د لمر له لوېدو څخه ښايسته تصويرونه په څه ډول واخلو؟

د لمر لوېدل د عکاسۍ لپاره پېژندل شوې سوژه ده، په ځانګړې توګه هغه وخت چې په سفر کې له عکاسۍ نه خبرې کېږي. د لمر لوېدو په وخت کې طبيعت ترده پورې تړاو لرونکې څېره او رنګ غوره کوي چې عکاس ته يوه په زړه پورې صحنه شمېرل کېږي. دا ډول عکاسي د دوو مهمو موضوع ګانو څرګندونه کوي. لومړی دا چې د رڼا له سرچينې (لمر) څخه په نېغ ډول عکس اخيستل او د رنګونو برابروالی چې سخت کار دی، په ځانګړې ډول چې سوژه د رڼا د چاپېريال لرونکې وي.

عکس اخيستو ته تياری:

کله چې له لمر لوېدو عکس اخلئ، لکه له طبيعت نه عکس اخيستل، بايد چې له يوه طلايي وخت نه د عکس اخيستو تياری ولرﺉ. د نيم ساعت شاوخوا وخت لرﺉ چې د لمر لوېدو عکس واخلئ، سره ددې چې د لمر لوېدو تر ټولو ښه وخت هغه دی چې لمر سترګې اخيستونکې رڼا ولري، چې هغه هم يوه دقيقه دی. نو د عکس اخيستو لپاره تياری اړين دی. بايد پوه شئ چې ستاسې په سيمه کې څه وخت لمر لوېږي. ښه ځای ته په وړ وخت کې لاړ شئ او له ځان سره لازم وسايل هم يوسئ چې د اړتيا په وخت کې کار ترې واخلئ.

انځورګري تصویرونه
انځورګري تصویرونه

د لمر له لوېدو څخه د عکس اخيستو لپاره حرکت:

ددې لپاره چې د شپې په وخت کې تر ټولو ښه تصويرونه واخلئ بايد ښه وسايل وکاروﺉ لکه:

يوه ښه کامره:

د DSLR هره کامره به ښه او عالي وي، ځکه چې د لمر لوېدو په وخت کې بايد عکسونه په يوه ټيټه ISO کې واخيستل شي.

پايه.

په ټيټه ISO سره کار تاسې دې ته هڅوی شي چې د لمر لوېدو په وخت کې د شټر له ټيټ چټکوالي کار واخلئ له همدې امله د کامرې د ثابت پاتې کېدو لپاره يوه پايه لرل اړين دي.

د لوړ فوکس لرونکي لېنزونه.

د لمر لوېدو په وخت کې د ښکلو عکسونو اخيستل، د سوژې په چوکاټ کې د عکس اخيستو اړتيا پيداکوي. ځکه هغه څه چې ستاسې سوژه محدوده ساتي، ستاسې تصويرونه په عادي او عالي تصويرونو وېشي. تاسې د يوې منظرې د اخيستو لپاره د يوې پرانيستې زاويې له مخې معمولاً يوه لوړ فوکس لرونکي لېنز ته اړتيا لرﺉ. چې دا چوکاټ کول به ستاسې کار نور هم آسانه کړي.

د ترکيب په اړه نور ټکي او نورې هغه نظريې چې له تاسې سره به د لمر لوېدو د ښکلو تصويرونو په اخيستو کې مرسته وکړي:

د وړ ترکيب ټاکل او له بېلو نظرونو کار اخيستل ستاسې عکسونه د لمر لوېدو له عادي عکسونو نه بهتره ښيي.

تل هڅه وکړﺉ چې په ترکيب کې درې ګوني قوانين پلي کړﺉ او ستاسې په تصويرونو کې د جزياتو او برخو څرګندېدو ته بشپړ پام وکړﺉ. هڅه وکړﺉ چې په عکس کې مو بېلې موضوع ګانې لکه ونه، اوبه او يا لرې غر راوړﺉ او د رڼا له هغې ښکلا څخه چې د لمر لوېدو په وخت کې څرګندېږي، ګټه واخلئ. هڅه وکړﺉ يو ښه شی واخلئ. د دې په ځای چې يوازې لمر په پام کې ونيسئ، کولای شئ د هغې چاپېريال ته پام وکړﺉ او د لمر لوېدل د عکس د يوه ښکلي چاپېريال يا بکګرونډ په څېر په پام کې ونيسئ.

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe



ترنم یوتیوب چینل

نوې ویدیو هره ورځ

سبسکرایب Subscribe


wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب