د لقمان حکیم نصیحتونه خپل زوی ته!!

 

لقمان حکیم ته الله تعالی پوهه او حکمت ورکړی وو، الله تعالی ورته له حکمت او پوهې سره دنيا هم ورکړې وه خو دنيا يې پرېښوده او د رملې او بیت المقدس په منځ کې يې د الله تعالی عبادت لپاره ځای غوره کړه…

خپل زوی ته يې دا نصيحت وکړ:

ای زويه! ځان کې صبر او يقين پيدا کړه، خپل نفس سره مقابله وکړه، په صبر کې زهد، تقوی او په هر وخت کې د الله تعالی څارنه ده، کله چې د حرام څيزونو نفس صبر کړې، او په دنيا کې زهد او بې رغبتي وکړې، نو له مرګ څخه به بل څه خوښ نه کړې او د مرګ په انتظار کې به يې.

ای زويه! نېک کارونه کوه او له شر څخه ځان وساته..ځکه نېک کار شر دفع کوي.

ای زويه! هغه تن دروغجن دی چې وايې شر پرته له شر څخه په بل څه نه دفع کيږي.. که دا تن رښتيونی وي نو د اور خوا کې دی اور بل کړي نو آيا دا به مړ شي؟! .. لکه څرنګه چې اور په اوبو سره مړ کيږي داسې شر هم په نېکۍ سره له منځه ځي.

ای زويه! د الله تعالی ذکر زيات کوه، ځکه الله تعالی هغه تن يادوي چې هغه يادوي.

ای زويه!  دنيا ته مه هوسېږه، او نه دی خپل زړه پرې مشغولوه، ځکه ته د دې لپاره نه يې پيدا شوی.

ای زويه! په دې صحت باندې مه خوشالېږه..مصيبت او غم پټ کړ ځکه دا له نيکيو څخه ده، او په غم باندې صبر وکړه دا ستا د آخرت لپاره توښه ده.

ای زويه! په لږو قناعت وکړه..د بل چا روزی ته سترګې مه اوږدوه..ځکه دا تاته ضرر کوي..

ای زويه! په بل چا باندې ځان اوچت مه ګڼه..او مه يې سپکوه..او مه ظلم کوه..د مظلوم له ښېرا څخه ځان وساته.

ای زويه! نرم زړی اوسه..نيکي په تېزی سره کوه..زيات فکر کوه..د حق د ويلو څخه پرته لږې خبرې کوه..ډېر ژاړه لږ خانده..ټوکې مه کوه..چيغې مه وهه..دوکه مه کوه..کله چې چوپ کېږی نو فکر کوه.. او کله چې خبرې کوې نو په حکمت سره يې کوه.

ای زويه! که خبرې سپين زر دي نو چوپتيا سره زر دي..ما هيڅکله په چوپتيا باندې پښېماني نه ده ښکاره کړې.. او کېدای شي ځينې وخت مې خبرې کړي وي او پښيمانه شوی يم.

ای زويه! داسې نه شي چې چرګ ستا څخه ډېر هوښيار شي.. هغه د شپې په آخر کې راپاڅېږي او د الله تعالی ثنا وايې او ته په غفلت کې يې..له الله څخه ووېره کوه او پدې نور خلک مه خبروه..خلک دی په هغه څه دوکه نه کړي چې ستا نفس ورڅخه خبر ندی.. د جاهل سړي په خبره مه دوکه کېږه چې درته ووايې: ستا په لاس کې مرغلره ده او ته په دې پوه يې چې هغه پچه ده.

ای زويه! نيکي زده کړه او نورې ته يې هم وښايه.. خلک به تر هغه وخت په خير کې وي تر څو چې یو بل ته د خير لارښوونه کوي..د معلم خبرې د چينو په څېر دي هر وخت ورته اړتيا پيدا کيږي.

ځان کې عاجزي راوله..او هغه تن د تواضع ډېر حق دار دی کوم چې ډېر علم لري او ښه عملونه کوي..په دې پوه شه چې د چا زړه ته د ايمان رڼا ورسيږي نو په ژبه باندې حق وايې..نو خپله ترې هم ګټه واخلي او نورو ته هم ګټه ورسوي.. او هغه څوک چې په ژبه حق وايې او ګټه ترې نه اخلي هغه خپل دين په ژبه خراب کړی..يو سړی له يوې کليمې څخه داسې فاسديږي لکه يوې بڅرکي نه چې لوی اور جوړ شي.

ای زويه! ژبه د خیر او شر کنجي ده، نو په خپله خوله داسې مهر ولګوه لکه په سپينو زرو او سرو زرو يې چې لګوې.

ای زويه! دنيا کې له دو تنو پرته چاته خير نشته، يو هغه تن چې ګناهونه وکړي بيا له هغه وروسته د نېکو عملونو کوښښ کوي تر څو الله تعالی ورته تېر شوي ګناهونه وبښي..بل هغه تن چې نېک عملونه کوي او د لوړو درجو همت ساتي او په دې لاره کې مسابقه کوي..

ای زويه! څوک چې رحم کوي له هغه سره رحم کيږي او څوک چې چوپتيا غوره کوي سالم پاتې کيږي.. او څوک چې نېک کارونه کوي هغه ګټه کوي..او څوک چې باطله وينا کوي تاوان کوي.. څوک چې شر بد ګڼي له هغه څخه بچ کيږي او څوک چې ژبه نشي قابو کولای پښېمانه کيږي..

ای زويه! د مظلوم له ښېرا څخه ځان وساته ځکه د مظلوم ښېرا الله تعالی ته زر خېژي او زر قبليږي..

عماد الدین سعید

Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب