ارهان پاموک Orhan Pamuk- نوبل ګټونکي مسلمان پوهان

ارهان پاموک

د ترکیې نامتو لیکوال او ادیب ښاغلی ارجن پاموک په ۱۹۵۲م کال کې د ترکیې په پلازمېنه استانبول ښار کې وزیږېده. هغه په یوې لویه کورنۍ کې را لوی شو. چې خپل ماشومتوب یې په دوو ناولونو کې هم رانغښتی دی. هغه له ماشومتوبه له مصورۍ او انځورګرۍ سره مینه لرله او دا مینه یې تر ۲۲کلنې پورې ښه وپاللـه.

نوموړي د استنبول ښار د امریکايي رابرټ کالج څخه له فراغت وروسته  د استنبول تخنیکي پوهنتون ته شامل شو او درې کاله یې مهندسي ولوسته. وروسته يې ورو ورو له مهندسۍ او هنر سره خدای پاماني وکړه او د ژورنالیزم او ادبیاتو سره یې شوق پيدا شو، بیا یې د همدې استنبول پوهنتون ژورنالیزم پوهنځي ته مخه کړه ، ترڅو چې له دې پوهنځي نه هم فارغ التحصیل شو. له فراغت وروسته یې کله هم د مسلکي ژورنالیست په توګه په دې ډګر کې دنده وانخیسته. بلکي ۲۳ کلنۍ کې یې په ناول لیکلو پيل وکړ.

د ارجن پاموک لومړی ناول اوه کاله وروسته خپور شو، چې له خپراوي وروسته یې دې ناول زښت زیاتې جایزې وګټلې. بیا یې ورپسې یو بل ناول (خاموشه کور/   The Silent House) چاپ کړ، چې وروسته فرانسوۍ ژبې ته هم وژباړل شو او دغه ناول ته هم په ۱۹۹۱م کال کې یوه جایزه ورکړل شوه. بیا یې په ۱۹۸۵م کال کې درېیم ناول په انګریزۍ ژبه «White Castle» خپور شو، چې څو کاله وروسته د ترکۍ سربېره ګڼو نورو ژبو ته هم وژباړل شو. همدې ناولونو ښاغلي ارجن پاموک ته  د نړۍ په کچه شهرت ورکړ او په بیلابیلو ژبو او ټولنو کې يې لوستونکي او مینه وال وموندل.

ارجن پاموک د ۱۹۸۵ نه نیولې تر ۱۹۸۸م کلونو پورې د نیویارک ښار د کولمبیا په پوهنتون کې د استاد په حیث کار وکړ. په همدې بهیر کې يې د خپل یو بل لوی ناول « بلیک بوک» زیاته برخه ولیکله. دا ناول یې په ۱۹۹۰م کال کې په ترکیه کې خپور شو. په فرانسوۍ ژبه دې ناول د «Prix France Culture» ادبي جایزه وګټله . په ۱۹۹۱م کال کې د ښاغلي پاموک لور رُیا وزوکوېده. په ۱۹۹۴م کال کې يې بل ناول «نوی ژوند/ The New Life» په ترکۍ ژبه خپور شو . ورپسې ناول یې څلور کاله وروسته په ۱۹۹۸م کال کې د  «My Name is Red» په نوم خپور شو. دغه ناول تر ۲۰۰۳م کال پورې دوه درې سترې جایزې وګټلې. ښاغلي پاموک په ۲۰۰۲م کال کې د خپل یوه بل چاپ شوي ناول «واوره/ Snow» په اړه ولیکل : «زما دا لومړنی او وروستی سیاسي ناول نیویارک ټایمز ورځپاڼې د سل غوره کتابونو په فهرست کې شامل کړی دی؛ زه پرې زښت زیات خوښ یم.»

د ارجن پاموک ناولونه شاوخوا ۴۶ ژبو ته ژباړل شوي دي، چې په دې کې انګریزۍ، جرمنۍ، فرانسوۍ، یونانۍ،مالیزیایۍ، جاپانۍ او نورې سیمه یېزې او نړیوالې ژبې شاملې دي.

ښاغلي پاموک دوه ځله د نوبل دوې جایزې ګټلې دي، لومړۍ د نوبل د سولې جایزه په ۲۰۰۵م کال کې او په ۲۰۰۶م کال یې د نوبل د ادبیاتو جایزه وګټله . نوموړي همداراز په ۲۰۰۵م کې د ریچارډ هوک جایزه ترلاسه کړه. په ۲۰۰۶م کې (ټایم / Time)مجلې د سل غوره شخصیتونو په لړ کې راووست.

ترکي ناول لیکونکي ارجن پاک په ۲۰۰۶م کال کې د نوبل د ادبیاتو جایزه وګټله، په داسې حال کې چې نوموړی د دې جایزې په تاریخ کې دوهم ځوان ګټونکی و، ځکه له ده وړاندې او وروسته دا جایزه ډېری عمر خوړلیو لیکوالو او ادیبانو ترلاسه کوله.

ښاغلي پاموک کابو دېرش کاله په مسلسله توګه لیکوالي وکړه؛ ناولونه یې ولیکل او په دې دومره اوږده واټن کې یې له لیکوالۍ پرته بل هېڅ کار و روزګار ته لاس ور نه ووړ.

ژباړه او لنډیز: فرید احمد وحید

your ads

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب