د ظالم پاچا په وړاندې حقې خبرې اصحاب کهف کوم مقام ته ورسول؟

 

د اصحاب کهف قيصه به مو اورېدلې وي، چې د وخت امپراتور ته يې سر خم نه کړ ، د هغه په وړاندې يې د الله جل جلاله د وحدانيت اعلان وکړ ، ويل کېږي چې اصحاب کهف شپږ يا اوه نفره وه ،

ځينې روايتونه وايي چې مشر يې ، د فلادلفيا د باچا زوم مکسلمينا وه ، او هغه نور ملګري يې د باچا مشاورين او لوړ پوړي کسان وو ، دوی چې د هغه وخت امپراتور ته سر خم نه کړ، د يوه الله پاک وحدانيت يې د امپراتور په وړاندې اعلان کړی،

سمدستی  زندان ته ولېږدول شول ، تر سخت شنکجو يې لاندي کړل ،  د فلادلفيا پاچا د قيانوس د امپراتور له ډاره دومره ورته په غوصه شو، ورته ويې ويل چې فوراً به خپل زاړه دين ته اوړئ، کنه ټول به وژل کېږئ، د زندان ساتونکي چې اصحاب کهف وليدل، چې هرډول شکنجې ورکړل شوې، بياهم دوی په خپل ايمان ټينګ ولاړ وو ، مهربانه رب العالمين  د زندان ساتونکي ته په زړه کې د دوی ملګر تيا ور واچوله، او ټول يې له زندان څخه په پټه خوشې کړل، له زندان څخه ولاړل، په لار کې يو چوپان او د هغه سپی هم ورسره ملګري شول ، يو غار ته ننوتل، مهربانه رب العالمين په خواږه خوب تر ۳۰۹ کاله بيده کړل ، د دې مبارکو اصحابو کهفو د حق تر نارې ورسته په لکونه کسان موحدين شول، قصه اوږده ده، را به شو خپل مطلب ته ،

افغانان چې په اسلاميت او غيرت کې ډېر اوږد تاريخ لري، په اسلام يې سترې قربانۍ هم ورکړې ، که د غرب د مغروري امپراتورۍ په وړاندې د اصحاب کهفو په شان د حق ناره پور ته کړي ، خپل د پلرونو او نيکونو په شان ايماني او افغاني غيرت ښکاره کړي ، ايا دا مظلوم ولس به له دې خاورې په سره حالت نه ونه وځي؟ ، که زموږ د حکومت لوړپوړي مشران د هغه وخت د پاچا زوم  د اصحابو کهفو د مشر مکسلمينا په شانې د مغروره ټرمپ په وړاندې د حق چيغه پورته کړي، ايا دا زموږ د نيکونو اسلامی ټاټوبی به له دې بې رحمه بلا خلاص نه کړي، موږ د افغانستان په ټولو چارواکو د بې غيرتۍ ګمان  نه کوو ، دا ګمان هم نه کوو ، چې دوی دې خپل ژوند او ساتنه په امريکايانو پورې تړلې وي، دا ګمان هم نه کوو چې دوی به له امريکايانو دومره بېرېږي چې په وړاندې به يې هيڅ هم نه شي ويلای، موږ ډير ځله په تحليلي بحثو کې د پارلمان وکيلان او لوړ پوړي مشران لکه عبد الستار خواصي ، حاجی فريد ،  او داسې نور سياسي مبصرين ، چې برالا يې د اسلامي مقدساتو او افغاني عناناتو په کلکه دفاع کړي، موږ په ګران هيواد کې پوه او له غيرته ډک له هر څه باخبره کسان  لرو، دا چې ځانونه يې غلي اچولي دي، دا د خلاصون لاره نه بولو ،  ورته مشوره ورکوو چې افغان مظلوم ملت په ډېر بد حالت کې دی، راځي چې ټول په يو ځل د مظلوم تر پښو لاندې شوي ملت لپاره اواز پورته کړو.

که الله جل جلاله وکړه چې زموږ او ستاسو په چيغه او ږغ پورته کولو دا مظلوم در په در ميندې،  پلرونه او ماشومانو، نجات پيدا کړي، دا به زموږ او ستاسو لپاره د دنيا او آخرت ګټې، د سر لوړۍ وياړ او د هوسايي سبب وګرځي، په دومره ناولي حالت چوپ پاته کېدل د خپلو ځانونو سره ظلم او تر ټولو ستره ناپوهي ګڼم، د مطلق مسلمان لپاره پر دومره سترو وحشتونو او ظلمونو خاموشي د دنيا او آخرت په تاوان بولم.

ومن الله توفيق.

ليکوال: حميد افغان

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe



ترنم یوتیوب چینل

نوې ویدیو هره ورځ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب