د غاښونه نومونه | تجوید ۳ لوست
د غاښونو نومونه:
موخه: دغاښونو پېژندنه.
په عامه توګه هر انسان دوه دېرش غاښونه لري چې تفصيل يې په لاندې ډول دی:
لومړی ټول غاښونه په شپږو برخو وېشل کيږي.
۱- ثنايا
۲- رباعي
۳- انياب
۴- ضواحک
۵- طواحن
۶- نواجذ
شـعر:
ثنايا او رباعي څلور څلور دي
طواحن غاښونه دوولس پوره شمار کړه
هم انياب او ضواحک څلور څلور دي
نواجذ يې په آخر کې بيا څلور دي
درې اخيري ډولونو ته اضراس هم وايي
فعاليت: پورتنی شعر په يادو زده کړئ.