د لیمو ۱۸ مهمي ګټي، او په ورځنيو چارو کې د هغه استعمال

۱- لیمو د هر رنګه وایرسونو سره تضاد لري، ځکه نو د زکام، پزه بهیدنه، سترګي بهیدنه، او دې ته ورته ټولو امراضو څخه انسان ساتي، لیمو د ویټامین سي خزانه بلل کیږي، او ویټامن سي عموما داسي مرضونو تر ټولو غوره علاج بلل کیږي، د زکام په حالت کې که لیمو د ګرمو اوبو او چایو سره وخوړل سي، ډیر ګټور تمامیږي.

۲- لیمو بولي جاري کوي، او همداسي د پښتورګو مرضونو لپاره ګټور ثابتیږي، د پښتورګي ډبره او خاوره له منځه وړي، او ټول هغه جراثیم وژني، چې د بولو په مجرا کې ژوند کوي.

۳- د بندونو د دردونو مخه نیسي، او روماتیزم په علاج کې ښه رول لوبوي، او همداسي اعصابو ته ارام ورکوي.

۴- که وچیښل شي، او یا په جلد باندي ولګول شي، د جلدي حساسیت لپاره ګټور تمامیږي.

۵- د مالیریا، کولیرا، او ټای پایډ څخه د ژغورني لپاره کارول کیږي.

۶- د وټامن سي او روټین (Rutin) په نامه د مادې د موجودیت له کبله د رګونو دیوالونه تقویه کوي.

۷- د ښځو لپاره : په رحم کې دننه د ویني بهیدنه کمه وي.

۸- د صحت په ساتنه کې ګټور تمامیږي، او همداسي د جسم قوت مدافعه تقویه کوي.

۹- د مخدره موادو د نشې څخه د علاج لپاره کارول کیږي.

۱۰ – که هر سهار یوه ګلاس اوبو ته یوه قطره لیمو واچول شي، د ایني د ساتني او په صفايي کی مهم رول لوبوي، او معده د زهریاتو څخه پاکه وي.

۱۱- په جسم کې طبیعي توازن ساتي.

۱۲- د سټریک په نامه تیزاب (Citric acid) په لیمو کې وجود لري، کوم چي په پښتورګو کې د کالشیم پاته شوني او ډبرې جوړیدني مخه نیسي.

۱۳- د سرطاني او خبیثو اورامو د نمو مخه نیسي، او نه پریږدي چې هغه په چټکۍ سره وده وکړي، ځکه چې په لیمو کې جلیکوسایډس فلاون (glycosides flavone) وجود لري.

۱۴- د معدې چینجي له منځه وړي.

۱۵- د ویني فشار تنظیموي، او که چیري د ویني فشار لوړ سي، نو تر ټولو اسانه او چټک علاج یې مریض ته د لیمو جوس ورکول دي.

۱۶- د تنفسي امراضو لکه ربو د جانبي عوارضو مخه نیسي، او د ناروغي په تخفیف کې ګټور تمامیږي.

۱۷ – د سترګو د ډیرو مشکلاتو لپاره مفید مواد لري، ځکه چې په لیمو کې هسپیریډن (Hesperidin) په نامه ماده موجوده ده، کومه چې د سترګو د ډیرو مشکلاتو د مخنیوي لپاره کارول کیږي، او دسترګو دید صفا کوي.

۱۸- او څوک چې په شوګر مرض مبتلا وي، دهغه په وینه کې د شوګر د توازن سبب ګرځي.

په ورځنیو چارو کې د لیمو استعمال او ګټي:

۱- لیمو که په بدن باندي د زیتون د تیلو سره ولګول شي، نو دا ډیره زیات ګټور تمامیږي، او خصوصا په جلد کې چې کومي خلایاوي مړې شوي وي، د هغوی په را ژوندي کیدو کي مهم رول لري، او همداسي جلد ډیر ملایم او تر وتازه کوي، او همداسي د تورو داغونو څخه د علاج لپاره کار امد ثابتیږي.

۲- د وریښتانو د ښه علاج لپاره لیمو ډیر مهمه دوا ده، د لیمو جوس د وریښتانو غوړزګي ختموي، او د هغه غدد چې غوړي را باسي، تنظیموي، په شامپوګانو کې مهم جز همدا لیمو وي، خو باید هغه شامپو اختیار کړه سي، چې د رشتیا لیمو په کښي اضافه شوی وي.
که د لیمو پوستکي جوش کړه سي او بیا د لمبېدو او وریښتانو د پریوللو وروسته په هغو اوبو غوړیږي، نو دا به وریښتانو ته ډیره ځلا ورکړي، او وریښتان به د ریچو او شپږو څخه وساتي.

۳- د غسل وروسته د خولو د بوی ورکولو لپاره هم کارول کیدای سي، او جسم د ښه بوی لپاره مهم رول لوبوي.

۴- د غاښونو د ژیړوالي د خاتمې لپاره هم ښه کار کوي، چې د غاښونو د کریم سره وکارول سي، او یا په یو ټکره باندي لیمو واچول شي، او غاښونو باندي وموښل شي.

۵- د نوکانو د تقویت او ښایست لپاره هم کار آمد ثابتیږي، چي د زیتون د تیلو تر څنګ په لیمو باندي نوکان غوړ سي.

Wasiclinic YouTube Channel


Subscribe to Our YouTube Channel

Subscribe

پوهنتون تعلیمي یوتیوب چینل


چینل سبسکرایب او شریک کړئ

Subscribe

خپل نظر مو دلته ولیکئ

Atomic Habits
Back to top button
واسع ویب