د علم په اړه د خلفاؤ راشدينو زریني ویناوې

 

نېک او شریف انسان د علم په واسطه متواضع ګرځي او شریر انسان متکبر  (امیر المومنین ابو بکر صدیق رضی الله عنه).

علم د پیغمبرانو ـ علیهم السلام – میراث دي او مال د کفارو لکه فرعون، قارون او… (امیر المؤمنین ابو بکر صدیق رضی الله عنه)

د علم له کبله هیچا هم دخدایي دعوه نه ده کړې، خو د مال او دولت له کبله ډېرو کسانو کړې (امیر المؤمنین ابو بکر صدیق رضی الله عنه)

علم حاصل کړه او د هغه لپاره اطمینان، وقار او حلم هم په ځان کې پیداکړه (امیرالمؤمنین عمر فاروق رضی الله عنه)

دنیا پرست ته علم ورښودل په حقیقت کې دغله په لاس توره او وسله ورکول دي (امیر المؤمنین عمر فاروق رضي الله عنه)

مخکې له دې چې ځان بزرګ جوړکړې لومړی علم حاصل کړه (امیر المؤمنین عمر فاروق رضی الله عنه)

علم بغیرله عمل څخه ناروا دی (حضرت علي کرم الله وجهه)

ناقص او نیم علم د فسا د لامل ګرځي (حضرت علي رضي الله عنه)

د علم ښه والي په عمل کې دی (حضرت علي رضی الله عنه)

دین یوه خزانه ده اوعلم یې نېغه لارده(حضرت علي رضی الله عنه)

علم هغه په زړه پوري او لویه خزانه ده چې د مصرف له کبله هیڅکله هم نه خلاصېږي، بلکې زیادت مومي (حضرت علي رضی الله عنه)

علم له مال څخه ځکه بهتردی، چې علم به ستا حفاظت او ساتنه کوي او د مال ساتنه او حفاظت به ته کوې (حضرت علي رضی الله عنه)

د علم په واسطه زړه روښانه کېږي (حضرت علي رضی الله عنه)

لیکوال: فضل الرحمن اغا

Afghan School Textbooks

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe



ترنم یوتیوب چینل

نوې ویدیو هره ورځ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

wasiclinic.com
Back to top button