د قهر او غوسې مراتب
قهر او غصه مراتب لري او د غصې او قهر په اساس خلک په درې قسمه دي، يو د غصې د افراط حالت دى، په دې حالت کې انسان له طبيعي حالت څخه وزي او د نورو خلکو په حقوق تجاوز او تيرى کوي او د دې باعث هم ګرځي چې پخپله انسان د هلاکت کندې ته وغورځوي، کله ناکله په ډېر کم څه باندې غصه کول انسان دې ته مجبور کړي چې په يو لوى جرم لاس پورې کړي، هم نورو ته ضرر ورسوي او هم خپل ځان متضرر کړي، دا قسم غصه او قهر د اسلام او عقل له نظره يو ناروا او ناجائز عمل دى.
دويم د غصې د تفريط حالت دى، په دې حالت کې هم انسان له خپل طبيعي حالت څخه وزي او له اندازې زيات سست او ضعيف شي او په پوره توګه له منځه لاړ شي، خپل روحيات له لاسه ورکړي او د هېڅ قسم اقدام کولو توان او طاقت ورسره پاتې نشي، د اسلامي شريعت او عقل له نظره دغسې حالت غير طبيعي او ناسالم حالت دى.
دريم د غصې او قهر د اعتدال او توسط حالت دى، چې په دې حالت کې انسان ځان له افراط او تفريط څخه ساتي، نه دومره احساساتي کېږي چې نورو او خپل ځان ته ضرر ورسوي او نه دومره سست او کمزورى کېږي چې روحيات له لاسه ورکړي، بلکه د خپل ځان، ناموس او مظلوم د دفاع لپاره اقدام کولای شي.