د عکاسۍ د پيل له پاره لس مهم ټکي

نن ورځ د نړۍ ټول خلک د عکس اخيستو آسانتيا لري. هر څوک کولای شي په خپل مبايل  سره په آسانۍ عکس واخلي. دا چې د نړۍ په کچه په يوه ثانيه کې په ميليونونو عکسونه اخيستل کېږي، آيا د دې عکسونو له ډلې يې يوازې څو عکسونه هم تلپاتې، ارزښت لرونکي او ښکلي دي؟

په اوس وختو کې ټول خلک عکاسي کړي. دوی ټول عکس اخيستل يوازې د يوې تڼۍ کېکاږل فکر کوي. آيا په واقعيت کې هم دا عکاسي ده؟ دلته غواړو آسانه ټکي در زده کړو چې له تاسې سره د اغېزلرونکو عکسونو په اخيستو کې مرسته وکړي.

camera Photography انځورګري انخور کیمره کامره

د عکاسۍ د پيل له پاره لس مهم ټکي: 

همدا ښه کامره ده: 

  1. د عکاسۍ د پيل له پاره د لوړبيه کامرې د اخيستلو هڅه مه کوئ. هماغه د خپل مبايل کامره چې واضح عکس واخيستی شي او يا هم بله هره اتومات ديجيټل کامره چې لرئ له عکاسۍ څخه د خوند اخيستو له پاره کفايت کوي.

د کامرې پايه

  1. سره له دې چې د عکاسۍ په پيل کې ډېرو وسايلو ته اړتيا نشته خو بيا هم که د خپلې کامرې له پاره يوه ارزانه پايله واخلئ، ښه عکسونه پرې اخيستی شئ.

هر ځای تيار اوسئ

  1. که کامره لرئ، بايد هر ځای يې له پايې او سپک کوچني بکس سره له ځان سره ولرئ. که د خپل مبايل په کامره عکس اخلئ، داسې ځای کې يې وساتئ چې د عکس اخيستو په وخت کې يې ژر راواخيستی شئ.

د ياددښت کتابچه او قلم مو هېر نه شي.

  1. د ياددښت وړه کتابچه له تاسې سره مرسته کوي چې د اخيستل شوي عکس په اړه وخت، ځای او يا نور ګټور معلومات وليکئ.

د عکاسۍ له پاره په زړه پورې شيانو په لټه مه اوسئ.

  1. کېدای شي فکر وکړئ چې ستاسې د کور او يا ستاسې په شاوخوا کې د عکاسئ له پاره کوم په زړه پورې څه نشته. تاسې تيروتي یئ، که هماغه عادي شيانو ته له بېلو زاويو، ډېر لوړ او يا ډېر ټيټ ځايه وګورئ، په زړه پورې موضوع پيداکوی شئ.

له عکاسۍ مو خوند واخلئ.

  1. د زده کړې له پاره هرڅه الهام ورکوونکي دي، نو شاوخوا ته مو په بشپړه پاملرنه وګورئ، د هرې موضوع له عکس اخيستو خوند واخلئ.

انټرنېټ مه هېروئ.

  1. د ډېرې زده کړې له پاره له انټرنېټ او نورو ګټورو وېبپاڼو يې ګټه واخلئ.

قوانين زده کړئ.

  1. د عکاسۍ د زده کړې له پاره بايد د هغې قوانين زده کړئ. شاوخوا ته ښه پاملرنه يوازې د عکاسۍ د هنر يوه برخه ده.

منظم او په پرلپسې توګه عکسونه واخلئ.

  1. د تمرين له پاره مو مشخص وخت وټاکئ او په پرلپسې توګه عکاسي وکړئ.

له تېروتنې مه وېرېږئ.

  1. په اوس زمانه کې ستاسې په ډېجېټل کامره د عکاسۍ له پاره کوم لګښت نه راځي، نو څومره چې کوی شئ عکسونه واخلئ.
Atomic Habits
د ښوونکي لارښود کتابونه
Atomic Habits
Back to top button
واسع ویب