د علمانيت فکري او عقیدوي اساسات؛ او اسلام یې ولې ردوي؟
د علمانيت فکري او عقیدوي اساسات:
د علمانيت نظریه د اسلام سره په ټکر کي ده. ددې لپاره، چي دين او دين پرستي ختمه سي، لا ديني لهو او لعب یې ځای نيسي. یهودي وایي: (الفرد هوآیت هیو)
یعني: هیڅ داسي قضیه نه ده رامنځ ته سوې، چي په هغې کي د علم، عقل او دين تر منځ ټکر راغلی وي؛ مګر د علم او عقل پلو حق ته رسېدونکی او د دين پلو خطا او اشتباه وي.»
د دغه یهودي پورتنۍ خبري هیڅ ډول د عقل، پوهي او دين سره توافق نه لري. د دغه یهودي د قول د ترديد لپاره د رسول اکرم صلی الله علیه وسلم له یوه صحابي رضي الله عنه څخه نقل دی، چي وایي:
«ما امر بشیء فقال العقل لیته نهی عنه ولانهی عن شیء فقال العقل لیته ما امر به.»
ژباړه: دين په یو شي امر نه دی کړی؛ مګر عقل د هغه غوښتونکی وي، چي منع سوی وای او نه یې د یو شي څخه منع کړې وي؛ مګر عقل د هغه غوښتونکی وي، چي عمل په سوی وای.
په همدې توګه د علمانيت نظریه د آخرت څخه إنکار دی. د دوی دا یقین دی، چي انسان ته کوم وخت ورکړ سوی دی، هغه یوازي د دنيا ژوند دی.
اسلام ولي علمانيت ردوي؟
د علمانيت او لادينۍ د نظریې د ترديد لپاره د اسلام هر اړخیز عقلي او نقلي دلائل:
په عقلي دلايلو د علمانيت رد:
اسلام ځکه علمانيت مردود ګڼي، چي انساني نفس غافل او بې پروا جوړوي. دا چي انسان د نفس او روح څخه رامنځ ته سوی دی، په انساني روزنه کي د انسان جسمي او روحي اړخ ته هیڅ ډول پاملرنه نه کوي. سره د دې، چي اسلام، اسلامي ټولني روزي، هغه په جسمي او روحي لحاظ سره تر نظر لاندي نيسي او د دين تکمیل په روح او جسد دواړو پوري تړلی دی.
علمانيت یوه غربي مفکوره ده نو د دې اړتیا نه لیدل کېږي، چي په اسلامي ټولنو او هیوادونو کي راښکاره سي.
علمانيت دين له دولت څخه جلا کوي، چي د دې جلاوالي څخه نور فسادونه هم رامنځ ته کېږي؛ لکه حزبي، منطقوي او قومي جلاوالی؛ چي په آخره کي یو ډول بې نظمي رامنځ ته کېږي او اسلام د بې نظمۍ سره مخالف دی .
دا چي علمانيت الحاد دی، نو اسلام يې مردودګڼي؛ ځکه د علمانيت هدف د اسلامي اصولو او اساساتو له منځه وړل او فساد خپرېدل دي.
اسلام ځکه علمانيت ردوي، چي د غربي اوکفر ي ټولني دود، فرهنګ او د هغوی ناروغۍ خپروي.
لیکنه: پوهنیار محمد حاکم شریعتي