د علماو احترام
د علماء احترام د الله شعائر:
د علماو احترام د الله د شعايرو احترام ده، او د الله د شعايرو احترام د زړه تقوا ده، قرانکریم وایي: ذٰلِكَ وَمَن يُعَظِّمْ شَعٰٓئِرَ اللَّهِ فَإِنَّهَا مِن تَقْوَى الْقُلُوب.ِ [سُوۡرَةُ الحَجّ : 32]. یعني دغه اصلي موضوع ده (ورباندي پوه شئ) او څوك چي د الله د ټاكليو شعاېرو درناوى وکړي، نو دا د زړونو له پرهېزګارۍ څخه ده. شریعت کې شعائر الله، هر هغه شي ته وایي چې په لیدلو سره یې مومن ته الله وریاد شي، شعائر د شعیرة جمعه ده یعني نښه، او هر شی چې د الله د یاد نښه وي هغه شعیره بلل کیږي، او مومن بايد خامخا د الله د شعايرو احترام وکړي، او علماء هم له شعاير الله نه بلل کیږي.
د امام احمد په ” المسند ” کې په یوه روایت کې راغلي دي، رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایي: څوک چې زموږ د مشر احترام ونه کړي او په کوچني مو رحم ونه کړي او زموږ د عالم حق ونه پیژني؛ هغه زموږ له ډلي څخه نه دی. عَنْ عُبَادَةَ بْنِ الصَّامِتِ رضي الله عنه أَنَّ رَسُولَ اللَّهِ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ قَالَ : ” لَيْسَ منا مَنْ لَمْ يُجِلَّ كَبِيرَنَا وَيَرْحَمْ صَغِيرَنَا وَيَعْرِفْ لِعَالِمِنَا حَقَّهُ ” .
دا مبارک حدیث ساده خبره نه ده، په حدیث کې د يادشويو شیانو کول د استحباب او ثواب خبره نه ده چې که مو دا کارونه وکړل دومره او هومره ثوابونه مو وګټل او کنه خیر، بلکي دلته ډېره سخته خبره شوې ده، رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایي: لَيْسَ منا، یعني دا زموږ په لاره نه دی روان، دا زموږ له پیروانو نه دی بلکي دا زموږ د لاري مخالف دی، ځکه د رسول الله صلی الله علیه وسلم په لاره او طریقه چې څوک روان وي هغه د لویانو احترام کوي، په کشرانو رحم کوي او د عالمانو حقوق پیژني او درناوی یې کوي.
نو د مشرانو او درنښت هغه حق دی چې الله جاري او لازم ګرځولی دی، ځکه مشرانو د مشرانو په نسبت د الله په عبادت کې ډېر وخت تېر کړی دی، او په کشرانو باندې الله تعالی رحم کړی دی مومنان هم باید رحم پرې وکړي، کشران الله مکلف نه دي ګرځولي، الله حل حلاله هغوی ته ټول شرعي مکلفیتونه بښلي دي، او د عالم احترام اصلاً د علم احترام دی، د علم احترام د هر چا وجيبه ده نو د علم د هر حامل باید درنښت او احترام وکړل شي.
قرانکریم وایي: يٰٓأَيُّهَا الَّذِينَ ءَامَنُوٓا إِذَا قِيلَ لَكُمْ تَفَسَّحُوا فِى الْمَجٰلِسِ فَافْسَحُوا يَفْسَحِ اللَّهُ لَكُمْ ۖ وَإِذَا قِيلَ انشُزُوا فَانشُزُوا يَرْفَعِ اللَّهُ الَّذِينَ ءَامَنُوا مِنكُمْ وَالَّذِينَ أُوتُوا الْعِلْمَ دَرَجٰتٍ ۚ وَاللَّهُ بِمَا تَعْمَلُونَ خَبِيرٌ. [سُوۡرَةُ المجَادلة : 11]. ژباړه: اې مؤمنانو، كله چي تاسي ته وويل شي چي پخپلو مجلسونو کښي ځاى پراخ کړئ، نو ځاى پراخ کړئ؛ الله به تاسي ته پراختيا درکړي. او كله چي تاسي ته وويل شي چي پاڅئ، نو پاڅېږئ. ستاسي څخه چي كوم كسان ايمان لرونكي دي او كومو كسانو ته چي علم ورکړ شويدى، الله به هغو ته لوړي درجې په برخه کړي. او تاسي چي څه كوئ، الله پرې ښه خبر دى.
بخاري شریف کې راغلي دي، رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایي: بېشکه الله فرمایلي دي: څوک چې زما له دوست سره دښمني کوي هغه ته مي د جګړې اعلان دی.
عَنْ أَبِي هُرَيْرَةَ رضي الله عنه قَالَ : قَالَ رَسُولُ اللَّهِ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ : ” إِنَّ اللَّهَ قَالَ : ” مَنْ عَادَى لِي وَلِيًّا فَقَدْ آذَنْتُهُ بِالْحَرْبِ.
یعني څوک چې زما له ولي سره دښمني کوي هغه زه هلاکوم، ځکه په جګړه کې یو لوری هلاکیږي او د الله پر ضد جګړه کوونکی بریا نه شي ترلاسه کولی نو خامخا به په هلاکت رسیږي. العباد بالله.
د الله ولي هغه څوک دی چې د هغه د دین او د انسانانو د خیر او ښمر علم یې ترلاسه کړی وي او د هغه په مقتضا او غوښتنه روان وي، امام أبو حنيفة او امام الشافعي رضي الله عنهما وایي : إن لم يكن العلماء أولياء الله فليس لله ولي.که علماء د الله وليان نه شي بیا د الله بیخي ولي نشته.
امام عكرمة رحمه الله وایي: إياكم أن تؤذوا أحداً من العلماء؛ فإن من آذى عالماً فقد آذى رسول الله صلى الله عليه وسلم. هیڅکله باید یوه عالم ته هم ضرر ورنه کړئ، ځکه عالم ته ضرر رسول، رسول الله صلی الله علیه وسلم ته ضرر رسول دي.