، چې ماتې هم د ژوند یوه برخه ده، هغوی باید په دې پوه شي، چې له ماتې وروسته، څنګه بیا په خپلو پښو ودرېږي او هڅه وکړي .

۵ ـــ د خپلو ماشومانو بریاوې په جشنونو ولمانځئ او په اړه یې خبرې وکړئ . له خپلو ماشومانو سره مرسته وکړئ، ترڅو وګوري او پام یې شي، چې کوم کارونه په بریالیتوب سره ترسره کولای شي .

۶ ـــ د هغه له پاره بېلګه واوسئ . خپل ماشوم ته اجازه ورکړئ، ترڅو ستاسو له تجربو، ماتو او بریاوو څخه زده کړه وکړي . ستاسو بریاوو، ماتو او کامیابیو ته کتل، ستاسو ماشومانو ته دا ورزده کوي، هغه احساسات چې له دا ډول بریاوو سره هغه ته را پیدا کېږي، څنګه یې کنټرول کړي .

۷ ـــ په کورني چاپېریال کې د خپلو ماشومانو له پاره نظم او ترتیب په پام کې ونیسئ، په کورکې ښه سازماندهي، ماشومانو ته دا وزده کوي، چې ژوند له ماتې وروسته هم دوام لري.

۸ ـــ له خپلو ماشومانو سره مرسته وکړئ، ترڅو خپل احساسات څرګند کړي . هلکان د خوند، ویاړ، ګناه، شرم، او خواشینۍ احساسات تجربه کوي او اړتیا لري، چې د خپلو احساساتو په اړه خبرې کوي . والدین کولای شي، له خپلو ماشومانو سره مرسته وکړي، ترڅو خپل احساسات په منلي توګه څرګند کړي .

۹ ـــ له خپلو ماشومانو سره مرسته وکړئ، چې خپلې ټولنیزې اړیکې پراخې کړي، ځکه چې مثبتې اړیکې د سختیو پرمهال له هغه سره مرسته کوي . دوستان او آشنایان کولای شي ستاسو د ماشومانو له پاره د بېلګې او لارښود رول ولري .

ژباړه : عطا محمد میاخېل 

your ads

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe



ترنم یوتیوب چینل

نوې ویدیو هره ورځ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ
wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب