د لمانځه اهميت

د لمانځه اهميت

لمونځ ددين ستن ده داسلام اوکفر ترمنځ سرحد دی نوځکه دلمانځه دفضيلت په اړه بيخي ډير قرآنې آيتونه او احاديث راغلې دي چې دلته مو دهغه جملې څخه ځنې رانقل کړي دي .
 وَأَقِمِ الصَّلاَةَ إِنَّ الصَّلاَةَ تَنْهَى عَنِ الْفَحْشَاء وَالْمُنكَرِ وَلَذِكْرُ اللَّهِ أَكْبَرُ وَاللَّهُ يَعْلَمُ مَا تَصْنَعُونَ (العنکبوت ۴۵).
(( اوقائموه لمونځ   يقيناً لمونځ  منع کوي (لمونځ کوونکی ) له فحشآء اوناوړه چارو څخه ، اوخامخا يادول دالله ډير لوی دی او الله په هغه څه پوهيږي چه تاسې يې کوی )).
وَالَّذِينَ هُمْ عَلَى صَلَوَاتِهِمْ يُحَافِظُونَ ۹ أُوْلَئِكَ هُمُ الْوَارِثُونَ۱۰ الَّذِينَ يَرِثُونَ الْفِرْدَوْسَ هُمْ فِيهَا خَالِدُونَ (المؤمنين ۹-۱۱) .
 اوهغه ( کسان هم کامياب شول ) چه دوی هميشه دلمونځونو خپلو ساتنه کوي (چه تل يې سم اداکوی سره له ټولو حقوقو ) هم دغه (مؤمنان ) هم دوی دی وارثان هغه (وارثان ) چه په ميراث به اخلی فردوس دوی پدغه جنت الفردوس کې تل پاتې کيدونکي  دي.
إِنَّ الَّذِينَ آمَنُواْ وَعَمِلُواْ الصَّالِحَاتِ وَأَقَامُواْ الصَّلاَةَ وَآتَوُاْ الزَّكَاةَ لَهُمْ أَجْرُهُمْ عِندَ رَبِّهِمْ وَلاَ خَوْفٌ عَلَيْهِمْ وَلاَ هُمْ يَحْزَنُونَ (البقره ۲۷۷).
يقيناْ هغه کسان چه ايمان يې راوړی دی او کوي دوی ښه عملونه او قايموی لمونځ (په ښه شان ) او ورکوي دوی زکات شته دوی لره اجر په نزد د رب د دوی او نشته هيڅ ډول ويره پر دوی باندې او نه به دوی ( هيڅکله ) غمجن کيږي.
وَالَّذِينَ هُمْ عَلَى صَلاَتِهِمْ يُحَافِظُونَ ۳۴ أُوْلَئِكَ فِي جَنَّاتٍُّكْرَمُونَ (المعارج ۳۵ )
هغه کسان چه دوی دخپل لمانځه ساتنه کوي دغه کسان  به په عزت سره دجنت په باغونو کې اوسيږی

نبوي  (ص) ارشادات :

عَنْ ابی قتاده بن رِبْعی   (رض)  قَال قَال رسول الله صلی الله عليه وسلم قَالَ اللهُ تعالی اِنِّی افْتَرَضْتُ عَلی اُمُّتِکَ خَمْسَ صَلَواَتٍ وَعَهِدْتُّ عِنْدِی عَهْدًا اَنَّه مَنْ خَافَظَ عَلَيْهِنَّ لِوَقْتِهِنَّ اَدْخَلْتُهُ الْجَنَّةَ فِیْ عَهْدِی وَمَنْ لَّم يُحَافِظْ فَلاَ عَهْدَ لَه عِنْدِی (ابوداود،ابن ماجه،بيهقی).
چه ماستا په امت پنځه وخته لمونځونه فرض کړي دي اوددی مې خپل ځان سره وعده کړي ده چه څوک داپنځه لمونځونه په خپل وخت کښې ادا کولو پابندی وکړي هغه به پخپله ذمه واری جنت ته داخلومه اوڅوک چه ددی لمونځونواهتمام نه کوي نوپه ماباندې دهغوی هيڅ ذمه داری نشته .
  وعن أَبي زهير عُمارة بن رُؤَيْبَةَ قَالَ: سَمِعْتُ رسولَ الله (( لَنْ يَلِجَ النَّارَ أحَدٌ صَلَّى قَبْلَ طُلُوعِ الشَّمْسِ وَقَبْلَ غُرُوبِهَا )) يعني : الفَجْرَ والعَصْرَ . رواه مسلم .
له ابی زهير عماره بن رويبة (رض)  نه روايت چه ما درسول (ص) څخه واوريدل چه هغه سړی به هر ګز دوزخ ته داخل نشی چاچه دنمرختلو اوپريوتلو نه مخکی لمونځونه يعنی دسحر اومازيګر وکړي .
له ابن مسعود(رض)    نه روايت چه ما رسول الله (ص) نه پوښتنه وکړه چه کوم اعمال بهتر دی – نبی صلی الله عليه وسلم وفرمايل :
(( الصَّلاَةُ عَلَى وَقْتِهَا )) قلتُ : ثُمَّ أيٌّ ؟ قَالَ : (( بِرُّ الوَالِدَيْنِ )) قلتُ : ثُمَّ أيٌّ ؟ قَالَ : (( الجِهَادُ في سَبِيلِ اللهِ )) متفقٌ عَلَيهِ
 په خپل وخت لمونځ کول ،ماوويل ددی نه ورسته ؟ نبی صلی الله عليه وسلم وفرمايل دموراوپلار سره ښه سلوک !ماپوښتنه وکړه ددی نه ورسته کوم؟ هغوی صلی الله عليه وسلم وفرمايل دالله(ج)   په لار کی جهاد (بخاری اومسلم).

دلمانځه اهميت اودلمانځه په غفلت کولوسخت غذابونه :

لمونځ په دين کې داسې دي لکه دانسان په بدن کې سر نوڅومره اهميت به لري ؟
خدای  (ج ) مه کړه که څوک دلمانځه په غفلت اخته شول نوخپل ځان يې دتباهۍ لويې کندې ته برابرکړي دي ږر تر ږره دې توبه وباسي .
مَا سَلَكَكُمْ فِي سَقَرَ ۴۲ قَالُوا لَمْ نَكُ مِنَ الْمُصَلِّي(المدثر۴۳).
تاسې څه شي دوزخ ته بوتلی ، هغوی به ووايي مونږ له لمونځ کونکو څخه نه ؤ.
رسول الله د ژوندو په ورستی وخت دا سې ټيګار کولو :
الصَّلَاةَ الصَّلَاةَ وَمَا مَلَكَتْ أَيْمَانُكُمْ ( ابي داود,ابن ماجه, ومسند أحمد)
دلمانځه اداکول،دلمانځه په اداکولو اوله مزدورانوسره دښی رويی خيال ساتی.
«مَنْ حافَظَ عَلَيْهَا، كَانَتْ لَهُ نُوراً وبُرْهَاناً وَنَجَاةً يَوْمَ القيامَةِ، وَمَنْ لَمْ يُحَافِظْ عَلَيْهَا، لَمْ يَكُنْ لَهُ بُرْهَانٌ وَلا نُورٌ وَلَا نَجَاةٌ، وَكَانَ يَوْمَ القِيَامَةِ مَعَ قارُونَ، وَهامَانَ، وَفِرْعَوْنَ، وَأُبَيِّ بْنِ خَلَفٍ» مسند امام أحمد وابن حبان
 ((څوک چه په لمانځه (سره له حقوق) دايمی پابندوي هغه لمونځ به دقيامت په ورځ دده لپاره دليل ،وسيله اورڼايې وګرځي، اوڅوک چه دلمانځه پابندی ونه کړي دده لپاره به په قيامت کې نه دليل  وي ،نه وسيله،نه نجات اونه به  نور وي  ،اودقيامت په ورځ به له قارون،فرعون،هامان اوابی بن خلف سره يو ځای حشر کيږي)).
«بَيْنَ الرَّجُلِ وَبَيْنَ الشِّرْكِ وَالْكُفْرِ تَرْكُ الصَّلاَةِ». صحيح مسلم
(( فرق په مابين د مؤمن اوكافر او مشرك کې  دلمانځه ترك کول دي)).
دابی هريره(رض)    نه روايت چه رسول الله صلی الله عليه وسلم وفرمايل:              (( إنَّ أوَّلَ مَا يُحَاسَبُ بِهِ العَبْدُ يَوْمَ القِيَامَةِ مِنْ عَمَلِهِ صَلاَتُهُ ، فَإنْ صَلَحَتْ ، فَقَدْ أفْلَحَ وأَنْجَحَ وَإنْ فَسَدَتْ ، فَقَدْ خَابَ وَخَسِرَ ، فَإنْ انْتَقَضَ مِنْ فَرِيضَتِهِ شَيْءٌ قَالَ الرَّبُ ج انْظُرُوا هَلْ لِعَبدي من تطوّعٍ ، فَيُكَمَّلُ مِنْهَا مَا انْتَقَصَ مِنَ الفَرِيضَةِ ؟ ثُمَّ تَكُونُ سَائِرُ أعْمَالِهِ عَلَى هَذَا )) (رواه التِّرمِذِيُّ).

 (( دقيامت په ورځ به دبنده په اعمالو کې (دټولو نه مخکې ) دهغه دلمانځه حساب وي کچری دهغې دلمانځه حساب صحيح ووتلو نوکامياب شو اونجات يې ومود اوکه چيرې خراب راووت نونامراداوتاواني شو که فرضوڅخه کم راووتل نوالله تعالی به وفرمايي وګورئ که دده په عمل نامه کې نفل وي نودهغه په ذريعه داکمی پوره کړي ددی ورسته دپاتې اعمالو حساب کتاب هم له دې انذازې کيږي )) ( ترمذی)

 

your ads

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe



ترنم یوتیوب چینل

نوې ویدیو هره ورځ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب