د لباس پلورلو په مارکیټونو کې د ښځینه و د لباس بدلولو حکم؟
یو ورور له کابل ښار نه داسې پوښتنه کړې:
یو کس راته ویلي وو چې له کور نه د باندې د ښځو لباس اغوستل ګناه لري یعنی کله چې کالي پیري په دکان کې یې باید ونه ازمایی او همدارنګه ویلي یې و چې دا حدیث دی، نو آیا له تاسو څخه معلومات غواړم چې هغه صحیح وایي؟
الحمد لله والصلاة والسلام على رسول الله أما بعد:
له أم المؤمنين عائشه رضي الله عنها نه روايت دی په صحیح حديث کې چې هغه امام احمد، ابوداود، او ترمذي ذكر کړی فرمایلی دی: أَنَّ نِسْوَةً مِنْ أَهَلْ حِمْصَ اسْتَأْذَنَّ عَلَيها ، فَقَالَتْ : لَعَلَّكُنَّ مِنْ اللَّوَاتِي يَدْخُلْنَ الْحَمَّامَاتِ ؟! سَمِعْتُ رَسُولَ اللَّهِ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ يَقُولُ :” أَيُّمَا امْرَأَةٍ وَضَعَتْ ثِيَابَهَا فِي غَيْرِ بَيْتِ زَوْجِهَا فَقَدْ هَتَكَتْ سِتْرَ مَا بَيْنَهَا وَبَيْنَ اللَّهِ” .
د اهل حمص یوې ډلې ښځو له هغوی نه اجازه واخیسته څو ننوځي، عایشه رضی الله عنها په ځواب کې وفرمایل چې شاید تاسې د هغو ښځو له جملې څخه وﺉ چې حمامونو ته ننوځي او ما له رسول الله صلی الله علیه وسلم نه اوریدلي چې فرمایلي یې دي هره ښځه چې لباس یې د میړه له کور پرته بل ځای کې وباسي په حقیقت کې هغه راز چې د دې او د الله تر مینځ دی هغه یې مات کړی دی.
دا حدیث په دې صراحت لري چې ښځې خپل کالي او لباس د میړه د کور نه بهر او په داسې ځای کې ونباسي چې نامحرم نارینه هغه وویني او یا د فتني لامل شي.
له دې حدیث نه موخه د خویندو لارښوونه ده چې د لباسونو په ویستلو او اغوستلو او تبدیلولو کې سستي ونکړي څو عورت یې نامحرمو ته ښکاره نشي خو د لباس تبدیلول یی په هغو ځایونو کې چې هلته شک او شبهه نه وي او د فتنې احتمال نه وي پروا نه کوی مثلا په خپله کور، د خور او ورور، او یا د خویندو په کور او یا د ځانګړي ورزش ځای کې او یا په آرایشګاه کې چې کاملا مسدوده وي او نامحرم نارینه ونلري.
خو خویندې باید پام وکړي د کالیو او لباس د بدلولو په برخه کې او امتحانولو او اندازه نیولو او د جامو پلورلو په مارکیتونو کې، او د ښځینه و په حمامونو کې ځکه د ټیکنالوجۍ د وسایلو په پرمختګ کې فسق او فجور هم پرمختګ کړی او برسیره پر دې د ثابتو کمرو د شتون او د مبایلونو د کمرو موجودیت هم د فسق او فجور څښتنان بده استفاده کوي، باید محتاط اوسئ څو په شرعي حرج کې پرینوځۍ او هم مو په ژوند کې منفي اغیز پرینباسي.
ليكنه : فضل الله ممتاز
ژباړه: تاج محمد عرفان