د ليکنې پيل او درې پوښتنې | څه، څنګه او چا ته؟
هر ليکوال چې کله د څه ليکلو نيت کوي او غواړي چې خپله سوژه او مفکوره د نورو لپاره وړاندې کړي، نو د خپلې ليکنې له پيل نه وړاندې ورته اړينه ده چې له خپل ځانه ځينې پوښتنې وکړي او مناسب ځواب ورته ووايي.
که چېرته يې دا پوښتنې ځواب کړې او ځانته يې قناعت ورکړ، نو مانا يې داده چې هغه کسان يې هم راضي کړي چې دى ورته ليکنه کوي او غواړي چې خپله پوهه او تجربه ورسره شريکه کړي چې مطلب مې دده مخاطبين دي.
هسې خو د يوې ليکنې له پيل وړاندې د ليکوال پر وړاندې زياتې پوښتنې مطرح کېږي او د ټولو ځواب د ليکنې په بډاينه او ښکلا کې مرسته کوي، خو تر ټولو مهمې يې درې دي چې ليکوال ته يې ځوابول اړين برېښي. البته دا پوښتنې عامي دي ، د ليکوالۍ په هر ډول کې ليکوال ته ګټه رسوي او ورته نه پاملرنه يې د ليکنې د بې خوندۍ او حتى بې لارۍ سبب ګرځي.
څه ليکي؟
دا پوښتنه معمولا د ليکنې د محتوا او موضوع په اړه مطرح کېږي.ليکوال ته اړينه ده چې لومړى له ځانه وپوښتني چې د څه ليکلو نيت يې کړى. په دې پوښتنه کې دى په دې ځان پوهوي چې غواړي کومه موضوع وليکي، د ليکنې منځپانګه يې څه ده او غواړي چې څه ووايي؟
مثلا ادبي، سياسي، اقتصادي او ساينسي ، طبي او … که بله کومه بله برخه کې د څه په اړه ليکنه کوي، ولې ورته اړ شوى؟ دلته معلومه خبره ده چې دا ټول پراخ موضوعات دي، دلته بايد موضوع ډېره څرګنده او مشخصه شي چې د ليکوال کار اسانوي او د ټاکلې موضوع او محتوا په برخه کې خپل فکر او سوچ د معلوماتو په دايره کې را غونډوي.
غوره ليکوال تر د خپلې ليکنې لپاره غوره او نوي موضوعات پيدا کوي او ډېر کوچني او هېر موضوعات هم د خپلې پوهې او مطالعې په رڼا کې په داسې ډول وړاندې کوي چې لوستونکي ته نوي او په زړه پورې ښکاره شي او فکر کوي چې ليکوال دا ليکنه دده لپاره ليکلې ده.
دا انتخاب او لنډون ځکه ډېر اړين دى چې کله ليکوال دا سوچ ونه کړي، نو نه يوازې چې موضوع تر پراخېږي، بلکې لرې نه ده چې خپله لاره هم ورکه کړي او ګڼ داسې موضوعات را ونغاړي چې اصلي مخاطبين به يې اصلي موخه په ګرانه پيدا کړي.
ياني په ټوله کې ويلي شو چې که ليکوال د ليکنې له پيل وړاندې دا پوښتنه نه وي ځواب کړې، نو کار به يې که څه هم هسې بې ګټې نه وي، خو ډېر اغېز به هم نه لري او بل څوک به ترې ګټه نه شي اخيستلى، ځکه ليکوالي يوازې د پاڼو تورول نه دي، بلکې نورو ته د اصولو په پام کې نيولو سره د خپلې پوهې او تجربې لېږدونه ده.
څه ليکې؟ په حقيقت کې د ليکنې اساسي او غوښنه برخه ده او د ليکوال موخه او هغه پيغام په کې راڅرګندېږي چې دى غواړي نورو ته يې ولېږدوي. څنګه چې د يوې ماڼۍ د جوړولو لپاره د بنسټ ډبره مهمه ده، داسې د ليکنې په پيل کې دې پوښتنې ته معقول او قناعت بښوونکى ځواب موندل هم د ليکوال لپاره تر ټولو مهم دي.
څنګه يې ليکې؟
دا پوښتنه تر ډېره د ليکنې د جوړښت، اړتيا او ژبنۍ بڼې په اړه مطرح کېږي. دا موضوع ډېره اړينه ده او له لومړۍ پوښتنې ( څه ليکې) وروسته ځکه مطرح کېږي چې اوس نو بايد ليکوال د خپلې ليکنې طرز او فارم وټاکي چې موضوع يې ولې ټاکلې او اوس يې په کومه بڼه وړاندې کوي.
په دې پوښتنه کې ليکوال اړ دى چې د خپلې ليکنې ساختماني جوړښت او ژبه مشخصه کړي، د اړ کېدو دليل يې ووايي. مثلا دغه موضوع ته کوم کتاب د مطالعې او کومې پوښتنې وروسته اړ شوى او بله دا چې د يوه کتاب په کچه يې ليکي، د يوې رسالې په کچه يې ليکې،د يوې مقالې په کچه او که داسې چې پرلپسې خپرېږي.
ځينې داسې ليکنې شته چې ليکوال د سوال او ځواب په بڼه مطرح کړې وي، په لنډون يې ليکلي وي، کله کله نتيجه لري، پوښتنې يې په کې مطرح کړې وي چې لوستونکى بېرته اړ شي ځواب ورکړي او چې ځواب ورسره نه وي، له سره ليکنه وګوري.
