د لپټاپ د بطرۍ په اړه څو سپارښتنې
د لپټاپ بطرۍ چارج څخه ډېر کار اخیستل
پر داسې مهال چې برېښنا نه وي او د لپټاپ له بطرۍ څخه کار اخلئ که لاندني ټکي په پام کې ونيسئ ښايي تر ډېره بريده يې کار کړئ، آن دا چې تر خپل ځانګړي وخت يې وړاندې کارولاى شئ. بل پلو دا خبره د لپټاپ په جوړښت هم اړه لري، ما چې کوم لپټاپونه ليدلي بطرۍ يې له دوو ساعتونو نيولې بيا تر دوه نيمو ساعتونو پورې کار کوي، ځينې نورې بطرۍ هم پيدا کېږي چې څلور، شپږ يا اته ساعته کار وکړي، خو هره يوه بطرۍ که د يوه ځانګړي مهارت له مخې کار شي پايلې به يې مثبتې وي.
١. کمپيوټر Defrag کړئ، څومره چې د هارډ ډيسک فعاليت ګړندى وي هغومره د بطرۍ انرژي لږ کارېږي.
٢. د پردې نور يې کم کړئ، د نننۍ نړۍ په سلو کې ٩٩ لپټاپونه د پردې د نور کمولو وړتيا لري، پر داسې مهال چې له بطرۍ څخه کار اخلئ نوموړى هغه يې کم کړئ.
٣. هغه پروګرامونه چې د پردې تر شا په کار لګيا وي ودروئ، لکه Antivirus يا هم Google Desktop . ځکه نوموړي هر وخت په کار لګيا وي او کمپيوټر مصروف ساتي، لنډه دا چې ټول دې ته ورته پروګرامونه ودروئ.
٤. هغه پرزې چې دباندنې پورټونو له لارې له کمپيوټر سره تړل کېږي بېلې کړئ، د بېلګې په ډول USB موږک يا هم Cool Disk ، دا ټولې هغه پرزې دي چې د برېښنا انرژي مصرفوي.
٥. د کمپيوټر حافظه (RAM) چې څومره جګه وي هغومره د لپټاپ بطرۍ سپمول کېږي، په جګه حافظه کې پر Virtual Memory تر سره کېدونکي پروسې خورا کمې وي، يعنې که د RAM حافظه جګه وي کېداى شي بطرۍ تر ډېره بريده کمه کار شي.
٦. هارډ ډيسک پر CD او DVD ښه والى لري، يعنې هارډ ډيسک هېڅ وخت د CD او DVD په پرتله بطرۍ نه شي کارولاى، آن دا چې که يوه CD په ډرايو کې پرته وي او کارېږي نه بيا هم د بطرۍ پر وړاندې خنډ ګرځي، که غواړئ CD يا هم DVD پر داسې مهال کار کړئ چې پر بطري کار کوئ هارډ ډيسک ته يې کاپي کړئ او بيا يې کار کړئ.
٧. د بطرۍ غاښي پاک وساتئ، نوموړي عبارت دي له هغو غاښو څخه چې د کمپيوټر او بطرۍ تر منځ د برېښنا اړيکى قايموي، په دې ډول هم بطرۍ تر ډېره کار کوي.
٨. د بطرۍ خيال وساتئ، دا يو ډېر اړين ګام دى، که له بطرۍ څخه ګټه پورته کوئ تر پوره چارج وروسته يې په دوو يا هم درېيو اوونيو کې پر مخ خالي کوئ، که نه وي بطرۍ ډېر ژر له کاره لوېږي، د يادونې وړ ده اوسنۍ بطرۍ پر Li-on کار کوي د پوره خالي کېدو اړتيا يې نه ليدل کېږي، نوموړې کړنه يوازې د زړو کمپيوټرونو پر بطريو تر سره کړئ.
٩. کمپيوټر د Standby پر ځاى Hibernate کړئ، په لومړني حالت کې د کمپيوټر پرېښودل هم د بطرۍ چارج کموي، مګر دوهم هغه يې کمپيوټر په سمه توګه خاموش ساتي، که تاسو Standby د دې لپاره کاروئ چې ژر مو کمپيوټر روښان شي Hibernate هم له نوموړي څخه کم نه دى.
١٠. لپټاپ په داسې ځاى کې کښېږدئ چې ګرم نه شي، څومره چې يې ګرمي کمه وي بطرۍ يې هغومره ډېر کار کوي، بايد ووايم د هوا اخيستلو او ايستلو لارې يې (هغه سوري چې هوا په ننوزي يا وزي) پاکې وساتئ، چې هوا په کې په مناسبه توګه جريان ولري، په داسې ځايونو او کنجونو کې چې د ګرمېدو امکان يې موجود وي د کمپيوټر له اېښودلو ډډه وکړئ.
١١. د وينډوز Power Options تنظيم کړئ، په Control Panel کې د Power Options سيمه پرانيزئ او د مناسبې پرېکړي له مخې يې تنظيم کړئ، په دې برخه کې پلي شوي بدلونونه په اتوماتيک ډول تر سره کېږي او د بطرۍ چارج سپمېږي. د يادونې وړ ده د Change advanced power settings له لارې نور د پام وړ بدلونونه پلى کولاى شئ لاندني شکل ته وګورئ:
١٢. د کار پر مهال يوازې پر يوه لار لاړ شئ، يعنې که ليکنه ليکئ سندرې مه اورئ، او که سندرې اورئ بيا ليکنه مه ليکئ، په دې ډول هم بطرۍ ډېر وخت کار کوي.
١٣. يو مناسب لپټاپ رانيسئ، د ناپېژاندو کمپنيو لپټاپ مه رانيسئ چې بطرۍ يې ځواکمنه او د ښه کار جوګه نه وي، په دې ځاى کې چې د ځينو کمپنيو نومونه ليکم دا دي: Toshiba Satellite, Sony VAIO, IBM, Dell, HP او….
١٤. Auto Save بند کړئ، د بېلګې په توګه د Word پروګرام نوموړى هغه غير فعال کړئ، که دا اندېښنه در سره وي چې بطرۍ به ختمه او ليکنه به له منځه لاړه شي د Auto Save پر ځاى Power Options تنظيم کړئ چې د بطرۍ له ختمېدو سره کمپيوټر Hibernate شي او ستاسو کارونه پر ځاى پاته شي.
١٥. د ګرافيک کارډ فعاليت مو کم کړئ، د پردې Resolution هم کښته راوستل د بطرۍ پر چارج مثبت اغېز لرلاى شي، يعنې که د ١٠٢٤ پر ځاى ٨٠٠ هغه کار کړئ اغېزې به يې ډېرې ښې پايلې ولري لاندني شکل ته ځير شئ:
١٦. د هېڅ يوه لپټاپ بطرۍ تر ٢٠% کمه مه کاروئ، يعنې د يوه لپټاپ بطرۍ مه پرېږدئ چې تر ٢٠% کمه شي، په دې ډول بطرۍ ډېر ژر له منځه ځي. په نړيواله کچه د هغو بطريو په اړه چې له مايع تېزابو څخه بې برخې وې دا سپارښتنه کېږي چې تر ٢٠% بايد کمه کار نه شي.