د قيامت ورځ به ٥٠ زره کاله وي- حديث
رسول الله صلى الله عليه وسلم فرمايلي :
پر رښتينی مؤمن به دا ورځ داسي لنډه او آسانه سي لکه د يوه فرض لمانځه په ډول.
(رواه بيهقی فی البعث والنشور)
تشريح : دقيامت ورځ دقرآن او حديث څخه معلوميږي چه پنځوس زره کاله به وي خو دا ورځ به پر رښتيني مؤمن باندي داسي لنډه او اسانه وي لکه د يوه فرض لمانځه وخت.