د لور په پیداکیدو ولې خفه کېږو؟

د ښځې مقام او د ټولنې اصلاح

د لور په پیدا کېدو خفه کېدل موږ ته تر اسلام د مخه د جاهلیت د زمانې رواج پاتې دی. په یوه ځای کې چې امن نه وي، دولت او د قانون حاکمیت نه وي او ټولنه د ځنګل په قانون چلیږي، هلته د زورور برخه غټه وي. په چور کې د زورور ګټه ده. په ځنګل کې زمری ځکه پاچا دی چې لویې داړې او زورورې مټې لري.

په یوه بدوي ټولنه کې خلک زوی غواړي، ځکه چې سړی تر ښځې په بدن قوي دی او د چور په چاپیریال کې کور ته ګټه راوړلای شي. قرآن کریم دغه حالت د جاهلیت د زمانې یو قبیح عمل ګڼي او د غندلو په ترڅ کې یې فرمایي:

وإذا بشر أحدهم بالأنثی، ظل وجهه مسودا و هو كظیم.
(سورة النحل، آیه ۵۸)
او کله چې د لور زیری پر یو چا وي، نو مخ یې له قهره تور واوړي.

ښځه ملامتوي چې: “دا عار دې ما ته له کومه راوړی؟”

معلومېږي چې موږ تراوسه لا د اسلام تعالیم پوره نه دي خپل کړي.


یوه تجربه

زه یو وخت د پوهنې وزیر وم. د علماء کرامو ډېر قدر مې کاوه او هڅه مې دا وه چې ټولنه بې له تشدد اصلاح کړو او اسلام خلکو ته په صحیح معنی ورسوو. نو دیني مدارسو او عصري ښوونځیو دواړو ته جدي توجه وشوه او په نصاب او منهج کې یې هم مثبت بدلون راغی.

یوه ورځ ملایان راسره ناست و او پر یوه علمي مسئله مو بحث و. زما یو پخوانی آشنا ملا وویل:

“زړه مې نه غواړي له مجلسه ولاړ شم، خو حیا دې وي، ښځه مې هلته د سرک پر غاړه ګوښه کښینولې ده، ډېره انتظار سوه، باید ورسم. که اجازه راکړئ!”

ما ورته وویل:

“لومړی، ولې په مجلس کې دومره ډیر کښینستلی؟ تاته تر دغه مجلس د هغې د انتظار ختمول ضرور و. ته باید له هغې معذرت وغواړې، ولو درباندې ثقیل هم وي. دوهم، دا چې د ښځې د نوم سره دې ‘حیا دې وي’ ولې وویل؟”

هغه وویل:

“ښځه بعضې اوقات چټله وي. حیض و نفاس ته یې اشاره وه. دا اصطلاح زموږ خواته عامه ده.”

ما ټول مخاطب کړل او ورته ومې ویل:

“هغه چاته چې الله (ج) او د هغه رسول (ص) اوچت مقام او عزت ورکړی دی، موږ یې په کوم حق توهین کوو؟ وَلَقَد كَرَّمْنَا بَنِي آدَمَ (صدق الله العظیم). نر او ښځې دواړو ته یو ډول خطاب دی، او د پوښتنې په ورځ به موږ ته په یوه نظر کتل کیږي:

إِنَّ الْمُسْلِمِينَ وَالْمُسْلِمَاتِ … أَعَدَّ اللَّهُ لَهُمْ مَغْفِرَةً وَأَجْرًا عَظِيمًا
(سورة الأحزاب، آیه ۳۵)


د ټولنې اصلاح او تمدن

موږ باید خپل ځان او بیا ټولنه اصلاح کړو. علماء د انبیاء ورثه دي او د ټولنې واقعي مشران دي (إنما یخشی الله من عباده العلماء). موږ باید د جهالت فرهنګ له ټولنې محوه کړو.

اسلام متمدن دی، او پیغمبر (ص) پر یثرب د “مدینة” نوم ځکه کښیښود، چې مسلمان متمدن دی. مسلمانان باید په دواړو جهانو کې سرلوړي او معزز خلک وي.


د پوهنتون چینل نوې ویدیو


پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe

Editorial

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

Atomic Habits
Back to top button
واسع ویب