
د عاشقانو ورځ او که د پاپیزم مروجول؟!
الله جل ذکره په خپل کتاب کې مؤمنینو ته امر کوي چې (ادخلوا في السلم کافة) اسلام ته په مکمله بڼه هم په ظاهره او هم په باطنه ننوځۍ، داسې مکړۍ چې یو څه د غرب راواخلۍ، یو د شرق، او یو د سویل او یو د شمال، سره پیوند یې کړۍ او بیا ځآن ته کامل مؤمن ووایاست، نه داسې نده او داسې به هیڅکله نه وي. په بل آیت مبارکه کې فرمایي چې: د هرې ډلې او ملت لپاره مو مذهبي او دیني مراسم غوره کړي دي چې دوی یې باید اطاعت وکړي. ۲۲:۶۷. رسول کریم صلی الله علیه وسلم فرمایي چې هر ملت ځآنته اختر لري او دا زمونږ اختر دی (د کوچني او د لوی اختر ورځې). بخاري شریف. او دا ددې مانا لري چې هر ملت او هره ډله باید ددوی په مراسمو، رواجونو، کلتورونو، او عنعناتو باندې باید وپیژندل شي.
نو اې مسلمانه! کومې بلا وهلی یې چې داسې له دې دین څخه کرکه لرې او د غرب کلتور ته له ورایه سلامي وهې او هغه په خپله اسلامي ټولنه او چاپیریال کې د نمونې او د ژوند د تګلارې په توګه غوره کوې؟ آیا کفارو کومه ورځ زمونږ سره زمونږ اختر لمانځلی دی؟ آیا د قربانۍ په اختر کې یې له موږ سره حلالې کړي دي؟ نه، هیڅکله یې ندي کړي او سره لدې چې نه یې کوي دا هم وایي چې مسلمانان بیرحمه دي او بېګناه حیوانات وژني او دا حیلې او مکرونه کوي چې دا زموږ ددین یوه برخه ده.
د عاشقانو ورځ د رومیانو په تاریخ پورې اړه لري نه د مسلمانانو په تاریخ پورې، او هغه څوک چې د بل قوم او ملت د عنعناتو تقلید کوي له هماغو څخه شمیرل کیږي، په دې اړه رسول کریم صلی الله علیه وسلم فرمايي چې: هر هغه څوک چې د چا تقلید کوي له همغو څخه شمیرل کیږي (ابوداود). ابن تیمیة ددغه حدیث په اړه فرمایي چې: دا حدیث ددې معني ورکوي چې د غیراسلامي رسوماتو تقلید په مطلقه توګه حرام دی او هغه څوک چې دا کار کوي له اسلام څخه وتلی دی.
ځینې بیا وایي چې تاسې اوس په دې خبرو باندې غواړۍ مونږ له مینې او عشق څخه محرومه کړۍ؟ خو نه، داسې نده. په دې ورځ باندې عیسایان سره راټولیږي او یو بل ته د مینې د اظهار په رسم ګلان او ډالۍ ورکوي چې ګواکې د مینې استازیتوب ګڼل کیږي، خو ددغې مینې اصول چې غرب ټاکلي دی هغه دادي چې په هغه کې هیڅ د اخلاقو او قوانینو مراعت نشته، د جنسي غرایضو رفع کول، د شهوت پوره کول، او داسې نور پکښې شامل دي… او دا مینه عیسویانو په رومانټیکې مینې باندې بدله کړې چې هغه د یوه قانوني واده د حدودو څخه بهر ده، د انجلۍ او هلک ترمنځه ناروا اړیکې چې اظهار یې بیا د مینانو په ورځ کوي د همدې حرام رسم یو مهم عنصر بلل کیږي. خو کاشکې دا ساده مسلمانان پوهیدلی چې دا داسې مینه وای چې هغه په اسلام کې د اسلام په تول پوره ختلای چې هغه د یوه منکوح او منکوحې ترمنځه مینه ده، هغه مینه چې یوه ښځه یې د خپل میړه او یو میړه یې د خپلې ښځې لپاره په زړه کې لري، یوه خاوند او یا یوې ښځې ته هیڅ ضرورت نشته چې پر دغه ورځ باندې د خپلې مینې اظهار و خپل میړه او یا ښځې ته وکړي، دوی هر وخت له یو بل سره مینه لري او هره ورځ ددوی د مینې یو باب دی.
د مینانو د ورځې لمانځل یوه سوچه غیر اسلامي، غیر اخلاقي، او یو غیر انساني کار دی چې د غرب له لوري د مسلمانانو په ټولنه کې د زهرو په شان پاشل کیږي او غواړي چې زمونږ پتمنې خویندې او ورونه د شیطان په زنځیرونو وتړي او هر هغه څه چې یو سلیم فطرت یې غواړي ورڅخه محرومه کړي. د مینانو یا عشاقو ورځ یوازې او یوازې یو غربي کلتور او فرهنګ دی چې د بې اخلاقۍ لوري ته د مسلمانانو ورټیل وهل دي او بس !
بې منطقه عیسایان او پاپان دا فکر کوي چې مینه یوازې د شهوت پوره کول دي هغه هم له یوې ناجایزې لارې او بس، خو په اسلام کې مینه یو ډیر لوی باب دی، یو ډیر لوی فصل دی، او یوه ډیره لویه مانا لري، مینه له الله جل ذکره سره، مینه له رسول کریم صلی الله علیه وسلم سره، مینه له اصحابو کرامو رضی الله عنهم اجمعین سره، مینه له قران او له دین سره، او مینه د الله ج په لاره کې له شهادت سره.
آیا دا تش په نامه او غولیدلي مسلمانان کله سره راټول شویدي او دا یې ویلي دي چې راځۍ له الله جل ذکره سره د مینې د اظهار په مناسبت یو څو رکعته نفل لمونځ وکړو؟ او یا یې ویلي دي چې راځۍ نن له رسول کریم صلی الله علیه وسلم سره د مینې د اظهار په مناسبت د هغه د مبارک سیرت څخه یو څه زده کړو؟ آیا دا یې کله ویلي دي چې راځۍ د اصحابو کرامو څخه مینه زده کړو؟ اصحابو کرامو مینه څه ته ویل؟ هغوی مینه په کوم مفهوم او معنا سره پیژندله؟ د هیڅ چا په ذهن کې به هم دا تیره نشي.
عتیق زی