د مارچ اتمه | لنډه کیسه
-د دوبي موسم دئ، شا وخوا د ورځی لس – لس نیمي بجې دي، هوا ډېره ګرمه ده، خو د پخوا سره په ستر توپیر نن آبۍ ډېره خوشحاله ده؛ د خټین کور په انګړ کي پر زړه سترنجي ناسته ده؛ سجاد مشر او اجمل کوچنی لمسیان ئې دواړه د سرای ومخته بازۍ کیي؛ پدې وخت کي کوچنی اجمل خپل مشر ورور سجاد ته په خورا معصومانه انداز وایي: شجاجه( سجاده!) انا یله چي نن اغا اجي، او ماته غتتتتتت موتل هم الي، اوکې( سجاده! انا ویله چي نن اغا راځي او ماته غټتتت موټر هم راوړي، اوکې)، سجاد چي لا به پوره لس کلن نه و، خو خپل ورور کوچني اجمل ته ئې تل د یوه ډېر مشر ورور په شان ډاډ ورکوی – نن ئې هم اجمل په غېږ کي ونیوی، ورته کړل ئې: هوکې زما ګران ورورکه! اغا نن راځي، اغا به نن ډېر ستړی وي او ګوره که ئې موټر نه ؤ راوړی- هېر سوی ئې ؤ؛ نو ته مه ژاړه! ښه زما هوښیار ورورکه!
شمه ده، ژه نه ژالم( سمه ده زه نه ژاړم.) بلې دا معصوم اجمل وویل.
دوی به لا خپلي خبري نه وې خلاصي کړې، چي د دوهمي کوڅې څخه یو ماموره سړی را ښکاره سؤ- توره لنګۍ ئې تړلې وه، صدرۍ ئې اغوستې وه، او خړ ترخیزي کالي ئې په تن ول، سجاد د اجمل لاس ایله کړی او د را روان سړي پر خوا ئې ور وه ځغستل، ناره ئې کړل: اجمله!! اغا…. معصوم اجمل هم ور وه ځغستل، بلې. دا جان محمد د سجاد او اجمل پلار ؤ. جان محمد خپل دواړه زامن ټینګ په غېږ کي ونیول، دواړه ئې پر سر او تندي مچ کړل مچ کړل، بیا ئې دواړه تر لاسونو ونیول – درې واړه د کور د دروازې پر خوا را رهي سول، سجاد د پلار جان د لاس څخه لاس ایله کی، د کور پر دروازه ئې را وځغستل، چیغه ئې کړه انا انا اغ… خبره ئې پرې سوه، د کور په دروازه کي ئې نوک وخوړی( غوځار سو) د ابۍ د خُلې څخه چیغه پورته سوه( بسم الله!) سجاده زویه څه وسول؟ ښه یې؟ سجاد ژر راپورته سؤ، ږغ ئې کړل: هو اناجانی زه ښه یم، انا جانی اناجاني زېری مي درباندي: اغا راغلی!!!
ددې سره سم د سجاد پلار چي کوچنی اجمل ئې تر لاس نیولی ؤ، د سرای په دروازه را ننوتی…
سلام ئې ووایه، سمدستي ئې د مور لاسونه ښکل کړل…
آبۍ چي د کالونو کالونو اوښکي ئې په سترګو کي ډنډ وې، د خپل نازولي زوی، چي درې کاله مخکي ئې امریکایانو(معاهدینو -بشردوستانو (!) ] پر کور چاپه وهلې وه، په ترڅ کي ئې زوی درې کاله د پلچرخي په زندان کي د شکنجو او حیواناتو په رقم وهلو- ډبولو سره تېر کړل، بیا ئې هم پر ځان باندي تور ونه منی، دا یوازي په دې خاطر چي دی حافظ قرآن ؤ او درې کاله مخکي ئې د خټین کور له دېواله کوم مجاهد (!) د معاهدینو پر موټر د وسلو ټکان کړي ول – هغوی د شپې له لوري کلی محاصره کی، چي په ترڅ کي ئې دی په تور بوتلی، نن ئې مورکۍ په لیدلو خپلي ټولي د کالونو اوښکي وبهولې، جان محمد ئې پر سر، تندي، سترګو مچ کی مچ کی، بیا ئې لاسونه ترې را چاپېر کړل، خوني ته روان سول. زرمینې چي د کالونو هجران وروسته ئې پر خپل لالي سترګي ولګېدې…
د ځایه پورته سوه، ژبه ئې بنده سوه؛ کلام ئې تر خُلې نه راوتی، په حیرانۍ ئې د لالي لاس کش کی – غوښتل مچ ئې کړي؛ خو لالي ئې برېنښودله، پر سر ئې مچ کړله- بیا ټول کښنستل.
د سجاد مور زرمینه ولاړله، په پلاستیکي جیک کی ئې نوکی اوبه او ریحان خواږه کړل – جیک ئې راوړی؛ ټولو اوبه وڅښلې. جان محمد د کوچني اجمل پر سر لاس را تېر کړی، بیا ئې ورته ویل: اجمله زویه چنګه ئې؟
معصوم اجمل چي د سجاد خبره ئې په یاد وه، وویل: شه یمه اغا، ژه موتل نه غوالم- ته شتلی یې ( ښه یمه اغا زه موټر نه غواړم- ته ستړی یې!)
ای هوښیار زوی قریان سم!!
ښه نو،
ته موټر غواړې، سمه ده، اوس به بیده سوو -ماپښین به زه، ته او سجاد درې سره بازار ته ولاړ سو، تاته به موټر واخلم، سجاد ته به هم یو کوچنی بایسکل واخلم، بیا به زه خپلی مور ته تحفه راوړم تاسي به خپلي مور ته تحفې رواړئ – ورته وبه وایاست چي: مور ورځ دي مبارک سه! سمه ده؟
اجمل په معصومه ژبه وپوښتل: شتا مول چوک ده او چیري ده؟
جان محمد، آبۍ او زرمینه درې واړه د کوچني اجمل ښایستو خبرو ته مُسکي دي، چي په دې وخت کي
سجاد اجمل ته وویل: ورورکه! آبۍ ده. آبۍ زما وستا انا ده او داغا مور ده. زما وستا مور هغه ده – دلاس په اشارې ئې زرمینې ته ګوته ونیوله.
اجمل وویل: شمه ده، نو اجۍ چي بیده سوو، بیا ماپشین باژال ته جو. ددې سره سم جان محمد اجمل تر لاس و نیوی؛ د غرمې داستراحت لپاره زېرخانې ته ولاړل او سجاد هم د آبۍ سره په خپله د ابۍ په خونه کي بیده سو.
پای