دلته کېدى شي ليکوال دا هم مشخص کړي چې ليکنه يې په مجله کې خپرېږي، په اخبار، ويبپاڼه او که راډيو کې خپرېږي، که کتاب وي د چا لپاره دى؟ د ښوونځي که پوهنتون لپاره، په کومه سويه بايد ترتيب شي،بله دا چې ليکنۍ جوړښت يې بايد څه ډول وي، ليکوال اړ دى چې د ټولو په اړه ځان اشنا کړي او بيا خپلې ليکنې ته راشي.
کله چې ليکوال دا مشخص کړل، نو دلته بيا دا ډول هر فورم بېله ژبه هم لري، ليکوال نه شي کولى چې ساينسي او طبي معلومات په پېچلى ادبي ژبه بيان کړي او يا برعکس د يوې پوهې لپاره د بلې پوهې ژبه ولري. ځکه په خپل ذات کې له ژبې ور هاخوا هره پوهه او علم خپله ځانګړې ژبه لري چې مرعاتول يې ليکنې ته محبوبيت او اساني وربښي او ليکوال په کې په ډېره اسانۍ خپلې موخې ته رسېږي.
د چا لپاره يې ليکې؟
دا هم د ليکوالۍ درېيمه او تر ټولو مهمه پوښتنه ده چې د ليکنې د مخاطب په اړه مطرح کېږي. په پيل کې يې ځوابول ليکوال ته خپل مخاطبين ور پېژني او په دې اړه معلومات تر لاسه کوي چې دا ليکنه د چا لپاره کوي او په بله اصطلاح پېروونکي(مشتريان) يې څوک دي؟
د پېرونکي کلمه مې ځکه وکاروله چې د ليکوال او دهغه د مخاطب ياني هغه کس تر منځ چې دده ليکنه لولي يا يې اوري، يوه اړيکه شته او دا اړيکه د پېروونکي او پېردونکي تر منځ اړيکې ته ورته ده چې د نه پېژندنې په صورت کې تاوان کوي.
پېرېدونکى چې څو خپل پېرېدونکي ونه پېژني او دهغوى اړتيا درک نه کړي، نو سوداګري يې بې ګتې ده او تل به له تاوان سره مخ وي. همداسې ليکوال ته ډېره اړينه ده چې خپل مخاطب وپېژني، د هغه اړتيا او د پوهې کچه درک کړي او بيا ورته يو څه وړاندې کړي.
ليکوال بايد ددې پوښتنې په ځواب کې سوچ وکړي چې دى خپله مقاله چاته ليکي، محصل دى،يوازې لوستى دى، ښوونکى، د کومې علمي کچې خاوند دى او که غواړي چې ليکنه يې ددې برخې د څېړنيزې برخې په ماخذونو کې وکارول شي. حتى کله کله د مخاطبينو د جنسيت موضوع هم په کې مطرح وي.
په ځينو مجلو او چاپي خپرونو کې هم دا معمول دي چې د يوې ليکنې يا يوې مقلې په سر کې ليکي چې دا ليکنه د کوم کسانو د لوستلو لپاره ده او څوک يې دې نه لولي. که څه هم دا تجربه زموږ په هېواد کې ډېره بريالۍ نه ده، خو د ليکوال موخه داده چې خپل اصلي مخاطبين يې لوستلو ته را وبولي او د نورو وخت ضايع نه کړي.
که ليکوال داسې ونه کړي او د خپلې ليکنې مخاطب ونه پېژني، نو داسې ښکاري لکه طبيب چې خپل ناروغ ته د يوه درد پر ځاى د بل درد درمل ورکړي او د درملنې پر ځاى نه يواځې چې دهغه ستونزه ډېروي، بلکې خپل درمل هم د بل ناروغ له خولې باسي او ضايع کوي .
د برياليو او تکړه ليکوالو يوه ځانګړتيا هم داده چې تر خپلې ليکنې وړاندې يا په ساده اصطلاح د قلم اوچتولو نه وړاندې ډېرې پوښتنې په ځانګړي ډول دلته يادې شوې درې پوښتنې په ښه ډول ځوابوي او بيا يو څه ليکي.
ددې پوښتنو ځوابونه د ليکوال په ليکنه کې اغېز زياتوي او ليکوال تر خپل هدف پورې په اسانۍ رسوي، ځکه له دې پرته ليکوال داسې وي لکه په يوه نامعلومه لاره چې بې پتې او بې نښې روان وي او خپل منزل نه پېژني، خو که پوښتنې يې ځواب کړي وي او خپل مخاطب يې پېژندلى وي، نو بيا په لاره ډېر ډاډمن ځي او د ارامۍ احساس کوي.
که چېرته ليکوال يو له دغه پوښتنو ته هم قناعت بښوونکي ځواب ورنه کړي، نو غوره به دا وي چې په خپله پيل کړې ليکنه له سره غور وکړي او تر هغو يې دې نه ليکي چې ځان يې نه وي قانع کړى، ځکه دا ډول ليکنه به ډېره بې اغېزې څه چې بيخي بې ګټي وي او ليکوال به ورباندې هسې خپل وخت ضايع کړى وي.
لیکنه: ګل رحمن رحماني